♥♥♥♥ مـــــينــــــــه ♥♥♥♥

اوس داسې انګيرم چې په ډيرو ليدو مې په غصه کيږې او مخ دې رانه په بل طرف اړه وې.

 ائ ګرانې! که زما د ليونی مينې او ليدو په وړاندې له قهر، غصې او کينې څخه کار اخلې او يا له ما څخه په مخ اړه ولو کې خوند محسوسوې. نو ته اووايه اوښکې بهول، غم، خفګان او حتی بدبختي به راته کوم ارزښت ولري؟

که ته راسره مينه نه کوې ګرمه دې نه بولم ځکه چې ستا د مينې قابل به نه يم. خو وعده کووم چې زه به ځان ستا د مينې وړ وګرځوم. هغه وخت به ډېر خوشحاله شم چې راته اوګوري او په شونډو کې دې زرموخيزه موسکا ګانې اوګورم. وايم چې داستا ګناه نده ځکه ته مجبوره نه يې چې راسره مينه وکړې او يا خو به زما د زړه په حقيقت نه يې پوهيدلې.

زما خيا لونه ټول تا په کار اچولي دي او له ما نه دې کوم بل خواته مصروف کړي دي

ائ کاش……. که چيرې داسې کوډګر ځواک موجود وائ چې د يو بل د زړه رازونه او خيالونه مو پرې معلومولاې شوائ نو خامخا به دې ټولې غصې ختمې شوې واي. او په دې خيالي دنياګئ کې به دې په ما باندې د مينيې ټينګه غيږ لوره ولې واي.

او ائ خوږې….. اړ به وو چې مينه وکړو او دغې مينې به دا پرده غورځولې وايئ چې ريښتونې مينه او ريښتونولي يې راځينې پټه کړې ده.  ته به هم په دې پوهه وايئ چې اګر که زه ستا د مينې وړ نه يم خو ماسره به دې مينه له خوښيو ډکه وايئ.

نو اه……سخت زړې پيغلوکې زما ددې ليک په لوستلو دې هم زړه نه غواړي چې ړنګې بنګې غيږ ته دې درشم او د مينې خوبونه پکښې وکړم.

په خدائ دې سپارم…………… خو هغه چې سترګو دې راسره د يوې غيږې او ستا له ښائسته اننګو څخه د دوو مچوګانو وعده کړې وه. مګر په دې باوري نه يم چې دا خوښي به راباندې ولوره وې.

مينه
مينه

عزت الله اديب.

Advertisements