د کرکټ د ملي لوبډلې لاس ته راوړنې او تنګ نظري

 په دې وروستيو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په نړيواله کچه ځينې برياوې لرلې او ډير ښه وځليده چې وروستۍ هغه يې په جنوبي افريقا کې د 2011 کال د نړیوال جام د غوراوي د دريم پړاو لوبو کې ځينو غښتلو لوبډلو ته ماتې ورکول هم شامل دي. که څه هم په دغه لوبو کې افغانستان په نړيوال جام کې لوبيدلو ته لاره و نه موندله خو ځينې ډير مهې لاس ته راوړنې يې په برخه شوې. حقيقت دادی چې د کرکټ ملي لوبډلې په ډيرو کمو اسانتياو او په ډيره کمه موده کې د افغانستان نوم په نړیواله کچه وځلاوه، او د هيواد لپاره يې ستر وياړونه راوګټل. خو له بده مرغه ځينې تنګ نظري افغانان شته دي چې د افغانستان لپاره  دغه وياړونه په پام کې ونيسي  کرکټ او لوبډلې ته له بل لوري ګوري او سياست سره اړيکه ورکوي، او يا هم ښه نه پرې لګيږي.

 دا چې د کرکټ د ملي لوبډلې ډير غړي پښتانه دي او په ګاونډي هيواد کې د خپلې کډولۍ په دوران کې يې دغه لوبه زده کړيده او خپل هيواد ته په راستنيدو سره يې غښتلې کړيده ښايي له همدې امله دغه شان تنګ نظري خلک فکر کوي چې ګنې کرکټ د پرديو او نورو لوبه ده. او ښايي همدغه لامل وي چې هغوی د کرکټ د ملي لوبډلې لاس ته راوړنې او برياوې د اهميت وړ نه ګڼې او يا هم ورته په زړه پورې نه وي.

 خو څرګنده ده  د ځينو نورو څيزونو لوبې هم کوم بريد نلري او په کوم ځانګړي هيواد پورې تړلې ندي. له بل لوري له کرکټ پرته په افغانستان کې نورې تر سره کيدونکې لوبې لکه واليبال، فوټبال، باسکټبال، سوک وهنه، تکواندو، کانګفو …. يوه هم د افغانانو خپله نه ده، او له نورو هيوادونو څخه افغانستان ته راغلې دي.

نو کچيرې مونږ دغه شان لوبې د خپلو لوبو له کتاره وباسو نو يواځې څو محدودې لوبې او بوختياوې لکه اوزلوبه، توپ ډنډه، د حيواناتو (سپيو، چرګانو…)، او هګيو جنګول به راپاتې شي چې هغه هم په نړيواله کچه څوک نه پيژني او نه يې هم په لوبو کې شميري. بلکه يو شمير خو يې لا د ځينو ځانګړو ډلو او ټولنو لخوا تر کلکې نيوکې لاندې هم دي.

ځکه نو ټولو افغانانو په ځانګړې توګه خپلو پښتنو ته دا وايم چې زمونږ د ټولو ګډ کور افغانستان ته وياړ راوړونکي ټولو لوبډلو او لوبغاړو درناوي وکړي. نن سبا د کرکټ هم هغه لوبډله ده چې هيواد ته يې سترې برياوې او ياړونه ورپه برخه کړيدي.

ځکه نو نه بايد يواځې د ټول ملت لخوا د زړه له کومې وستايل شي بلکه د دولت لخوا هم په اخلاص سره ونازول شي تر څو هغوی وهڅيږي چې د هيواد لپاره د نورو وياړونو په لاس ته راوړنو کې لا ډير زيار وباسي. 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

ګل

Advertisements