د کرنې له رئيس صاحب سره غونډه 

زه د خپل دفتر لخوا د راکړل شوې دندې لپاره هلته ورتلم. دفتر مو غوښتل دا ځان ته څرګنده کړي چې که وکولای شي په دغه ولايت کې د کرنې په برخه کې مرسته وکړي؟ او کچيرې دا کار شونی وي نو ښه به وي چې دغه کار په سيمه کې د شته دولتي  ادارو په سلا او همغګۍ تر سره شي. ځکه چې د نادولتي ادارو او مؤسسو نوم هسې هم بد دی چې د دولت له سلا پرته په خپل سر کارونه تر سره کوي او پروژې مخ ته بيايي. په همدې هيله ورغلم چې ښايي د کرنې او مالداري رياست په ولايت کې د کرنې او مالدارۍ د وضعيت په هکله به خورا مهم معلومات راکړي. په ځانګړې توګه په ولايت او اړونده ولسواليو کې د رياست د پلانونو، ستراتيژيو، د بزګرانو او مالدارنو د اوسنی وضعيت، ستونزو او اړتياوو په برخه کې. تر څو هغه وړانديز چې مونږ يې په دغه ولايت کې د مرستې لپاره تمويلونکي ته کوو د دولت او په سيمه کې د شته نورو هغو نادولتي مؤسسو سره په ټکر کې واقع نه شي چې په ورته برخه کې مرستې کوي او پروژې پر مخي بيايي.

خو زه د دغې موخې لپاره څو ځله رياست ته ورغلم، په هر ځل به يو چارواکي په بل ورسپارلم چې اړين معلومات راکړي او مرسته راسره وکړي. چې اړونده مدير صاحب ته به ورغلم نو هغه به څرګنده کړه چې ددې واک نلري بايد چې له رئيس صاحب سره وګورم او وغږيږم. ما به هم ورسره ومنله. له ځان سره به مې وويل! چې ښه شوه رئيس صاحب ښايي له دغو ټيټ پوړو چارواکو (مدير صاحبانو) ښه مرسته راسره وکړي. خو له بده مرغه رئيس صاحب به هر ځل په غونډه (جلسه) کې بوخت وو. پرون په ولايت کې جلسه، نن سکتوري جلسه… په څلورم ځل چې له غرمې ورسته د پلان مدير صاحب ته بيا ورغلم نو له خپلې خونې يې مخامخ د رئيس صاحب خونې ته ور روان کړم  لنډه دا چې ايله په دې بريالی شوم چې له رئيس صاحب سره وګورم. رئيس صاحب د خپل کار د ميز تر شا په غټه چوکۍ ناست وو. ښي لورته يې په چوکيو کې د کومې بلې مؤسسې استازي ناست وو. له ستړي مشي وروسته زه هم د رئيس صاحب د ميز کيڼ لور ته رئيس صاحب ته په ورنږدۍ چوکۍ کښيناستم. د پلان مدير صاحب هم چې زه يې د رئيس صاحب تر خونې بدرګه کولم مې هم تر څنګ کښيناست،  ښايي په دې نيت چې ما رئيس صاحب ته ورپيژني او زما د راتلو موخه ورته څرګنده کړي.

له ما څخه مخ ته راغلي خلک د ګډوالوا لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر چارواکي وو. هغوي هم لا خپله خبره/ستونزه له رئيس صاحب سره نه وه شريکه کړې. رئېس صاحب هغوی ته مخ ورواړاوه او ويې وېل چې ښه ورورکه و واييۍ مهرباني وکړی تاسې څنګه راغلي ياست؟ راغليو مليمنو له خپله خبره نه وه پيل کړې چې د رئيس صاحب ګرځنده تلپفون ته زنګ راغی. له ميلمنو څخه د بښنې په غوښتلو سره رئس صاحب له تليفون کوونکي سره په خبرو پيل وکړ.

بسم الله الرحمان الرحيم، ډير خوښ يم چې ستاسې د راديو له لارې د خپلو هيوادوالوسره په پکتيا کې د کرنې د و ضعيت په هلکه خپل معلومات شريکوم.

په تيليفونه کې د رئيس صاحب د خبرو لا څو ثانيې نه وې تيرې چې تليفون قطع شو.  رئيس صاحب يو ځل بيا راغليو ميلمنو ته مخ ورواړوه اوې ويل:

څنګه يې کوې؟ خو ژرونالستان دي کنه، دا (مرکه) خو په مونږ تحميلي ده، که مرکه ورسره نه کوم سمدستي راپسې نشر کوي چې مرکې ته نه حاضري. بيا نو دوی سړی شرموي.

څوک يې پيژني خدايزده چې ژورنالست دی او که نه؟ د ډوډۍ په سر ناست ووم چې زنګ يې را وواهه ويل يې چې ځان دې اماده چې مرکه درسره کووم.

اوس نو څنګه وکړم که له مرکې انکار کووم نو شرموي مې …

يوه دقيقه به لا نه وه تيره چې رئيس صاحب ته بيا تليفون وشو، بيا هم هغه ژرونالست وو. رئيس صاحب بيا په خبرو پيل وکړ. د ميز په سر د يو کاغذ له مخې يې ژورنالست ته ارقام ورکول:

سږکال مو په مني کې  ؟؟؟ هکتاره اصلاح شوي تخمونه کرلي دي

سږکال مو په پسرلي کې  ؟؟؟ هکتاره اصلاح شوي تخمونه کرلي دي

دومره ټنه کيميا وي سره مو ويشلي دي …

ما هم دا موقعه غنيمت وبلله او له ځان سره مې د رئيس صاحب د خبرو ياداشت نيول پيل کړل. ډيری شيان مې ياداشت کړل.

د رئيس صاحب د مرکې سلسله څو ځله قطع شوه، او بيا به پيل شوه. په همداسې يوه وقفه کې چې زه در ئيس حاحب لخوا ژورنالست ته ورکړل شويو ارقامو ته ځير شوم نو و مې ليدل چې په ارقامو کې کرل شوې ځمکه په پکتيا کې د کرنې وړ له ټولې ځمکې څخه ډيره وه. هک پک شوم، خو غلی شوم،  بيا مې هم د مرکې تر پايه د ياداشتونو نيول ته ادامه ورکړه. ځکه چې ځينې معلومات يې زما هم په کار وو.

له اوه اته ځله پريکيدو او وصل کيدو وروسته بالاخره د رئېس صاحب مرکه پای ته ورسيده. او يو ځل بيا يې د ملګرو ملتونو د کډوالو د دفتر چارواکو ته مخ ورواړاوه.

د رئيس صاحب او راغليو تر منځ له خبرو اتر راته څرګنده شوه چې کرنې د رياست په اړونده ځمکه کې چې د څو کلونو راهيسې پکې د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې د راستنيدونکو مهاجرو سره د مرستې لپاره خپل دفترونه جوړکړي دي اوس غواړي  چې دغلته د مجودو خپلو ساتونکو لپاره د هغو لرګينې غرفې د خښتو پر خونو بدلې کړي. تر څو د هغوی د ژوند شرايط يو څه ښه او ستونزې را کمې شي. د همدې کار لپاره يې له رئیس صاحب څخه د لرګينو خونو  پر ځای د خښتو د کوټو د ودانولو اجازه غوښتله.

رئيس صاحب نه يواځې دا چې اجازه ورنکړه بلکه پر ځای يې ورته وړانديز وکړ چې هغوی دې له هغه ځايه کډه بار کړي او بل چيرته دې خپل دفترونه ودان کړي ځکه چې رياست  په هغه ځمکه کې د يو تحقيقاتي فارم د جوړول په پام کې نيولې دي.

په هر صورت ما چې د راغليو مليمنو سره د رئيس صاحب د خبرو بهير  څاره نو له ځان سره مې وپتيله چې ښايي زه هم هغه موخه تر لاسه نکړم د څه لپاره چې راغلی يم، او همدارې هم  وشول.

کله چې د ملګروملتونو د دفتر له چارواکو سره د رئيس صاحب خبرې پای ته ورسيدې او هغوی رخصت شول نو زما په لور يې مخ راواړاوه. ما هم ورته د ځان له ورپيژندنې وروسته د خپل راتګ موخه څرګنده کړه.

د هغه لومړۍ خبره دا وه چې تاسې يو ځل راشۍ پروژه راوړۍ بيا به ګورو.  

زه: ښه صيب که تاسې د خپلو پلانونو په هکله يو څه مالومات راکړۍ تر څو مونږ د خپل وړانديز په چمتوکولو کې هغه په پام کې ونيسو.

رئيس صاحب: مونږ کوم ځانګړی پلان نلرو، ځکه چې د څو کاله کيږي چې  انکشافي بوديجه نلرو، او چې بوديجه نه وي نو پلان به له کومه شي.

زه: ښه صيب که په دې هکله لږ مالومات راکړۍ چې مونږ په د کرنې او مالدارۍ په کومه برخه کې له تاسې سره مرسته کولای شو؟

رئيس صاحب: په هر څه کې يې چې کوۍ نو وې کړۍ. راکړۍ يو 50 تراکتورونه راکړۍ.

زه: ښايي د يو شميرتراکتورونو ورکړه هم زمونږ په وړانديز کې شامله شي، خو ددغې مرستې غوښته هم د  د شته اړتياو په اړه د معلوماتو په رڼا کې کيدای شي.  کولای شۍ په دې هکله ځينې معلومات راکړۍ د بيلګې په توګه هغه ارقام او مالومات چې تاسې ژورنالست ته ورکول چې زما لپاره هم ګټور وو.

رئيس صاحب: نه دا کار نه کووم.

زه: ولې په دې کې خو کومه ستونزه نشته؟

رئيس صاحب: بس زه پوهيږم چې کوم شۍ چاته ورکړم او کوم نه.

پدې وخت کې د رئيس صاحب خونې ته يو بل مدير صاحب راننوت، د رئيس صاحب مخې ته يې يو کاغذ کيښود. او ورته يې وويل: رئيس صاحب له ماسره خو هغه اسناد نشته، ته يې وګوره ښايي له تاسې سره پاته وي.

رئيس صاحب ( په ډيرجديت او غصه): له ماسره څه کوي؟ ډير بې کفايته خلک ياست، دا  څو ورځې کيږي چې درنه غواړم يې خو تاسې يوه ورقه کاغذ نه شۍ راپيدا کولئ.

 مدير صاحب( په ډيرې عاجزۍ ): رئيس صاحب ستاسې د امر پر اساس مو هغه ټول اسناد ولايت ته وليږل.

رئيس صاحب: ما کله درته ويل وو چې تاسې يې ولايت ته ليږۍ، هغه خو بايد ضد حوادث ته ليږل شوي وای.

مدير صاحب: رئيس صاحب ستاسې په لاسليک مونږ هغه ولايت ته ورليږلي دي ، هه دا دی ويې ګوره، مدير ګوټي يو مکتوب د رئيس صاحب مخې ته کيښود.

پر مکتوب د خپل لاسليک په ليدو د رئيس وار له مخه سور رنګ لاپسې سور شو. او لاسونه يې په ريږديدا شول. 

او په قهر او جګ غږ  يې وويل، زه خو يې  ستاسې د امضا پر اساس امضا کووم، نا اهله خلکو، بې کفايته خلکو، زه نور نه پوهيږم، ورشۍ هر څنګه چې کيږي د ولايت څخه ټول اسناد بيرته راواخلۍ.

ما چې د رئيس صاحب ګډ وډ وضعيت وليده نو د خپلو خبرو غزول راته ورسره مناسب و نه بريښيده. او نور  نو هسې هم رئيس صاحب ته ځما پوښتنې هم بې معنی وې.

رئيس صاحب لکه چې کوم څه  لټوي پر ميز يوې او بل خوا لاسونه ترپول. له خپلې چوکۍ را ولاړ شو او داسې ښکاريده چې د تلو تابيه يې نيوله.

ما هم وغوښتل چې د رئيس صاحب له مخې ځان پنا کړم. د رئېس صاحب له خونې راووتلم او بيرته د هغه مامور خونې ته ورغلم چې زه يې رئيس صاحب ته ور وستی ووم.  هغه چې د رئيس صاحب د نا سم چلند له امله شرميدونکی برښيده راته وويل. خير دې وروره چې ته خپه نه شې، که زه دې هر خدمت کولای شم نو امر کوه، هسې هم کوم معلومات چې رئيس صاحب په تليفون کې ژورنالست ته ورکول ټول دروغ وو.

Advertisements