د کلپاڼې ګرانو ليدونکو!
    ګران ورور عزت الله ستاسې لپاره د وخت او مينې تر سرليک لاندې يوه ښکلې فوکلوريکه کيسه راليږلې ده چې دا دی زه يې هم کټ مټ ستاسې مخې ته کږدم. هيله ده چې خوښه مو شي

    مينه او وخت

    و، نه و په یو زمانه کې یو ټاپو و ، چېرې چې ټول انساني احساسات اوسېدل ، هېلمندي، نهیلي ،غم ، خوښي، کرکه وسه او ګڼ نور چې مینه هم په کې وه

    یوه مهال د سمندر اوبه په پورته کېدو شوي . څه موده وروسته ټولو احساساتو ته اعلان وشو چې د سمندر په منځ کې د احساساتو دا ټاپو د ډوبېدو په حال کې دی ، ددې خبر له اورېدو وروسته په تاپو کې مېشتو ټولو احساساتو ځان ته د وړو کښتیو غم وخوړ او له ټاپو په تېښته شول . خو مینه تم شوه .
    مینې غوښتل تر وروستۍ شېبې دې په زړه پورې ټاپو کې و اوسي . کله چې پر ټاپو اوبه راپورته شوې مینې د مرستې غوښتنه وکړه .
    بډاینه په یوه قیمتي کښتۍ کې د مینې له مخې د تېرېدو په حال کې وه . مینې ورته وویل :
    ـــ بډاینې ، کولای شي ما هم له ځان سره پورته کړې ؟
    بډاینې ځواب ورکړ :
    ــ نه ، زما بېړۍ له سرو او سپینو زرو ډکه ده ، او ستا لپاره په کې ځای نه شته .
    مینې وغوښتل چې له ( ځان غوښتنې ) څخه مرسته وغواړي څوک چې په همدې وخت کې په یوه ډېره ښکلې کښتۍ کې د مېنې له مخې تېریدله .
    ـــ ای ځان غوښتنې ! له ماسره مرسته کولای شي ؟
    ـــ نه ، زه له تا سره مرسته نه شم کولای مینې ، ستا جامې ټولې لمدې دي چې زما د کښتۍ ښکلا ته زیان رسوي .
    په همدې وخت کې خپګان رانېږدي شو ، او مینې ترې د مرستې غوښتنه وکړه .
    ـــ اوف ! مینې ته نه ګوري چې زه خپل ځان ته څومره خپه او خوابدی یم ، زه له تا سره مرسته نه شم کولای .
    خوشالي هم د مینې له مخې تېره شوه ، خو هغه دومره په خوښۍ وه چې د مینې نارې يي هېڅ وا نه ورېدې . په دې توګه د هېلې، غوسې ، ژړا او خندا په ګډون ګڼ احساسات د مینې له مخې په خپلو وړو کښتیو کې تېر شول . خو یوه هم له مینې سره مرسته ونه کړه .
    په همدې وخت کې د یو زوړ بوډا غږ له یوې خوا راغی:
    ـــ مینې ! راځه چې زه دې له دې ډوب شوي ټاپو وچې ته وباسم .
    مینه دومره وارخطا وه چې ددې بوډا څخه يي هېڅ پوښتنه و نه کړه چې څوک دی او چېرې يي بيايي .
    کله چې دوی د سمندر وچې غاړې ته ورسیدل ، بوډا پر خپله مخه ولاړ او مینه يي پر ساحل پرېښوده .
    د ساحل پر غاړه یو بله بوډۍ ناسته وه ، دا پوهه وه .
    مینې ترې وپوښتل:
    ــــ پوهې ! دا بوډا څوک وو چې زما سره يي مرسته وکړه ؟
    پوهې ځواب ورکړ :
    ـــ دا ( وخت ) و چې ته يي د سمندر تر وچې غاړې را ورسولې.
    مینې په حیرانتیا و پوښتل :
    ـــ وخت !؟ وخت ولې له ماسره مرسته وکړه په داسې حال کې چې نورو دا کار ونه کړ ؟
    پوهې ، له حکمته ډکه خندا وکړه :
    ـــ دا ځکه چې ېوازې وخت د مینې په ارزښت پوهېږي .

    راليږونکی: عزت الله

    i-love-you

Advertisements