هغه تيره ورځ دفتر ته په لاره ووم. د کابل ښار د خشتي پله له سيمې څخه تيريدم چې د پله لويديځ لور ته پر ولاړه د ښاروالي پر يوه لوحه مې سترګې ولګيدې

لوحه د کابل سيند دواړو غاړو ته د دوه کليومتره سړک د بيا رغوونې په اړه وه. خو هغه څه چې په لوحه کې زما لپاره په زړه پورې وو، هغه د نوموړي دوه کلومتر سړ د بيا رغوونې لپاره ځانګړی شوی 365 ورځې يا پوره يو کال وخت وو.

که څه هيواد په ګرد هيواد کې د بيا رغوونې ټول بهير سست دی خو د پلازمينې د لارو کوڅو او سړکونو بيا رغوونه ترنورو ټولو برخو وروسته پاته بريښي. کابليان يې مسؤليت په ښاروالي ور اچوي. خو ښاروالي بيا د خپل ځان د بې ګناه ښودلو په موخه د کافي مالي سرچينو/بوديجې نشتوالی، د ښار د نفوسو او د ښار د پراختيا بې ساری ډيروالی، په ښاروالي کې دننه د کاري وړتيا نشتوالی  او يو شمير نورو لاملو په ګډون د پلمو يو اوږد لست وړاندې کوي.

خو له بل لوري د ښاروالانو چتک بدلون هم ښايي د ښار د لارو کوڅو او سړکونو دبيا رغوونې په پڅ بهير کې بې اغيزې نه وي. ښاروالان دومره ژر ژر بدليږي چې ښاريان لا د تير هغه نامه او څيرې سره اشنا نه وي چې بيا بل راغلی وي. اوڅنګه به اشنا شي چې هغوی له خپل دفترونو څخه نه رواځي تر څو د ښار او ښاريانو حالت له نږدې وګوري.

په هر صورت نوی ښاروال دعوه کوي چې تير هغه يې هيڅ ندي کړي او دی يې له صفره پيلوي. ځکه نو  په لومړيو کې د رسنيو له لارې د ښار د پراختيا او بيا رغوونې لپاره د کاغذ پر مخ دجوړيدونکو داسې پلانونو خبرې کوي چې ته به وايې چې که خير وي په څو مياشتو کې به د ښار بڼه بدله شي او هرو مرو به ترې اروپايي ښار جوړ شي.  خو هغه لا خپلو او دخپلوانو او دوستانو شرکتونو سره د ځينې کارونو د جرکولو څو تړونونه نه وي لاسليک کړي او کاغذي پلانونه يې لا تر ځمکې نه وي رسيدلي چې بيا د بدلون دغه کيسه تکرار شي.

هغه شرکتونه چې په دې توګه يې د ځينو پروژو تړونونه تر لاسه کړي وي، نه ريښتا غلط شوم پروژې جر کړي وي، بس نو بيا مزې کوي. نه ترې څوک بيرته جر کړی کار اخستی شي او نه هم پرې څوک کار کولای شي. د کار د کيفيت څرنګوالی خو يې لا پر ځای پريږده. که دوی ان د تړون له مخې 2کلومتر سړک په ورته ټاکل شوي وخت کې جوړ کړي نو بيا هم د شکر ځای دی. ريښتيا خو دادي چې تر هغې يې  هم شايد څو برابر نا وخته جوړ کړي.

د خشتي پله دوه کلومتر سړک تړون يې يواځينۍ بيلګه نده، لوستونکي به خبر وي چې له بهارستان څخه تر باغ بالا پورې سړک چې شايد تر 2کلومترو هم کم وي او تر کال يې ډيره موده وشو او خدای خبر چې څومره نور وخت به پرې ولګيږي تر څو چارې بشپړې شي. همدارنګه د ښار په جنوب ختيځه څنډه کې  بګراميو او احمدشاه بابا د مينې تر منځ سړک خدایزده په څو کلونو کې بشپړ شو. داسې نورې ډيرې بيلګې شته چې نه غواړم د لوستونکو سر پرې وخوږوم ټولو ته څرګندې دي.

لنډه دا چې کچيرې د ښار د لارو کوڅو او واټونو د بيا رغوونې او پخولو چارې همداسې د ميږي پر قدم  پڅې روانې وي نو ښايي چې د پلازمينې اوسيدونکي به د څو نورو لسيزو لپاره هم له خاورو، دوړو، خټو او چکړو څخه خلاص نه شي. هيله ده چې چارواکي دغه لور ته پام وکړي او د ښار د لاروکوڅو او سړکونو د بيا رغوونې بهير چټک کړي.  

د کابل په زړه کې د دوه کلومتره جوړيدونکي سړک لپاره د ښاروالي لوحه
د کابل په زړه کې د دوه کلومتره جوړيدونکي سړک لپاره د ښاروالي لوحه

د يو خصوصي شرکت د سړک جوړونې ماشينونه چې له ډيرو ورځو راهيسې بيکاره ولاړ دي.
د يو خصوصي شرکت د سړک جوړونې ماشينونه چې له ډيرو ورځو راهيسې بيکاره ولاړ دي.
Advertisements