د پکتيا ولايت د سيدکرم په ولسوالۍ کې د شکرې د ژرندې په نامه يوه ژرنده موجوده وه چې د شا او خوا نږدې سيمو خلکو به ورته خپله غله دانه د اوړو کولو لپاره راوړه. خو ددې لپاره چې د خلکو تر منځ ستونزې را پيدا نه شي نو خلکو به مخکې له مخکې په ژرنده کې وار يا نوبت نيوه. يوه ورځ يو کليوال د غلې بوجې په شا  کړې او ژرندې ته يې د اوړه کولو لپاره روانه کړې وه. په همدې ترڅ کې يو بل سړي هم د غلې بوجۍ په شا کړې او غواړي ژرندې ته يې يوسي. لومړي سړي چې دا بل وليد نو ورنارې يې کړې چې:

 ها فلانکيه چيرې روان يې؟

د شکرې ژرندې ته غله اوړه کوم

په شکره کې خو ما وار نيولی دی.

ددوی د پوښتنو او ځوابونو سلسله لا جاري وه چې دواړه ژرندې ته څيرمه وچ خوړ کې سره يو ځای شول. نو د دواړو خبرو لا نور هم زور واخست او هر يوه يې ټينګار کاوه چې د هغه نوبت لومړی دي. يو بل ته سره برګ شول. په دې دې ترڅ کې يې يو تن په خوړ کې په پرتو شګو کې په ګوته يو ګرد خط (دايره) راکش او په ډير قهر سره يې مقابل لوري ته وويل:

هه دا دې د شکرې ژرنده، ته يې رانه اوړه کړه زه وګورم چې ته يې راڅخه څنګه اوړه کوې؟

دوهم تن هم  چې ډير ستړی او غصې نيولی وو، سمدستې د غلې بوجې له شاه کښته کړه، او ويې ويل ته يې اوس ګوره چې څنګه يې اوړه کوم، د بوجۍ خوله يې پرانستله او د خوړه په شګو کې يې خالي کړه.

د لومړي شخص چې لايې هم په خپل نوبت ټينګار کاوه غصه نوره هم زياته شوه. هغه هم د خپلې بوجۍ خوله خلاصه او بې له ځنډه يې په شګه کې د تويې شوې غلې د پاسه ورخالي کړه او په پر لومړي شخص يې غږ کړ: ما درته وويل چې لمړی نوبت زما دی او زه يې اوړه کووم.

کله چې داوړو د خوړ په شګو کې خپلې غلې خالي کړي، او په شګو کې د غلې پروت انبار ته ځير شول نو خپلو تير وتنو ته ځير شول او حيران حيران يې يو بل ته سره وکتل.

له هماغه وخته راهیسې اوس په خلکو کې په  يو کار کې د دقيقو معلوماتو تر لاسه کولو پرته پر د بې ځايه ټينګار په هکله د متل په بڼه ويل کيږي چې ” د شکرې ژرنده به نه ترې جوړو او په شګو کې به يې نه سره اړوو”.

Advertisements