د مکتب جيلکۍ

هر سهار وخته د چايو خوړلو نه وروسته د دفتر جامې اغوندم او له کوره د دفتر په لور روانيږم دا چې زمونږ له کور نه د موټرونو تر تم ځايه دوه درې دقيقې لاره ده چې له يوې وړې او بلې لويې کوڅې نه تيريږم. څو ورځې کيږې چې د لوېې کوڅې په سر کې د يوه کور نه يوه پيغلوکې جيلکۍ را وزي او زمونږ د کور نه لږ غوندې پاس د نجونو عالي ليسې ته ځي خو اکثر په همدې وخت له ماسره په لار کې مخ کيږي د سلام ويلو او داسې غټ غټ کتلو سره مې تر څنګ تيريږي څو ورځې د همدې عمل سره مخ کيږم زه يې هم سم حيران کړی يم او په اړه يې بيلابيل فکرونه کوم خو څو ورځې بعد چې سهار د دفتر په لور روان يم بيا هغه جينۍ چې بکسه يې په غاړه او تور کالي يې په تن او سپين ټيکری يې په سر دی را روانه ده او نيغ په نيغ زما مخ ته ودريده سترګو ته مې ګوري خو په کتو کتو کي يې ښاېستوکې سترګې په غټو غټو اوښکو را ډکې شوې ډير په ډار يې لاس را اوږد کړ او زما لاس يې په لاس کې ونيو او څو وارې يې په خپلو لاسونو کې داسې ټينګ غوندې کړو بلااخره سر يې زما په مټ را کيښود په ژړا شوله او له سلګيو نه په ډکه خوله يې اوويل
وه خدايه ورور مې….

او ژړا يې نوره هم زياته شوه ان تر دې چې زما يې هم زړه نری کړلو او حيران شولم چې ښه نو دا ژړا د څه لپاره؟ د لږ ځنډ نه وروسته يې سر راپورته کړو په ژړغوني اواز يې اوويل بښنه غواړم لږ رانه لرې شوه او اويې ويل زه او ورور به مې هر وخت په يو ځای له کوره را وتلو چې هغه به د دفتر او زه به د ښونځي خواته تللم خو څو ورځې مخکې هغه ورور مې په يوه بمي چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ بس په همدې ويلو سره يې د خپل ټيکري په پيڅکه خپلې سترګې وسرويلې او روانه شوه.

عزت الله اديب

School Girl

Advertisements