ګل رحمان: 2009-05-30 

د اروپا د کميسون د خيريه مرستو د دفتر (ECHO) په مالي مرسته د ” تشې ډکول- له غذايي پلوه د پکتيا په نا مصئونو سميو کې د بې وزله محتاجو وګړو سره د بيړني ملاتړ”  تر سرليک  لاندې د دغې پروژې له لارې به د پکتيا ولايت د احمد ابا او سيد کرم په ولسواليو کې  تر  1500 ډيرو وچکالي ځپلو او د نورو طبعي اافاتو له امله اغزمنو کورنيو  سره مرسته وشي.

په ګرديز کې د انسان په تنګسه کې خيريه مؤسسې يو استازي چې د يادې شوې پروژې د پلې کولو مسؤليت لري تيره ورځ د سيد کرم ولسواليۍ د مخورو او چارواکو سره په يوه ناسته کې د خپلو خبرو په تر څ کې وويل چې د يادو شويو  کورنيو له ډلې څخه به د 1262 کورنيو غړي به د  خپلو ټولنو لخوا پر ټاکلو شويو زيربنايي پروژو د کار کولو په بدل کې د ورځې پر سر 200 افغانۍ تر لاسه کوي په داسې حال کې چې 300 نوورو هغه کورنيو سره چې د کار کولو څوک نلري سره به له کار پرته نيغه په نيغه مرسته تر سره شي.

د غونډې برخه والو  د دوی په ولسوالۍ د نوموړې پروژې د پيليدو له امله چې له لارې به د سيمې په سلګونو وګړو ته د مؤقت وخت لپاره د کار د زمينې د چمتو کيدلو  سربيره د دوی په سيمه کې يو شمير زير بنايي پروژې هم بشپړې شي ، خپله خوښي څرګنده کړه او د پلې کوونکې مؤسسې استازي ته يې له خپله اړه د هر راز همکارۍ او مرستې ټټر وواهه.

پر دې سربيره څه موده وړاندې د پکتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد هم د PIN له استازي سره د يوې غونډې په ترڅ کې په پکتيا د نوموړې پروژې پيل کيدنه ستايلې وه او د پروژې د ښه تطبيق په اړه يې د مؤسسې استازي ته  د خپلې ادارې د هر راز مرستې او همکارۍ وعده ورکړې وه.

په احمد اباد او سيد کرم کې د يادې شوې  اوسنۍ  پروژې سربيره PIN تير کال هم په احمدابا کې کې ورته پروژه تطبيق کړې وه چې د ولس له تاوده هرکلي سره مخ شوې وه.

PIN يا “انسان په تنګسه کې” يوه نړيواله خيريه مرستندويه ټولنه ده چې له 2001 زيږديز کال راهيسې په افغانستان کې د خير ښيګڼې جارې تر سره کوي. د يادو شويو پروژو سربيره PIN د 2005 کال راهيسې د پکتيا ولايت په څلورو ولسواليو (لجه منګل، څمکنيو، ډنډ او پټان او جانيخيلو کې) د ملي پيوستون پروګرام په تطبيق کې هم د اسانتيا برابرونکې مؤسسې په توګه کار کوي چې تر دې مهاله يې د نوموړو ولسواليو په کليوالي سيمو کې د لسګونو پراختيايي پروژو تطبيق ته لاره هواره کړيده.

د پکتيا په احمدابا کې د کار په مقابل کې د پيسو د پروژې تر پوښښ لاندې د سړکونو رغونه تر سره کيږي
د پکتيا په احمدابا کې د کار په مقابل کې د پيسو د پروژې تر پوښښ لاندې د سړکونو رغونه تر سره کيږي
د پکتيا په احمد ابا کې د کار په مقابل کې د پيسې د پروژې له لارې  تر کار لاندې پول
د پکتيا په احمد ابا کې د کار په مقابل کې د پيسې د پروژې له لارې تر کار لاندې پول
Advertisements