17-052009

سلام

واقعان ښکلی عکسونه دی ډیره زیاته ښکله پکی موجوده ده
الله دی نور توفیق هم درکړی چی ډیر انتیق انتیق شیان پکی راوړی

او بلخاص اسلامی او تاریخی معلوماتو ته ډیره ترجیه ورکړی

مننه
ستاسی کشر ورورشاکر

ګران ورور سعيد الرحمانه

دا چې عکسونه درته په زړپورې وو، نو خوشحاله شوم . وايي چې اصلاً ښکلا د ليدونکي په سترګو کي وي

پاتې شوه په ګلپاڼه کې د اسلامي او تاريخي معلوماتو خبره، ستاسې وړانديز په سر سترګو،  انشاءالله په راتلونکي کې به دغه شان معلومات او مطالب هم خپاره شي.

ګل

————————————————————————————– 

11-05-2009

ګران ورور سعيد الرحمان په خپل ليک کې له سلامونو او د ګلپاڼې د ستايلو سربيره ه د ښاغلي وحدتيار صاحب يو غزل هم په ګلپاڼه کې د خپرولو لپاره رليږلی دي

ګرانه سعيدالرحمانه!

سلامونو ته تې عليک وايوو، د ګلپاڼې له خښولو مو مننه. د وحدتيار صاحب غزل به انشاءالله ژر په ګپاڼه کې خپور شي.

په راتلونکې کې هم ستاسې د نظرونو او همکاريو په تمه يمږ

ګل

———————————————————————————————-

06-05-2009 

ګران ورور عزت الله اديب ګلپاڼې ته ليک راليږلی، له سلامونو سربيره يې  د ګپاڼې د ليدونکو لپاره يې د “مینه” تر سرليک لاندې يو ادبي مطلب رليږلی دي.

 ګرانه عزت الله جانه!

بيا دې هم سلامونو ته عليک وايم. دا چې ګلپاڼه ګورۍ، خوښوۍ يې، او په زړه پورې مطالب ورته راليږۍ،  يوه نړۍ مننه. دا دی ګلپاڼه هم په دې هيله د “مینی”  تر سرليک لاندې ستاسې مطلب خپروي، چې هغه يې ولولۍ، ترس وکړي او نور نو له جفاګانو لاس واخلي.

له ګلپاڼې سره ستاسې د نورو همکاريو په هيله.

Advertisements