پکـــتــيـــا تــه

که څــــــــــوک راکړي ټوله شته ددې نړۍ

پرې ور به نکړم د پکــــتــيـــــا يوه څيړۍ

 

پــــلــــوونه چــلـــــوونه به دې هـــير شي

له ډنډه کي نه دې وکـــړې څـــو مـــــړۍ

 

بيا به نوم د مري او صوات په خله وانخلې

کــه د منـــګياړ نــنـــداره وکړې څو ګرۍ

 

د حـــيـــا په پسول سينــګار د پکتيا پيغلې

ګل رنګ بڼه،  نښتر ونه،  دنـــــګې غړۍ

 

ميرزکه يې د تـــاريخ ژوندی مــــال دی

وربــــــاندې تيرې په لسګونو دې پيړۍ

 

ستا له جامپره خو هم نرمې دي دی هم ګرمې

بــــې سارې ښکلې د مــنــګـلــــــو دي شړۍ

 

چې ېې جرګه شي څو سپين ږيري په ريښتيا

تر غرو به غــټـــې ستونزې حل کا په ګړۍ

 

لکه نــښــــــتر دې وي مـــــــــــــدام ولاړه

ټــــيــټــــه مه شه د پکــتــيـا د ننګ پګړۍ

 

چــا هم چې سپک کتلي دي دې خـاورې ته

نســـکوره شــــوې يې ده تل د ژوند بــيړۍ

Advertisements