ولسمشر کرزي په ډيرې هوښيارۍ سره  د دغې ورځې د ساده لمانځنې او د طبعي پيښو له امله اغيزمنوته د هغې د مصارفو د ځانګړي کولو په امر سره له يوه لوري له احتمالي ګواښ څخه ځان خوندي کړ او له بل لوري له ناورين ځپلو سره د خواخوږۍ د ښودلو په پلمه غواړي د ولسمشرۍ د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د اولس له لاسه ورکړي باور د بيا تر لاسه کولو په لور يو بل ګام واخلي. 


 

په محدوده کچه د غوايي د اتمې لمانځنه څه معنی لري؟

سږکال د غوايي اتمه يعنې د مجاهدينو د بري 17 کليزه په محدوده کچه ولمانځل شوه. 17 کاله وړاندې مجاهدينو د ډاکټر نجيب الله حکومت را وپرځاوه او د کابل واګې د پروفيسور صبغت الله مجددي په مشرۍ د مجاهدينو لاس ته ورغلې. که څه هم وروسته د مجاهدينو بيلابيلې ډلې په خپلو کې سره ونښتې چې په پايله کې يې په زرګونو بې ګناه هيوادوال ووژل شول او د کابل ښکلی ښار په کنډواله بدل شو. د مجاهدينو همدغه خپلمنځي جګړې وې چې د طالبانو راتګ ته يې لار هواره کړه.

په هر صورت په تيرو کلونو کې به دغه ورځ  د غونډو، يوشمير ځانګړو مراسمو، جشنونو او پوځي پريډونو (رسم ګذشتونو)  په ترسره کيدو سره لمانځل کيده چې پکې به د لوړپوړو دولتي چارواکو سربيره د پخوانيو مجاهدينو يو شمير مشرانوهم برخه اخسته او ويناوې به يې کولې.

خو سږکال د مجاهدينو د بري دغه کليزه ظاهراً د ولسمشر کرزي د هغه امر له امله په مختصره او ساده توګه لمانځل کيږي چې ويلې يې وو ددغې ورځې د مراسمو لپاره ځانګړې شوې پيسې دې په هيواد کې د وروستيو زلزلو او سيلابونو له امله له اغيزمنو خلکو سره د مرستې په چارو ولګول شي.

خو يو شمير کارپوهان په دې کې شک ګڼي چې ښاغلي کرزي دې په رښتيا هم د ولس (ناورين ځپلو) سره د خواخوږي له امله په ساده ډول د دغې ورځې د لمانځونو امر ورکړي وي. هغوې دغه امر يواځې يوه پلمه بولي او په حقيقت کې د پخوا په شان په پراخه کچه د دغې ورځې د نه لمانځلو لاملونه نور ګڼي،  چې يو يې هم امنيتي انديښنې دي. که څه هم په دې برخه کې يو شمير ګامونه اخستل شوي وو. د کابل ښار په مرکزي برخو کې لا يوه ورځ د مخه هټۍ تړل شوې وې او په ډيرو ځايونو کې پوځې موټرې او امينتي کسان تر نورورځو څو برابره ډير په سترګو کيده. همدارنګه عمومي رخصتي هم اعلان شوې وه او د ښار په واټونو کې د خلګو ګڼه ګوڼه کمه وه. د کورنيو چارو د وزارت وياند هم رسنيو ته په خپلو خبرو کې د ټينګو امنيتي ګامو د پورته کولو پخلی وکړ او څرګنده کړې يې وه چې کابو 7000 پوليس او نور امنيتي ځواکونه يې د امنيت د ساتلو په موخه په کابل او شا او خوا سيمو کې ځای پر ځای کړيدي.

خو لوستونکو ته به ياد وي چې  تير کال هم د هيواد امنيتي چارواکو د ورته ګامونو د اخستلو خبرې کړې وې خو له هغې سره سره د جشن په سيمه د يو وسله وال بريد له امله نه يواځې د لمانځنې مراسم ګډوډ شول بلکه د پارلمان د يو شمير غړو په شمول ځينو کسانو ته پکې مرګ او ژوبله هم واوښته.

له همدې امله يو شمير خلک په دې اند دي چې ښايي ښاغلي کرزی د خپلو امنيتي ارګانونو په لافو او دعوو بې باوره شوی وي او د تير کال پيښې ته په پام سره به په داسې يوه غونډه کې د ونډې اخستنې له ويرې ېې له لويه سره په پراخه کچه دغه مراسم کړې وي او پر ځای يې په ارګ کې يو شمير دولتي لوړپوړو چارواکو، د پارلمان ځينو غړو، قومي مشرانو او ځينو بهرنيو ميلمنو ته په مليمستيا سره د مجاهدينو د دغه ستر بري د لمانځلو پريکړه کړي وي.

يو شمير نور بيا د پښتو هغه ټپه رايادوي چې وايي:

ملنګه دوه ګټې دې وکړې- يو دې خير ټول کړ بل دې وکړل ديدنونه

ولسمشر کرزي هم په ډيرې هوښيارۍ سره  د دغې ورځې د ساده لمانځنې او د طبعي پيښو له امله اغيزمنوته د هغې د مصارفو د ځانګړي کولو په امر سره له يوه لوري له احتمالي ګواښ څخه ځان خوندي کړ او له بل لوري له ناورين ځپلو سره د خواخوږۍ د ښودلو په پلمه غواړي د ولسمشرۍ د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د اولس له لاسه ورکړي باور د بيا تر لاسه کولو په لور يو بل ګام واخلي.

ښايي همدغه لامل وي چې د کرزي دغه ګام په راتلونکو ټولټاکنو کې د هغه ځينو احتمالي سيالانو ته خوند نه وي ورکړی ځکه يې نو ظاهراً په دې پلمه چې  د  دوه ميلونو څخه د ډير قربانيو په پايله کې لاس راغلي ستر بري د حکومت لخوا په  ساده او محدوده کچه د لمانځلو له امله په ښاغلی کرزی سختې نيوکې کړيدي.

له بل لوري به لوستونکي په دې هم خبر وې په تيرو کلنو کې د افغانستان د جګړه ځپلې اولس په نامه څومره پيسې راغلې او چيرته ولاړې. او د ښاغلي کرځي لخوا د لمانځ غونډې د پيسو ځانګړي کول به په ريښتيا هم د ناورين ځپلو په بيا رغوونه کې څومره اغيزه و لري.

دا قضاوت به لوستونکو ته پريږدو چې د مجاهدينو د بري د کليزې لمانځنه په پراخه کچه پکار ده او که په ساده او محدوده کچه؟  خو يوه خبره څرګنده ده او هغه دا چې هر لوری غواړي جهاد او برياوې يې د ځان او يا خپلې سياسې ډلې ټپلې په ګټه وکاروي. افغان ولس په دې ښه پوهيږي چې څوک په ريښتيا هم ددوی له جګړه ځپلو او مصببت ځپلو سره څومره خواخوږ لري او څوک د جهاد دلاس ته راوړنو، وياړونو  او د مجاهدينو د برياليتونو درناوي کوي. ځکه نو پکار ده چې اولس په راتلونکو ټولټاکنو کې دغه ټکي په پام کې  ونيسي او د سياستوالو په نرمو، غوړو او تودو خبرو او لافو ونه غوليږي او هغه چاته رايه ورکړي چې په رښتيا هم ددې جګړه ځپلي او مجاهد ملت سره خواخوږي ولري او د جهاد او ميلونونو شهيدانو ارمانونه په پام کې ونيسي.

 

gulafg@yahoo.com

Advertisements