اوس چې سوړ ژمی پای ته رسيدلی اود پلازمينې اوسيدونکي د ژمي له واورو او د لارو کوڅو له خټو او چکړو  څخه تر يوه بريده خلاص شويدي، نو دد هوا په توديدو سره  ښاريان  له نويو ستونزو سره لاس او ګريوان شويدي. دغه ستونزې په لارو او کوڅو کې له خاورو، دوړو او له پرتو چټليو او ټټيو څخه راپورته کيدونکی بوی څخه عبارت دي. دا دوړې او بويونه  دومره زيات او شديد وي چې له امله يې په لاره هر تيريدونکي سړي پوزه پټه کړې يا تړلې وي.

 څه موده وړاندې د چاپيريال د ککړتيا او په ځانګړې توګه د کابل د چاپيريال د ککړتيا خبرې ډيرې تودې وې. خو اوس دادی د څو مياشتو په تيريدو او هوا په توديدو سره د نوموړو خبرو عملي اړخ هيڅ نه په سترګو کيږي. ښايي چې هغه مهال چارواکو په دغه ډول تودو خبرو خپل ځانونه تودول.

په ښار کې د چټليو د زياتوالي پړه هر څوک يو پر بل ور اچوي. ښاروالي وايي چې چې ښاريان د خپلو خپلو سيمو پاکوالی ته پاملرنه نه کوي او د خپلو کورنو خاورې خځلې او چټلۍ په هر ځای کې چې زړه يې وغواړي غورځوي، ځکه نو له هر ځای څخه ډيران جوړ شویدی. د وروستيو کلونو په بهير کې ښار د نفوس بې ساري زياتوالی او ښار خپل سري پراختيا ته په پام سره د دومره ډيرو ډيرانونو پاکول او له ښاره د چټليو راغونډول د دوی د توان خبره نه ده. خو ښاريان بيا په خپله ښاروالي د ښار د چټليو په پاکوالی کې پر ناغيړۍ تورنوي.

کابل شايد د نړۍ لومړۍ پلازمينه وي چې د کاناليزسيون يو منظم او سم سيستم نلري. له بل لوري د ښار په يوشمير سيمو کې خلکو د خپلو کورونو ټټۍ او د فاضله اوبو لښتي لارو او کوڅو ته راويستي دي. په دې لړ کې د ښار د يو شمير خامه سيمو وضعيت بيخي خراب دی.  که په دغه ډول کومه کوڅه کې سړي تيريږي نو نه يواځې د خپلې پوزې پټولو ته اړويستل کيږي بلکه تر تيريدو وروسته يې هم تر ډيره وخته له وجود څخه يو ډول بد بوی پورته کيږي.

په ښار کې د لاريو موټرو لخوا رامنځ ته کيدونکي دود په هکله به کوم بل وخت وغږيږو چې تر هغه بريده رسيدلی چې که ګهيځ سړی سپينې جامې په تن له کوره ووځي او ماښام بيرته تر را ستنيدو ورسته د اينې مخ ته ودريږي نو ښايي چې په خپل ځان هم شک وکړي  او د ملا نصرالدين هغه ټوکه پرې ريښتيا شې او ووايي چې ګواکې غلط شویدي، د اينې مخ ته دی  ندی ولاړ او کوم بل سړی ېې کور ته راغلی دي.

د ښار د چاپيريال ککړتيا او د لارو کوڅو چټليو په ښار کې نه يواځې د ښاريانو ګرځيدل ستونزمن کړيدي بلکه همدغه چټلۍ د ډول ډول ناروغيو د رامنځ ته کيدو لامل هم ګرځي او د ښاريانو ژوند يې له جدي ګواښ سره مخ کړیدي. د افسوس ځای خو دا دی چې هيواد ته د ميلياردنو ډالرو په راتلو سره سره هم د هيواد د پلازمينې وضعيت له يوې ورځې و بلې ته د ښه والی پر ځای مخ په خرابيدو دی.  ځکه نو ددغې ستونزې د بنسټيز حل لپاره يواځې د کاغذ پر مخ نه بلکه د سملاسي عملي ګامونو پورته کولو ته اړتيا ليدل کيږي.

د کابل په زړه کې د کثافاتو يو ډيران
د کابل په زړه کې د کثافاتو يو ډيران
Advertisements