پکتيا د مرکز کابل په 100 کيلومتری کې د افغانستان په جنوب ختيځ کې پروت  يو غرني سرحدي ولايت دی چې له ګاونډي پاکستان سره شريکه پوله لري. د شمالي طول البلد په 33.600  درجو او د ختځ عرض البلد 69.229  درجو کې موقيعيت لري. په 6432 مربع کليو متره مساحت کې ېي تقريباٌ 8 سوه زره وګړي ميشت دي  12 ولسوالۍ لري  چې عبارت دي له ګرديز، څمکني، سيد کرم، احمد ابا، زرمت، احمدخيل، لجه منګل، ډنډ او پټان، ګرده څيړۍ، وازه ځدراڼ، شواک او جانيخيل .د ولسوالیواوسيدونکي يي په پښتو او په  مرکزګرديز  کی یی خلک په دري ژبه هم  خبرې کوي .

 25 کلنه جميله چې نه يې غوښتل عکس يې په دې ليکنه کې خپور شي هم دهمدې ولايت يوه اوسيدونکې ده. هغې خپلې  زده کړې يې په همدې ولايت ( پکتيا) کې سر ته رسولې دي او له تيرو 3 کلونو راهيسې له يوې نادولتې ادارې سره کار کوي. جميله د خپلې ټولنې د ګوتو په شمير نيکمرغو ښځو له ډلې څخه يوه ده چې د کورنۍ لخوا اجازه لري تر څو له کوره دباندې ولاړه شي او د خپلې  ټولنې په چوپړ کې وي. خو د هغې د سيمې نورې ښځې د هغې په شان نه دي.

کله چې ترې په پکتيا کې د ښځو د ژوند او حالت په هکله وپوښتل شو نو هغې وويل چې ” مونږ ښځې  له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګريوان يو. زه به يې له کومې يوې څخه يادونه وکړم.” هغې په خپله  ټولنه کې د ښځو تر ټولو لويه ستونزه د پوهې نشتوالی وباله او زياته يې کړه چې ” زمونږ په کليوالي سيمو کې ښوونځي نشته، له ليک او لوست ّّڅخه  بې برخې يو، کلينيکونه او نورې روغتياوې اسانتياوې نه لرو، ډاکټر او درملو ته لاس رسی نه لرو”.

 جميله وايي چې دلته د ښځو بله لويه ستونزه په لوړه کچه بيکاري ده. دوی ته په ټولنيزو چارو  کې ونډه نه ورکول کيږي، له کوره دباندې د وتلو اجازه نه لري، د زده کړو زمينه ورته نلري  ان تر دې چې د خپل ژوند د برخليک په ټاکلو کې ترې پوښتنه قدرې هم نه کيږي. ډير ځلې ددوې د خوښې پرته د پيسو په مقابل کې په اجباري ډول  معيوبو او ان داسې  زړو ته هم واده کيږي  چې عمرونه یی ددوی د پلرونو برابر وي. په بدو کې ورکول کيږي. د خپلو نارينه و لخوا ورسره بې کچه زياتی کيږي، انساني چالچلند ورسره نه کيږي. سخت او درانده کارونه ورباندې کيږي، تر غرمو په کروندو کې کار کولو ته اړ باسل کیږي، له ځنګلونو څخه د کليومترونو په واټن په سرونو لرګي راوړي، او له ډيرو لرې واټنونو ( فاصلو) څخه په سر اوبه راوړي او داسې نور ډير کارونه دي چې پر دوی تر سره کيږي. هغه زياتوي چې په ټولنه کې يې د ښځو حقوق نارينه وو تر پښو لاندې کړي، ان تر دې چې له خپلو بنسټيزو انساني حقوقو هم  بې برخې کړل شوې دي، له دې سربيره دا هم نه شي کولای پر دوی د کيدونکو تيريو پر خلاف خپل اواز  پورته کړي.

 

جميلې ښځو ته د ورپيښو ستونزو د لاملونو په هکله په ټولنه کې د  ناوړه دودونو موجوديت، د امنيت نشتوالي او ښځو ته د کار کولو د شرايطو نشتوالي او تر ټولو بنسټیز/اساسي سبب په خلکو کې په ځانګړې توګه په ښځو کې د پوهې له نشتوالي څخه سر ټکاوه.

 دا چې دغه ستونزې څنګه لرې کيدای شي؟ جميله په تاکيد سره وړانديز کوي چې په سيمه کې دې د دواړو ښځو او نارينه وو د پوهې د کچې د لوړوالي  په خاطر لنډمهاله او اوږدمهاله پروژی پلې شي. ښوونځي دې  ورته جوړ او د زدکړو د تر لاسه کولو اسانتياوې دې ورته چمتو کړای شي ترڅو د ښځو په وړاندې د ټولنې په اند او فکر کې بدلون رامنځ ته شي. په لرو پروتو سيمو کې دې لږ تر لږه بنسټيزې روغتيايي اسانتياوې يعنې روغتونونه او کلينيکونه ورته جوړ کړل شي.  د حرفوي زدکړو کورسونو جوړولو ته دې پام وشي، د کارکولو لپاره دې ورته شرايط برابر شي. په بنسټيزو زيربنايي پروژو باندې دې کاروشي لکه د څښلو د اوبو چمتو کول ، بريښنا او نورې توليدي پروژې تر سره شي. د انساني حقوقو په هکله ورته معلومات ورکړل شي.

د کليو د بيا رغوونې او پراختيا وزارت په چوکات کې د ملي پيوستون پروګرام يو له هغه ګوتو په شمير پروګرامونو څخه دی چې د پکتيا ډيرې کليوالي سيمې يې تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي. د يو نړيوالي خيريه مؤسسې مسؤل چې د پکتيا  د لجه منګل، څمکنيو او ډنډ او پټان په ولسواليو کې د ملي پيوستون تطبيق ته اسانتيا برابروي راته څرګنده کړه چې په کورنۍ او ټولنه کې د ښځو رول او اهميت ته په پام سره په د ملي پيوستون په پروژو کې د ښځو ونډې او له همدې لارې د هغوی د وړتيا د کچې لوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. دی وايي چې تر دې مهاله ېې د ملي پيوستون له لارې د خپل فعاليت تر پوښښ لاندې سيمو کې تر سلو ډيرې ښځينه مشورتي ډلې ( بورډونه) او فرعي کميټې تشکيل کړيدي چې لخوا يې تر اوسه د لس ګونو پروژو وړانديزونه چمتو او يو ګڼ شمير پروژې يې پلې شوې هم دی.

 

د ديادې اسانتيا برابرونکې نادولي مؤسسې  چارواکي  په پکتيا کې  خپلې مؤسسې له اړخه د  دغه ولايت په 75 کليو کې د څښلو د اوبو د چمتو کولو او پاکوالي (نظافت) له تعليماتو(WatSan)  د پروژې له تطبيق څخه هم يادونه وکړه. هغه وويل چې د ښځو ونډې ته په ځانګړې پاملرنې سره   په دغو کليو کې يې د پاکوالی د زدکړو (Hygiene Education) روزنيزې ناستې ترسره کړي چې په زرګونو ښځو پکې فعاله برخه اخستې ده.  په دغو ناستو کې ګډونکوونکو ته د دوی  د ښځينه کارکوونکو لخوا د پاکوالی د تعليماتو په هکله بشپړ معلومات ورکول شويدي. په ځانګړې توګه په ټولنه کې  د پاکوالی د اساسي معیارونو (Basic hygiene Standards ) په عملي اړخ ډير ټينګار شوي دي. 

جميلې که څه هم  دغه شان مرستې،فعاليتونه او هلې ځلې ډيرې ګټورې او مثبتې ارزولې. خو څرګنده يې کړه چې ناکافي دي.

 څو کاله وړاندې په سيمه(پکتيا) کې د ښځو ژوند او حالت ته  په اشارې سره هغې ووېل چې اوس ددغه شان هلو ځلو او مرستو له برکته په ټولنه کې يو څرګند بدلون تر سترګو کيږي. هغې زياته کړه چې پخوا به په کليو کې د موسسو او دولت حتی نارينه  کارکونکو ته هم په ښه سترګه نه کتل کيده. او ان تر دې چې ډير ځله به له لويه سره په کليو کې د فعاليت اجازه هم نه ورکول کيده، همکاري ورسره نه کيده. د ښځو سره د مرستې او کار خبره خو چا مطرح کولای هم نه شوه ولې اوسني حالت چې ګورو نو وينو چې  يو څرګند بدلون رامنځ شوی دی. اوس په کليو کې د خيريه ټولنو د چارواکو تود هرکلی کيږي. مرسته ورسره کيږي او دکار کولو لپاره ورته اسانتياوې برابريږي. او ښځې تر يو کچې  بيدارې او را ويښې شوې دي. پرمختيايي شوراګانې لري، په خپلو کې سره راټوليږي، غونډې جوړوې او خپلې ستونزې تر پخوا په ازاده فضا کې سره مطرح کوي.

 

 خو لکه مخکې مو چې ياده کړه جميلې په دغو لاس ته راوړنو بسنه ونه کړه او زياته يې کړه چې دغه فعاليتونه ډير محدود دي، او دوی ته د ورپيښو ستونزو په پرتله ډير کم دي.  دې ددغه راز فعاليتونواو مرستو دلا ډيرولو، پراخولو او چټکولو غوښتنه وکړه. دې وويل چې ددوی ستونزې دومره زياتې دي چې ددغه ډول د ګوتو په شمير مرستندويه ټولنو لخوا نه شي حل کيداي.  جميلې له افغان دولت او نړيوالو څخه غوښتنه وکړه چې راوړاندې شي. هغې  دا  د دولت او نړيوالې ټولنې اخلاقي  مسئوليت وباله  چې را مخې ته شې او له دوی سره خپلې مرستې پراخه او زياتې کړي تر څو افغانه ښځه له دغه ستونزو څخه راووزي چې اوس مهال ورسره لاس او ګريوان ده.

Advertisements