د سرليک په لوستلو حيران شوئ کنه؟ هه پوه شوم هرو به حيران شوي ياست ځکه چې مخکې مو شايد د داسې خيرات په هکله  نه وي اوريدلی. او نه هم ليدلی. په هر صورت خو  ما هم چې لومړی ځل واوريد باور مې پرې نه کاوه. هغوی چې تر لاسه کول يې هم باور يې نه کاوه. ځکه چې زمونږ په هيواد کې خلک د ډوډۍ، پيسو، جامو، د کور د سامانونو او ځينې نور شيانو له خيراتونو سره بلد دي. څوک له بهرنيو هيوادونو څخه د ډالرو خيراتونه ترلاسه کوي، څوک بيا دلته په لارو کوڅو کې له خلکو څخه خيرات غواړي. چيرته بيا خلک د کليوالو او نړيوالو خوراکي سازمانونو  او نور ادارو لخوا له بهرنيو هيوادونو څخه د راوړل شويو خيراتي غنمو ته په اوږدو ليکو کې ولاړ وي. او چيرته بيا په رسنيو کې  د هغه او دغه بنسټ لخوا د خيراتونو د ويشل کيدو خبرونه خپريږي.

خو زه چې اوس د کوم خيرات خبره کووم، هغه نه پيسې وې، نه  ډوډۍ وه، نه جامې وي او نه کوم بل داسې د اړتيا وړ شی چې د کوم غريب ښه دې پرې وشي. هغه کاغذ بادونه وول کاغذ بادونه. هو همغه ګوډي پرانونه يادوم چې څوک يې پتنګ هم بولي.   زما لپاره بيخي نوی وو. که څه هم ما پکې هيڅ تر لاسه نکړل. لکه هر ورځ چې زمونږ د کور تر څنګ د WFP غنم پر سلګونو خلکو ويشل کيږي خو مونږ يې يواځې ننداره کوو او بس، يواځې همدا هيله له ځان سره ساتلی شو چې که کوم څوک پخپله ددغو غنمو د خوړلو تابيه ونلري ښايي په يوه څه ارزانه بيه يې وپلوري او مونږ سل روپۍ کم رانيسو. دا بيله خبره ده چې د خوراک وړ وي او که نه؟  دلته  هم ما يواځې ننداره کولای شوه، ما او زما څنګ ته نورو ولاړو کسانو يواځې همدا هيله مې له ځان سره لرلای شوه چې که کوم تر لاسه کوونکي يې وروسته  له تر لاسه کولو  وپلوري او مونږ يې هم په کمه بيه  تر لاسه کړو.  خو د خيرات توکي ټول وويشل شول خو هيچا هم تر لاسه نه کړل.

د نادر خان په غونډۍ کې ولاړ خيرات ويشونکي يو ځوان چې لومړی په خلکو غږ وکړ نو هيچا هم پری باور نه کاوه. ځکه ښايي فکر يې کاوه چې خيرات خو سړی د هغه څه کوي چې د نورو ورته اړتيا وي او د ژوند چاره يې پرې وشي. خلکو ښايي انګيرله چې هسې ټوکې به ورسره کوي.  خو بيا يې شايد د ځوان لوکس سپينو اتو کړو جامو په زړونو کې هيلې راټوکولې وي.  خيرات ويشونکي ځوان هم چې له ځانه  څو ګامه  لرې ولاړ يو سپين موټر ته به يې اشاره کوله دا خبره څو ځکې تکرار کړه او ويې ويل  به ېې چې “بخدا ميتم اينه ده موتر مانده ګي است”.

لنډه دا چې يوه ښايسته ډله ځوانان او تنکي ځوانان يې په ځان پسې د ولاړ سپن موټر لور ته روان کړل. ځينې شکمن تنکي ځوانان  له موټره ګرد چاپيره تاو راتاو شول تر څو وګوري چې په ريښتيا هم په موټر کې څه شته او که څنګه؟  د سپين لوی افلاينګ کوچ ډوله موټر د څنګونو ښيښې هم نه وې.

خيرات ويشونکی چې موټر ته وخوت نو له دروازې يې بيرته  سر را وويسته او خلکو ته يې وويل چې غالمغال مه کوۍ تاسې په کتار شۍ، خو خلک هم اخر د همدې ځای خلک وو. ټمبې او ټيلې، نارې سورې،  چغې، غالمغال، ډير زيات وو هر يو کوښښ کاوه چې ځان د موټر دروازې ته نږدي کړي.

زلمي يو ګڼ شمير کاغذ بادونه له موټر را وويستل. او تر خلکو يې لوړ په لاس کې نيولو وو. غوښتل يې چې يو يو پر مستحقينو وويشي. خو د خيرات د تر لاسه کوونکو زغم تمام شو پرې ورټوپ يې کړ او ټول يې ورڅخه را کش کړل. له هر لورې غوټې او حملې شروع شوې. ټول دانګې وانګې شول يواځې مات ډکي يې  د څو تنو په لاس کې پاته شول. او په دې توګه د کاغذ بادنو خيرات پر مستحقينو وويشل شو خو يوه يې هم هيڅ تر لاسه نکړل 

 

 

ځوانان د خيرات په تمه د موټر پر شا او خوا راغونډ شوي
ځوانان د خيرات په تمه د موټر پر شا او خوا راغونډ شوي

 

خيرات ويشونکي کاذ بادونه د ويش لپاره له موټره راوويستل
خيرات ويشونکي کاذ بادونه د ويش لپاره له موټره راوويستل
د ترلاسه کوونکو زغم تمام شو او د غوټې په حال کې دي
د ترلاسه کوونکو زغم تمام شو او د غوټې په حال کې دي
تر لاسه کوونکو ځوانانو په خپلو کې سره وويشل
تر لاسه کوونکو ځوانانو په خپلو کې سره وويشل
دوه تنکي ځوانان لا اوس هم سره پرې جوړ نه دي
دوه تنکي ځوانان لا اوس هم سره پرې جوړ نه دي
بابا چې له ما بدتر هيڅ يې هم په وس پوره نه وو، ايله په بوټو کې نښتي تارونه راټولوي
بابا چې له ما بدتر هيڅ يې هم په وس پوره نه وو، ايله په بوټو کې نښتي تارونه راټولوي
څو نور ځوانان چې د کاغذ بادونو د الوزولو په حال کې دي
څو نور ځوانان چې د کاغذ بادونو د الوزولو په حال کې دي
بل لورته يې بيا د رانيولو لپاره  يو بل تنکی ځوان وسله په لاس ولاړ دي
بل لورته يې بيا د رانيولو لپاره يو بل تنکی ځوان وسله په لاس ولاړ دي
Advertisements