عبدالولي وحدتيار
عبدالولي وحدتيار

 د غرور څادر کړه لرې لږ و شــــــــــا و خواته ځير شه

 

ډير زخمي ناسور ناسور يم لږ مې حال باندې زهير شه

 

 

 

زه چې در په واويلا شم ته له کبره په خندا شې

ډير چې غورځــــــــــي هغه پرځي  شرمنده شي

لږ د ځان سره خيــــــــــــال وکړه لږ د خپل ځان په تعبير شه

 

زه غلام د هغه چا يم چې د چا په مخ زنده يم

ما لذت پکې مونــــدلی که بادشا يم که ګدا يم

د غلام غلامــــــــــــــــــــي مکړه مريد جان د خړ پړ پير شه

 

مه ډير تريخ د مرچ په شان شه مه ډيرخوږ شه لکه ګوړه

مه ډير ځان بوله اوچت مه ډير ټيــــــــــــټ شه لکه خوړه

چې په مـــــــرګ او ژوند دې مل وي تابعيدار د هغه امير شه

 

په دستور د پښتنو  شه د حنفيانو په مذهب شه

چې ريښه يې وي ځلانده د همغو په نصب شه

چې اصيل وي له نصبه د هـــــــــــــــــــغو د در ځنځير شه

 

ډير افسوس ارمان ارمان کړم چې شراب مې خوراکه شي

سر دې وخورم پروا نشته خو ارمــــــان مې دې پوره شي

وحدتياره ډير دي تللي د هغو خلــــــــــــــــــــکو په څير شه

 

عبدالولي وحدتيار

Advertisements