په پکتيا کې د نښتر دوديزه مشاعره تر سره شوه

د نښتر دوديزه مشاعره پرون د جمعې په ورځ چې د 1388 لمريز کال د غبرګولې له 22 نيټې سره سمون خوري د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز ښار کې تر سره شوه. په مشاعره کې له ګرد هيواد څخه په سلګونو شاعرانو، ليکوالانو، فرهنګپالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړي وو.

په ګرديز کې د نښتر د مشاعرې برخه وال
په ګرديز کې د نښتر د مشاعرې برخه وال

د مشاعرې غونډه د قران پاک په تلاوت او ملي سرود په غږولو سره پيل شوه چې ورپسې د پکتيا د فرهنګې ټولنې په استازيتوب د ټولنې مشر ښاغلي جمال انديښمن ځاځي خپله پرانستونکې وينا واوروله. ورپسې د نورو فرهنګي او ادبي ټولنو له پيغامونو څخه په استازيتوب د جنوبي پښتونخوا څخه رارسيدلي پيغام ولوستل شو. همدارنګه له هيواده بهر په جرمني کې ورته نښتر مشاعرې او غونډې چې د ګرديز له مشاعرې سره هم مهاله تر سره کيده د ګډونوالو په استا زيتوب نيغ په نيغه د ښاغلي بسم الله بسمل د ټليفون په ليکه د پيغام له اورولو وروسته د راغليو شاعرانو لخوا ښکلي او په زړه پورې شعرونه واورول شول چې د ګډون والو له تاوده هر کلي سره مخ شول او په چکچکو سره به بدرګه کيدل.

د مشاعرې د تنظيمونو لخوا د هيواد پياوړی ليکوال ښاغلی استاد محمد اصف صميم، ښاغلی عبدالقيوم مشواڼی، او له هلمند څخه راغلی مليمه شاعر همدر د مشرانو ميلمنو په توګه غوره شوي وو چې د پکتيا نامتو ژورنالست يار محمد پکتين يې له دوی سره پر کوربه توب  وياړلی وو.

پر شاعرانو او ليکوالو سربيره په مشاعره کې د پکتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد، له پکتيا څخه د ولسې جرګې استازې اغلې شريفه زرمتۍ او د ولايتي شورا يو شمير وکيلانو او نورو لوړپوړو چارواکو هم د مشاعرې تر پايه په خپل ګډون سره د خپلې فرهنګپالنې مينه جوته کړه.

له مشاعرې د مخه د يو شمير خلکو تر منځ داسې ګونګوسې خپرې وې او انګيرل کيده چې سږنۍ مشاعره شايد د يو شمير کړيو لخوا تر انحصار لاندې وي او شاعران او ليکوالان ونه شي کولای چې د خپل زړه اوزونه له کوم ډول ويرې پرته تر خپلو مينه والو ورورسوي. د دغو انګيرنو لامل ښايي د مشاعرې له چمتو کوونکو سره د مشاعرې د تنظيم او د نورو ولايتونو څخه د راغليو ميلمنو د ميلمه پالنې لپاره د پکتيا د والي د 200000 افغانيو نغدي او نورې مرستې وې چې د يوشمير خلکو په ذهنونو کې يې انديښنې رازيږولې ويې. خو له نيکه مرغه د مشاعرې په بهير کې دغه شان کوم څه تر سترګو نه شول او شاعرانو په خلاص مټ خپل راوړې شعرونه واورول. ان تر دې چې والي په خپله هم هغه شعرونو ته چکچکې  وهلې چې پر دولت، دولتي چارواکو او بهرنيو ځواکونو پکې بربنډه نيوکې شوې وې.

د يو شمير رغليو ليکوالو په اند په مشاعره کې د تغزلي او نورو ټولنيزو موضوعاتو په پرتله د مشاعرې ډيری شعرونو د شعار بڼه لرله چې په دې وروستيو کې د لويو مشاعرو يو دود ګرځيدلی دي. دوی زياتوي چې شاعرانو ته پکار ده چې په خپلو شعرونو کې د شعارونو پر ځای پر نورو ټولنيزو موضوعاتو ته ځای ورکړي. خو ځينې نور بيا په دې اند دي چې د شعار ډوله د دغه شعرونو ډيروالی په هيواد کې د روانو نا خوالو  څخه د ولس د نا هيلۍ څرګندونه کوي او شاعران هغه څه ليکي او وايي چې په ټولنه کې يې ګوري او محسوسوي له همدې امله خو ورته د ټولنې د ترجمان لقب ورکړل شویدي.

ياده دې وي چې د راغليو ميلمنو شاعرانو او د مشاعرې د ګډونولو شمير ته په پام سره  د وخت د کموالي له امله يو ګڼ شمير مليمه او کوربه شاعران د خپلو شعرونو د لوستلو څخه بې برخې پاته شول او ورته د خپلو شعرونو د لوستلو وار ونه رسيده.

مشاعره د ښاغلي استاد محمد اصف صميم په اختاميه وينا پای ته ورسيده چا چې د مشاعرې په ستايلو سره د دغه شان شانداره مشاعرې تر سره کيدل په پکتيا د فرهنګي پرمختيا او د فرهنګپالنې غوړيده وبلله. هغه همدارنګه د خپلو خبرو په ترڅ کې د مشاعرې په بهير کې لوستل شويو شعرونو ته په نغوتې سره وويل چې پخوا به چارواکي د ليکوالو د قلم او شاعرانو د خولو څخه ډير په ويره کې وو، ځکه به يې نو هڅې کولې چې ددوی خولې بندې وساتي، خو داسې ښکارې چې د واک اوسني څښتنان او هيواد ته راغلي بهرنيان د ليکوالو او شاعرانو د قلم او وينا هيڅ پروا نه کوي او ورڅخه هيڅ ويره نلري ځکه يې نو د دوی خولې پرانيستې پريښي دي.

د يادونې وړ ده چې د مشاعرې کابو 1000 تنو ګډونوالو ته د يوتن ملي تجار لخوا د غرمې ډوډۍ هم چمتو شوې وه چې له بده مرغه د مشاعرې د تنظيم کوونکو لخوا يې د ويش او سرويس په برخه کې نظم نه په سترګو کيده. پر دې برسيره د مشاعرې سره د والي لخوا د يادو شوو 200000 افغانيو تر څنګ د يو شمير نورو فرهنګپالو افغانانو لخوا د يو اندازه نقدې مرستو اعلانونه هم وشو.

د نښتر دوديزه مشاعره هر کال په پکتيا  کې د فرهنګي ټولنو لخوا په خپلواکه توګه د  ګرديز په ښار کې تر سره کيږي. د يو شمير برخه والو په اند د سږنۍ مشاعرې خوند تر تيرو هغو زيات وو او په ډيره توده بڼه ولمانځل شوه.

 يادونه: د مشاعرې يو شمير په زړه پورې انځورونه به ورسته د ګلپاڼې ليدونکو ته پر ليکه شي.

استاد محمد اصف صميم د مشاعرې يو تن برخه وال او مشر ميلمه د وينا پر مهال
استاد محمد اصف صميم د مشاعرې يو تن برخه وال او مشر ميلمه د وينا پر مهال
Advertisements