مـــفــــا هــــمـــه:   مونږ او تاسې په خپلو ورځنيو چارو کې له هر ډول خلکو سره مخ کيږو، ورسره اړيکې لرو او راکړه ورکړه ورسره کوو چې له مونږ څخه جلا نظريات، ارزښتونه، عقيدې، او اړتياوې لري. له نورو سره زمونږ د نظرياتو د شريکولو، د هغوی د ليد په هکله د پوهيدلو، او په بريالۍ توګه له هغوی سره د خپلو ستونزو د هوارولو وړتيا پدې پورې اړه لري چې مونږ څرنګه کولای شو له هغوی سره په مؤثره توګه مفاهمه وکړو.

مفاهمه هغه عمليه ده چې د هغې په وسيله، پيغامونه، نضريات او معلومات تبادله کيږي.

  مفاهمه عموماً په دوه ډوله ده،  لفظي مفاهمه او غير لفظي مفاهمه.

لفظي مفاهمه: له نوم څخه يې څرګنده ده چې دا  د مفاهمي هغه طريقه ده  چې د خلکو تر منځ معلومات، نظريات او احساسات د الفاظو او کلماتو په وسيله له يوه  لوري څخه و بل لوري ته انتقاليږي.

 

غيرلفظي مفاهمه: د مفاهمې هغه ډول دی چې الفاظ پکې نه کارول کيږي بلکه معلومات، نظريات او احساسات د وجود دحرکاتو، اشارو او مشاهدې په واسطه انتقاليږي.

 

په عمومي ډول مفاهمه د لاندې 4 اجزاوو درلودونکې وي.

 

1- پيغام             2- استونکی        3 – تر لاسه کوونکی        4- وسيله

د مفاهيمې دوره
د مفاهيمې دوره

کچيرې له پورتنيو اجزاوو څخه يوه هم نيمګړې او يا موجوده نه وي نو مفاهمه په درست ډول صورت نه نيسي.

 د مفاهمې د اجزاووځانګړتياوې

1-  پيغام چې بايد:

  • بشپړ وي
  • په ساده ټکو بيان شوی وي
  • تر ممکنه بريده لنډ وي.
  • څرګند وي.
  •  هڅوونکي وي.
  • د ترلاسه کوونکي د پوهې د کچې سره برابر وي.
  • او د موضوع په اړوند بايد د بشپړو او ټولو معلوماتو درلودونکی وي د بيلګې په توګه:څه دې وشي؟ ، څوک يې وکړي؟   څه وخت وشي؟   څنګه وشي؟  چيرته وشي؟ …

 

د استوونکي او تر لاسه کوونکي ځانګړتياوې:  دوی بايد:

په څرګنده، کراره او ساده ژبه خبرې وکړي، خبرې يو طرفه نه بلکي نه وي مقابل لوري ته هم د پوښتنې او خبرو وخت ورکول شي. دواړه اړخونه بايد د يو بل په ژبه وپوهيږي. د اوريدو پر مهال د يو بل خبرو او نظرياتو سره ليوالتيا وښيي. باور ترلاسه کړي چې مقابل لوري پيغام په سمه توګه تر لاسه کړی دي. د اړتيا پر مهال په مهمو نقطو تاکيد او ټينګار وشي او ياداشت کړل شي. دواړه لوري د مفاهمې پر مهال يو بل ته متوجه وي. خبرې بايد په ډيره حوصله او ساړه زړه سره وشي. دواړه لورې بايد په هغو وسيلو چې دوی يې کاروي وپوپوهيږي.

د پيغام د وسيلې ګړتياوې:  بايد:

روغه او نيمګړتياوې ونه لري.

د مفاهمې مهارتونه عبارت دي له:

د ويلو مهارت، د اوريدلو مهارت، د پوښتلو مهارت، د مشاهدې مهارت، د پوهيدلو مهارت او د باوري کيدلو مهارت.

 د مفاهمې د بهير خنډونه:

ځينې نا مطلوبه تخنيکونه، څيزونه او کارونه د ښې مفاهيمې بهير کې خنډونه رامنځ ته کوي،او  مفاهمي بهير زيانمنوي او بايد د خبرو اتر په بهيرې کې ترې ځان وژغورل شي:

  • ګوت څنډنه او تهديدول
  • نيوکه يا انتقاد کول
  • په شخصي مسائلو باندې بحث کول (کله چې په کومه عامه او رسمي موضوع غږيږو)
  • د مقابل لوري خبرې پريکول.
  • پر نورود خپل نظر او  خپل ارزش او قدر ورتپل
  • د نورو نظريات ردول
  • بې ځايه تفسيرول
  • ډيرې زياتې خبرې کول
  • په ژبه کې ستونزې لرل (تتړی کيدل)
  • نيمګړی پيغام
  • ضد او نقيض معلومات ورکول
  • پام نلرل يا پام نه کول او ليوالتيا نه ښودل.
  • ډار او ويره لرل
  • مخکې له مخکې د اوريدونکي په هکله قضاوت کول
  • د خبر اترو لپاره نا مناسب وخت او نا مناسب ځای

Communication hurdels

 يادونه: پورتنی مطلب له مختلفو سرجينو څخه په ګتۀ اخستنې سره د “منازعې، منځګړتوب او سولې راوستنې” تر نامه لاندی د هغه روزنيز ورکشاپ د ګډونکوونکو لپاره د مطالعاتي موادو د يوې برخې په توګه چمتو شوی وو چې د “انسان تنکسه کې” مؤسسې د ټولنيزو کارکوونکو، د ولسواليو د مسؤلينو او روزونکو لپاره د ليکوال لخوا داير شوی وو.

Advertisements