د مؤثرې او فعالې غوږ نيونې 10 مهارتونه

by Susie Michelle Cortright

ژباړه: ګل رحمان 

د مفاهمې په بهير کې د مقابل لوري اوريدل ډير مهم رول لري. کچيرې موږد مقابل لوري خبرو او نظر ته په سمه توګه غوږ ونيسو نو دا کار  به هغوی ته د ارزښت، قدر او لوالتيا احساس ورکړي، او د زړه له کومي په ليوالتيا سره  د خپلو نظرياتو څرګندونه کوي چې په دې توګه د ريښتيني معلوماتو په راڅرګنديدو سره غلطفهمۍ له منځه ځي. دا لاندې د غوږ نيونې يا اوريدنې مهارتونه زمونږ سره په ټولنيز، جذباتي او مسلکي څانګو کې د برياوو لاس ته راوړلو سره مرسته کوي. ښه او په مؤثره توګه اوريدل يو مهارت دی. مطالعاتو ښوولې ده چې مونږ کولای شو  په لاندې توګه خپل دغه مهارت ته وده ورکړو.  

Effective Listening

مقابل لوري ته مخامخ شۍ: تر څو هغه ته ستاسې د اوريدو ليوالتيا څرګنده شي.

له مقابل لوري سره د سترګو تماس وساتۍ: تر هغه کچې چې تاسې ته مناسب وي او ازاروونکی نه وي.

بهرني اخلالوونکي کم کړۍ: هر هغه شی چې ستاسې د مفاهمې په بهير کې خنډونه رامنځ ته کوي لرې کړۍ. د بيلګې په توګه تلويزون ګل کړۍ. کتاب، مجله او ورځپاڼه  مو له مخې لرې کړۍ او همدارنګه له مقابل لوري څخه هم وغواړۍ چې همداسې وکړي.

په مناسبه توګه د مقابل لوري ځواب ورکړئ: تر څو دا څرګنده شي چې تاسې د هغه په خبر پوه شوي ياست. مختلف مروج اوازونه کارولای شئ. د بيلګې په توګه (امــــم هه، اهه) . له مختلفو اشارو (Body Language) څخه کار واخلئ لکه د سر ،  وريځو او تندي پواسطه مختلفې اشارې. مختلفې لنډکۍ پوښتنې وپوښتئ ( مثلاً هغه څنګه!!، ښه نوبيا!، ښه!، …)

يواځې د ويوونکي په خبر تمرکز وساتئ.: پدې هکله فکر مه کوئ چې وروسته به تاسې څه وواياست. کله چې د ويونکي خبرې بشپړې شوې نو محاور به په يوه منطقي بهير سره ادامه ومومي.

داخلي خنډونه له منځ يوسئ: کچيرې تاسې د کوم بل شي  په هکله فکر کوئ نو مهرباني وکړۍ هغه پريږدئ. او خپل ټول پام د وويونکي خبرو ته راوګرځوي.

خپل نظر پراخ ساتئ: د ويونکي د خبرو تر بشپړيدو مخکې د خپل مخالفت په هکله پريکړه مه څرګندوئ. کووښښ وکړۍ چې دا ګمان ونکړئ (فرض) نکړئ. چې وويونکی به د څه شي په هکله فکر کوي يا د ويونکي د فکر په هکله ګمان مه کوئ.

تر هغه چې ويونکي له تاسې  څخه  د مشورې/نظر غوښتنه نه وي کړې. نو تاسې هغه ته دا مه څرګندوۍ چې مخکې  له ورته حالت سره څرنګه معامله کړې وه. پريږدئ چې يو ځل هغه هر څه په خپله ووايي.

اَن کچيرې ويوونکی له تاسې څخه کوم شکايت هم پيل کړي نو صبر وکړۍ تر څو هغه خپلې خبرې بشپړې کړي. يعنې د هغه د خبرو په ترڅ/منځ کې خپله دفاع مه پيل کوئ. دا کار به د هغه د خبرو له بې ځايه تکرار اړتيا له منځه يوسي او لدې وړاندې چې تاسې ځواب ورکړۍ تاسې ته به ټوله کيسه ښه روښانه شي.  ځکه مطالعاتو دا ښودلې ده چې په اوسط ډول مونږ د غږيدو په پرتله 4 چنده چټک اورو. په دې توګه مونږ ددې توان لرو چې اوريدل شوی نظرونه چاڼ کړو او د نورو اوريدو ته چمتو اوسو. 

 ځان دخيل کړئ: د سپيناوي او تفصيلاتو لپاره پوښتنې وکړئ. ( پريږدۍ چې يوه خبره بشپړه شي نو هله) په دې توګه به تاسې د ويونکي د خبرو او نظرياتو سلسه نه قطع کوئ. کله مو چې پوښتنه وکړه نو د (ښه نو تاو وويل چې …) په پيل سره د مقابل لوري د خبرو د مهمو ټکو په تفسيرولو/تکرارلو سره ځان باوري کړۍ چې ګواکې ناسم خو نه ياست پوه شوي؟

څرنګه چې تاسې د اوريدلو مهارت پر غښتلي کولو کارکوۍ نو کله کله چې د محاورې په بهير کې لږ څه طبعي ځنډ/مکث رامنځ ته  شي نو کيدای شي چې تاسې لږ څه د اظطراب احساس وکړۍ چې تاسې وړاندې څه واياست؟ دا زده کړئ چې له خاموشۍ سره څنګه ځان تنظيم کړۍ او څنګه يې د ټولو نظرياتو د لا ښه پوهيدو لپاره وکاروۍ. څومره چې ستاسې د اوريدلو مهارت وده کوي هغموره ورسره ستاسې وړتيا هم وده کوي.  

  

يادونه: پورتنی مطلب له مختلفو سرجينو څخه په ګتۀ اخستنې سره د “منازعې، منځګړتوب او سولې راوستنې” تر نامه لاندی د هغه روزنيز ورکشاپ د ګډونکوونکو لپاره د مطالعاتي موادو د يوې برخې په توګه چمتو شوی دی چې د “انسان تنکسه کې” مؤسسې د ټولنيزو کارکوونکو، د ولسواليو د مسؤلينو او روزونکو لپاره داير شوی وو.

Advertisements