د پاپ موسيقي وتلی سندرغاړي مايکل جکسن د تل لپاره له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه

د پاپ موسيقي نړيوال شهرت لرونکي  امريکايي سندرغاړي مايکل جکسن پرون د پنج شنبې په ورځ د 50 کلنو په عمر د تل لپاره له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې هغه تيره ورځ د زړه د دريدو له امله  د امريکا د لاس انجلس په يوه روغتون کې ساه ورکړه.

مايکل جکسن د 1958زيږديزکال د اګست په 29 daد امريکا د انډيانا په ايالت کې زيږدلی وو. هغه له خپلو وروڼو سره د جکسن 5 په ډله کې خپل هنرې ژوند پيل کړ چې وروسته د پاپ موسيقۍ په اسمان کې د تلپاتې ځلانده ستورې په توګه راڅرګند شو. په 1980 لسيزه کې د تريلر په نامه د يوې سندرې سره هغه په ټوله نړۍ کې په بې سارې توګه شهرت لاسه کړ. د هغه د همدغې سندرې لرونکي البوم کابو 50 ميلونه کاپي  په امريکا او ګرده نړۍ کې وپلورل شوې چې د ګينز په نامه د نړيوالو ريکاردنو په کتاب کې د خپل ډول يو ريکارد په توګه ذکر شوی دي. پر دې بر سيره يې په خپل ژوند کې تر 750 ميلونو پورې ريکاردونه پلورل شوي دي.

ميکايل جکسن
ميکايل جکسن

خو ويل کيږي چې د هغه شهرت په دې ورستيو کې په نا اشنا ډول راڅرګنديدو او نا اشنا سټايلونو تر سيوري لاندې راغلی وو. د هغه اواز، بڼه، ويښته  او حرکتونه ډيری جينکو ته ورته وو. په 2003 کال کې پر هغه له نا بالغه ماشومانو سره د نا مشروع جنسي اړيکو لرلو تورونه هم لګيدلي وو چې د همدغه راز يو تور له امله تر زندانه هم رسيدلی وو. په زندان کې  تر 6 مياشتو بند تيرولو ورسته هغه ته د محکمې لخوا برائت ورکړل شو.

د ځينو معتبرو سرچينو(ډيلي ټيليګرامف)  لخوا تير کال د اسلام مبارک دين ته د هغه د اوښتو خبرونه هم خپاره شوي وو. ددغه راپور پر بنسټ هغه د خپل يو دوست په کور کې په يوه واړه محفل کې د اسلام په مبارک دېن مشرف شوی وو ځکه خو يې خپل نوم هم پر ميکايل اړولی وو.   “د الله شکر وباسۍ” تر سرليک لاندې هغه په خپله يوه سندره کې هم ځينې  قراني (عربي) کلمې هم کارولې دي چې متن يې په لاندې ډول دی.

Give thanks to Allah,
for the moon and the stars
prays in all day full,
what is and what was
take hold of your iman
dont givin to shaitan
oh you who believe please give thanks to Allah.
Allahu Ghefor Allahu Rahim Allahu yuhibo el Mohsinin,
hua Khalikhone hua Razikhone whahoa ala kolli sheiin khadir

Allah is Ghefor Allah is Rahim Allah is the one who loves the Mohsinin,
he is a creater, he is a sistainer and he is the one who has power over all.

Give thanks to Allah,
for the moon and the stars
prays in all day full,
what is and what was
take hold of your iman
dont givin to shaitan
oh you who believe please give thanks to Allah.
Allahu Ghefor Allahu Rahim Allahu yuhibo el Mohsinin,
hua Khalikhone hua Razikhone whahoa ala kolli sheiin khadir

Allah is Ghefor Allah is Rahim Allah is the one who loves the Mohsinin,
he is a creater, he is a sistainer and he is the one who has power over all

 هغه په څرګنده دوه ودونه کړي وو. له مايکل جکسن څخه درې ماشومان پاته شول.

ميکايل جکسن
ميکايل جکسن
Advertisements