غــــــــزل

شرنګ نکړي د بنګړو غوندې ګرم ندي جنګ وهلي

دا زړونه مو د اوسپــــــــــــنې په شانې زنګ وهلي

له چـــــــانه به د عـــــقل او د هوش خبره واورو؟

پاچـــا شــراب خــــوړلي دي ملنګ دې بنګ وهلي

 

سرونه د خــــــــوړ کاڼي دي ويده دي نه ويښيږي

هــــــر څو که په څپو د حادثو غورځنګ وهـــــــلي

 

راځۍ ماتـــې پرې تيږې د غميو په لټـــــــون کـــړو

لاسونه مو د ډيرو دُعــاګانو منــــــګ وهــــــــــلــي

 

ســـــــاده دي کليوال دي لاس او پښې يې دې بايللي

خيالونه مو په ښــــار کې جينکو په څنګ وهـــــلي

 

غــــــمـــي مــــو د وختونو دې لاهو په سيند پخپله

په غلا رانه په بـــډه دي پردي نهــــنګ وهـــــلـــي

 

د صبر په اوبو ترې نه لاس ومينــــځه کـــــاروانــه

ګلاب ګلاب يـــــــاران دې د پرديو رنګ وهـــــلــــي

 

پير محمد کاروان

دا شعر په غږ کې واورۍ

 

Advertisements