کينيايي ښځې دا اونۍ د جنسي اعتصاب په حال کې دي.

 له بي بي سي او نورو انټرنټ پاڼو څخه:

په زرګونو کينیايي ښځو ددې اونۍ په پيل کې ژمنه وکړه چې د اعتراض په توګه به د يوې اونۍ لپاره له خپلو ميړونو سره جنسي اړيکې نه ټينګوي تر څو د خپل هيواد په رهبرانو فشار راوړي  چې خپلمنځي شخړې او اختلافونه حل کړي څوک چې د دوی په فکر يو ځل بيا  په هيواد کې هغه ډول  لانجې او اخ او ډب  راپاروي چې له امله يې تير کال دغه افريقايي هيواد په شديده توګه لړزيدلی وو.

 په دغه اعتصاب کې د ښځو 11 ډلې ونډه اخلي، دوی په ځانګړي ډول د جمهور رئيس او صدراعظم پر ښځو غږ کړی چې له خپلو ميړونو سره له جنسې اړيکو ډډه وکړي. خو تر اوسه لا دا څرګنده نده چې ددې غږ په وړاندې به د دغو دواړو ميرمنو غبرګون څه وي.

د کينيا د ښځو حقونو  ته ځانګړي شوې د تر ټولو لويې او پخوانۍ  ډلې چې د ښځو پرمختيايي ټولنه يې بولې مشرانو ويلي چې دوی تمه لري چې دغه بايکاټ به ددوی سړي دې ته وهڅوي تر څو د سولې لپاره په حکومت فشار راوړي.

د ښځو د پرمختيايي ټولنې مشرې رقيه سوباو ويلي دي چې مونږ ټول هغه شيانو ته کتلي چې کولای شي خلک د خبرو لپاره سره يو ځای کوي او جنسي اړيکې يې يو ځواب دي.

بي بي سې د همدغه سازمان د يوې بلې مشرې له خولې ليکلي چې دوی به ان په ښار کې فاحشو ته هم پيسې ورکړي چې ورسره يو موټی شي او د اعتصاب په موده کې خپل ځانونه ونه پلوري.

د کميپاين د يوې بلې ډلې مشرې پاتريشا نايونډي  بي بي سي ته ويلي چې دا به اعتصاب له خپلې بسترې پيلوي، او د دواوړ ولسمشر او صدراعظم ښځو هرې يوې لوسي کابيکي او ايډا اوډينګا ته يې هم استازي ورليږلي دي تر څو ورسره په اعتصاب کې يو ځای شي.

پاتريشا د بي بي سي له فوکس خپرونې سره په خپلو خبرو کې زياته کړې چې ” د بالښت پر سره ډير ښه بحث او خبرې کيږي. ځکه نو مونږ له دغو دوو ميرمنو څخه غواړو چې په دغه شان يو صميمي شيبه کې له خپلو ميړونو وغواړي چې ” گرانه کولای شې د کينيا لپاره يو څه وکړې؟”

 جنسي اعتصابونه په نړۍ کې ډير کم ليدل کيږي. په کينيا کې ډيری سړي د قانون له مخې له څو ښځو سره ودونه کولای شي.

په کينيا کې د تير کال د ننداريزه ټولټاکنو پر سر د ولسمشر کابيکي او د هغه د پخواني سيال او اوسني صدراعظم ښاغلي اوډينګا د پلويانو  تر منځ    په اخ او ډب کې تر 1000 ډير خلک وژل شوي او تر 600000 ډير بې کوره شوي وو. چې ورسته دواړه په يو ائيتلافي حکومت روغه وکړه. په دې وروستيو کې  يو ځل بيا ددوی تر منځ د راپيدا شویو اختلافاتو له امله دغه نازکه ټل واله (ائيتلاف) د ماتيدو له ګواښ سره مخ دي ځکه نو خلک انديښمن دي، هسې نه چې د تيرکال په شان د اخ او ډب پيښې بيا تکرار نه شي.

د کينيا اولسمشر ماوي کابيکي او د هغه ميرمن لوسي کابيکي
د کينيا اولسمشر ماوي کابيکي او د هغه ميرمن لوسي کابيکي
Advertisements