منازعه، جګړه او سوله  د اسلام په رڼا کې

 د اسلام مبارک دين د اسماني اديانو تر ټولو وروستۍ او بشپړ دين دی. اسلام تل خپلو پيروانو ته د ورورګلوۍ، سولې،او په ټول چارو کې د منځلاريتوب لاښوونه کړېده. د اسلام د  ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) سيرت پخپله د ټولې نړۍ لپاره د ښواو نيکو اخلاقو  او په ټولنه کې  په سوله امن اود  ښه ژوند تيرولو يوه بيلګه ده.  هغه چې د قران کريم په شکل کې کوم پيغام له ځان سره دنړۍ خلکو ته د اسلام  په چوکاټ کې راوړی دی هغه هم د سولې امن او ورورلیۍ پيغام دي.

کچيرې پخپله د اسلام د لفظ ريښې وڅيړل شي نو ددغه  کلمې ريښه د عربۍ ژبې د سِلم  څخه اخستل شوی دی چې د سولې او امن په معنې ده ځکه نو ويلای شو چې  اسلام د سولې او امن دين دی. په قرانکريم کې الله ج فرمايلي دي.

 وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَکَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِیعُ الْعَلِیمُ – الأنفال / ۶۱

ژباړه: کچيرې دوی (کفار) صلحې ته چمتو وي نو ته هم ورسره صلح وکړه( اې محمده)، او په الله ج باندې توکل وکړه ،بې شکه چې الله ج ښه او اوريدونکی او له هر څه څخه خبر دی.

 مسلمانان چې کله هم سره مخامخ شي نو تر هرڅه دمخه د السلام عليکم ورحمته الله و برکاته په ويلو سره د يو بل هرکلی کوي. په دې معنی چې يو بل ته  له خپله اړخه د سلامتۍ ډاډ ورکوي. د سلام دغه کلمه په حقيقت کې په الفاظو سره د مسلمان دداخلي نيت او سوله غوښتونکې ارادې څرګندونه او تصديق  کوي.

 د مسلمانانو په سپيڅلي کتاب (قرانکريم) او د پيغمبر اکرم (ص) په مبارکو احاديثو کې په بار بار او ټينګار سره انسانانو ته د صبر، زعم او سولې لارښوودنه شويده چې يو څو بيلګې يې په لاندې څو کرښو کې ذکر شويدي.

 د اسلام موخه په هر ارزښت د يوې سوليزې ټولنې رامنځ ته کول دي. ځکه چې له سولې او امن پرته  وده او پرمختيا امکان نه  لري. د انسان مادي/ظاهري او  روحي  سپيڅلتيا او پرمختګ يواځې د سولې په موجوديت کې امکان لري. ځکه نو د يوې ښې ، پرمخ تللې ټولنې رامنځ ته کولو لپاره سوليز چاپيريال ډير مهم  ګڼل کيږي.

 څرنګه چې مطالعاتو څرګنده کړيده  چې په ټولنه کې د منازعاتو اصلې لاملونه او ريښې په ټولنه کې شته نا برابرۍ، د توپيري چالچلاند ، ټولنيزه بې عدالتي او وګړو ته په يوه سترګه د نه کتلو څخه رازيږي. تر څو چې په ټولنه کې دغه نابرابرۍ، متاوفت چلند او بې عدالتۍ له منځ نه وي تللې نو تر هغه د يوې تلپاتې سوليزې ټولنې رامنځ ته کيدل امکان نلري. ځکه نو د اسلام  مبارک دين په ټولنه کې د تلپاتې سولې د رامنځ ته کولو لپاره د عدالت، مساواتو او برابرۍ په  څير بنسټيز اصول وړاندې کړيدي.

 یا ایهاالذین امنو کونو قوامین لله شهدا باالقسط و لا یجرمنکم شنان قوم علی الا تعدلو  اعدلو هو اقرب للتقوای واتقوالله ان الله خبیر بما تعملون

 ژباړه : اې مؤمنانو تاسې اوسيږۍ قيام کوونکي د خداۍ ج لپاره، ګوهي ورکوونکي با انصافه، او باعث دې نکړي تاسې دشمني د يو قوم پدې سره چې انصاف ونه کړۍ. عدل تقوا ته ډير نږدې دی، او وويريږۍ له خدای ج څخه بې شکه خدای ج په هغه څيزونو ښه خبر دی چې تاسې يې کوۍ.

 د اسلام مبارک دين د منازعې او په ځمکه کې د فساد خپرولو مخالف دی.

… وَلاَ تَعْثَوْاْ فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ

ژباړه:  …. او تاسې په ځمکه کې فساد مه خپروۍ..

ځينو مفسرينو له فساد څخه مقصد نزاع، جنګ او جګړې بللي دي.

 

په اسلام کې د جنګ په پرتله  صلح غوره ګڼل شوې ده.

… وَالصُّلْحُ خَیْرٌ – النساء / ۱۲۸

 ژباړه: او صلح بهتر ده.

له همدې امله اسلام حکم کوي په هر قيمت سره سوله  وغواړو، ان کچيرې د يو اړخيزې قرباني له لارې هم وي. د حديبې دصلحې تړون ددغه شان يو اړخيزه سولې يوه ښه بيلګه ګڼلی شو په کوم کې چې مسلمانانو لخوا د مقابل لورې کابو ټولو شرايطو ته غاړه کيښودل شوې وه.

 

وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ یُحِبِّ الْمُعْتَدِینَ – البقره / ۱۹۰

ژباړه : او تاسې تبرۍ مه کوۍ ، بيشکه چې الله ج تيری کوونکي نه خوښوی.

 

د اسلام مبارک دين خپل پيروان د  مسلمانانو تر منځ دمنازعو، لانجو د هوارۍ او حل لپاره هڅوي. او حکم کوي چې:

 وَإِن طَآئِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُواْ فَأَصْلِحُواْ بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَيهُمَا عَلَى الْأُخْرَى‏ فَقَتِلُواْالَّتِى تَبْغِى حَتَّى‏ تَفِى‏ء إِلَى‏ أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَآءَتْ فَأَصْلِحُواْ بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُواْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ

 (پاره 26 سوره الحجرات ايه 8)

 ژباړه: کچيرې د مسالمانانو دوه ډلې په خپل منځې کې سره په نزاع او جګړه کې ښکيل شي نو تاسې دهغوی تر منځ سوله وکړۍ….

 بل ځای فرمايي:  انماالمؤمنون اخوه  فاصلحو بين اخويکم والتقو الله… الايه.

ژباړه: بې له شکه چې مسلمانان سره وروڼه دي.، نو سوله وکړۍ ددو تر منځ…

 

په نبوي احاديثو کې هم پر سوله ډير ټينګار شوی دی.

 

له حضرت انس(رض) څخه روايت دی چې پيغمبر (ص)  ته وويل شو، ايا غواړۍ چې د عبدالله ابن ابی لورته ولاړ شې. نو حضرت محـــمد (ص) په يوه مرکب سپور شو او له خپلو څو تنو ملګرو (اصحابو) سره د عبدالله ابن ابی په لور وخوځيد،  پر ښوره او شاړو ځمکو تر تيريدو وروسته کله چې پيغمبرص د هغه ځای ته ورسيده نو هغه (عبدالله ابن ابی) ورته وويل چې له ما لرې شه، ستا د مرکب له بد بوی څخه په تنګ شوم، ددې خبرې په اوريدو سره يو انصار سړي وويل، په خدای (ج) قسم چې د خدای د پيغمبر د مرکب (خره) بوی  ستا له بوی څخه ښه دی. له دې سره د عبدالله د قبيلې  يو تن په قهر شو او دواړو يو بل ته ستغې سپورې او بد رد وويل. د دواړو غاړو ملګري هم يو بل ته په قهر شول او د سوک، څپيړو، لښتو، او بوټونو په کارولو سره يو له بل سره په جنګ شول.

مونږ ته وويل شو چې پورتنی ايت شريف په همدې اړه نازل شوی دی.

(بخاري د صلح باب)

 حديث شريف: المسلم من سلم السملمونه من لسانه ويده الخ

ژباړه: کامل مسلمان هغه  دی چې نور څوک يې د ژبې او لاس له ضرر څخه خوندي وي. 

 

حديث شريف: پيغمبر (ص) فرمايلي دي. اې خلکو زه تاسې ته هغه شی ونه ښايم چې له روژې، لمانځه او له صدقې څخه زيات ثواب لري؟ هغوی ورته وويل چې ويې ښايه: هغه مبارک وفرمايل چې د منازعې په وخت کې د سولې راوستل.

(ابوذر، باب اصلاح ذات البين)

 

حديث شريف: له حضرت ام کلثوم بنت عقبه روايت دی چې هغې له  پيغمبر څخه اوريدلی دی چې ويل يې! که څو د خلکو تر منځ د صلحې لپاره نيکې خبرې وکړي نو درواغجن ندی.

(بخاري د صلح باب)

حديث شريف: د هر جمعې په شپه د خلکو اعمال خدای(ج) ته وړاندې کيږي، او د مسلمانانو لپاره د جنت فيصله کيږي. کچيرته ددو مسلمانانو تر منځ منازعه موجوده وي، نو خدای (ج) فرمايي: (انظرو هذاين حتی يصلحا)، يعنې د صلحې تر وخته پورې زه ددوی تر منځ د جنت پريکړه نه کووم.

 

حديث شريف: د انسان د وجود هر غړی يوه صدقه کولای شي، سوله هم يوه صدقه ده. (مسند احمد).

د حجرالاسود دا لاندې واقعه د نبي کريم (ص) د صلحې د راوستو د هڅو او منځګړتوب ښکاره او څرګنده بيلګه ده.

د نبي کريم (ص) په وخت کې قريشو او د مکې اوسيدونکو د کعبې د ودانۍ ترميمول وغوښتل، د کعبې د ترميم د چار تر بشپړيدو وروسته د کعبې په ديوال کې د حجر الاسود د کيښودولو پر سر د قريشو د مختلفو قبيلو تر منځ  اختلاف پيدا شو، هرې يوې غوښتل چې په خپل لاس په معين ځای کې د تيږې پر کيښودلو سره  وياړ دې تر لاسه کړي، اختلافات ورځ په ورځ زياتيدل، پدې مهال کې د قريشو اشرافو د ستونزې د حل لپاره يو شرط وړاندې کړ او هغه دا چې که سبا هر څو مسجدالحرام ته لومړی داخل شو نو د مشکل د حل واک لري،

پر سبا يې لومړۍ کس حضرت محد (ص) وو چې مسجد الحرام ته داخل شو، نو انحضر ت (ص) د ستونزې د حل لپاره يو څادر وغوړاوه، او د حجر الا سود تيږه يې پکې کيښوده،  او ټولو قبيلو له مشرانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د څادر پيڅکې ونيسي، او هغه  خپل ځای ته يوسي، نو په دې توګه يې د خلکو تر منځ ستونزه حل شوه.

له پورته ټولو دلايلو څخه څرګنديږي چې د اسلا

م مبارک دين د سولې او امن دين دي. بې ځايه جنګ جګړي، تيري او تند لاريتوب ته پکې ځای نشته. نن سبا چې د ځينو تش په نامه مسلمانانو لخوا د اسلام تر نامه لاندې ځينې د اسلام ضد کارونه تر سره کيږي  دا يواځې اسلام د  دښمنانو لخو ددغه مبارک دين د بدنامولو بې ځايه هڅې دي. هغوی د مسلمانو تر منځ د نفاق په رامنځ ته کولو سره د نړۍ مسلمانان او ان چې د يو هيواد مسلمان وګړي  په مختلفو نومونو، او مختلفو پلمو او بهانو په خپل منځ کې سره ويشلي دي. او د هغو تر منځ يې مختلفې سميزه، توکميزې او نورې ستونزې رامنځ کړيدي چې ورسره هغو تر منځ شخړې، منازعې او جنګ جکړې رامنځ ته کوي او نړيوالو ته ښايي چې ګواکې مسلمانان تندلاري، ويره اچونکي  او جګړه پلوي خلک دي. د اسلام دښمنان په خپلو پوچو تبليغاتو سره هڅې کوې چې دغه اسماني دين د نړيوالو په نظر کې لانجو، جنګ جګړو، تندلاريتوب، ډار اچونې  او بالاخره يو وروسته پاته دين په توګه ور څرګند کړي.

 

 

Advertisements