توپک هم د ليوه په لوري شو

يو وخت په يوه سيمه کې يو شپانه يوه ګڼه رمه لرله. د څرولو لپاره به يې د نږدې غرو لمنو ته بيوله. له ليوانو څخه د خونديتوب په موخه شپانه يو توپک او يو ملا وستونی هم له ځان سره ګرځاوه. پر دې سربيره به ورسره شپيلۍ او دروې هم وه. کله کله به د غره هسکو څوکو ته ورخوت د خپلې رمې د نندارې تر څنګ به يې خوږه خوږه شپيلۍ هم غږوله.  له شپيلۍ او رمې سره د شپونکي ژوند  ډير په خوښۍ تيريده.

يوه ورځ ناببره د شپونکی په رمه ليوانو بريد وکړ. رمه يې تيت او پرک کړه. د شپونکې چې ورباندې پام شو نو سمدستي يې خپل توپک له غاړې له غاړې راښکته کړ او د ليوانو د ډارولو او شړلو لپاره يې د ډزو تابيه وکړه. خو کله يې چې د توپک بيلوټ واوهه نو د توپک د ستنې د ماتوالي له امله ټوپک ډز نه کاوه.  ليوانو ګڼ شمير ميږې او اوزې وداړلې.

شپانه ناچاره په کلي چيغه ګډه کړه. هلۍ راشۍ، ټوله رمه راڅخه ليوانو وخوړه. کليوال بې له ځنډه ټول د شپونکي مرستې ته راورسيدل او ليوان يې پسې واخستل. کله چې لږ کراري شوه، کليوال او شپونکی سره يو ځای شول. د کلي خلکو وليدل چې له شپانه سره ټوپک او کمر بند هم شته، نو شپونکي ته يې وويل.

تا ولې ليوان په ټوپک ته ويشتل؟

څرنګه چې شپانه په ټوپک خپله خواري کړې وه خو ټوپک کار نه وو کړی نو کليوالو ته يې وويل: مله خپله خواري وکړه خو ټوپک هم د ليوانۍ په لوری شو.

له همهغه وخته را پدې خوا خلک اوس نوموړې کيسه د خپلو خبرو اتر په ترڅ کې د يو متل په بڼه کاري. په ځانګړې توګه په جرګو مرکو کې چې کله څوک پر يو چا باور وکړي خو هغه شخص دده له تمې سره سم کار يا پريکړه ونکړي نو وايي چې ” څه وکړم ټوپک هم د ليوه په طرف شو”

Picture 055

Advertisements