ځنځيري مصــــــــــــــــــــرې                 

سخي جان وفايار
سخي جان وفايار

راځه چې تورو غرو ته لاړ شــــــو

جانانه يو له بله ځار شــــــــــــــــــو

د هر دښمن د سترګو خــــــــار شــو

دې خپل وطن ته څوکيدار شـــــــــو

ټوپک راواخله کارتوس مــــــــــــــا راوړي دينه

 

 

پيغلو کې دومــــــــــره دې ښادي وه

تاله د پلار کــــــــــــور بادشاهي وه

تل دې په زړه کې بې غــــــــمي وه

ستا به وړو سره مســــــــــــــتي وه

اوس پردی کور دی کار به خود کـــوې مــــينه

 

 

د يــــــــــــــــــار په قبر ژاړم ژاړم

تر پيښـــــــوره پــــــــــــورې لاړم

د سر په شناختو ورتــــــــــــه ژاړم

ډير مجـــــــبوري نه ترې نه ولاړم

يار شو پـــــــــــــاتې زه يــــواځې پورته ځـــمه

 

د بنګ دانو بـــــــــــه څـــــۀ نشه وي

شــــــــونډې مې واخله که روژه وي

جانانه ستـــــــا ژوند دې تــــازه وي

کـــــــه مــې په سر د غـــــم اره وي

بنـــګ دانې مــه څکه يـــــــاره مـــــړ به شينه

 

له حال مې يو الله خبـــــــــــــــر دی

چې تل پر سر حــــــــاضـــــــر دی

له لــيونـــو مې حال بد تــــــــر دی

په ژوندانه مې جوړ خـــــطـــر دی

يارانو زما په حق کې پورته کړۍ لاســــــونه

 

له خـــــدايه مــــــې ګـــيله شـــــــوه

مـــاله د يـــــار ټنـــــډه تروه شــــوه

د زړه يــــــې بــــدلـــه اراده شـــوه

رايــــــاده تيره زمـــــــانه شـــــــوه

خــــاونده نه شته پښـــــــتانه، لوزونه خورينه

 

په زړه مـــــــې ډيـــــره انديښنه وه

دا پــــــورې لار ګـــــــــږه وږه وه

د يار د سفر موده پـــــــــــــوره وه

د رقيبانو هــــــلته شــــــــــــــپه وه

خـــاونده ته وکړې مدد، يــــــــار رانه وړينه

 

 

څنګه چې زه داسې مې يـــار وای

راسره تل په هر ديــــــــــــار وای

زما دې سر او مال تر ځـــار وای

زه وفايار يې خدمتګـــــــــار وای

چې تل راسره وای زه به هسکه غړۍ تلمه

 

 

 

سخي جان وفايار

Advertisements