د سفير صفات او ځانګړتياوې

 سفير په ديپلوماتيک ماموريت کې تر ټولو اوچت او د لوړ مقام، حيثيت او موقف لرونکې شخص دي او د سفارت د داخلي کارونو د مسؤليت تر څنګ د خپل متبوع دولت سره د هميشني تماس او ارتباط تر څنګ د مقيم دولت سره هم بايد هميش په تماس کې اوسي.  د سفير انتخاب په دې توګه کيږي چې د دولت د خارجي امورو وزير يو مستعد لايق او تيز هوش مورد نظر شخص د سفير په توګه نامزد کوي او لوړترين اجرايوي مقام ته يي چې معمولاً جمهور رئيس وي پيشنهادوي او وروسته د جمهور رئيس د منظوري څخه د نوموړي نامزد شخص په هکله چې په راتلونکي کې به په مقيم دولت کې د خپل متبوع دولت ممثل او نماينده وي د ميزبان دولت څخه د هغه تقرر او قبليدو موافقه چې په ديپلوماتيکه ژبه کې ورته موافقت نامه (Agreement) وايي غوښتل کيږي .

نو قبلوونکي دولت کولاى شي چې د هغه د اګريمنت سره هيڅ موافقه ونکړي او رد يي کړي او د ويانا د ١٩٦١ کال د اعلامي د  مادې د دويم بند له مخې نوموړى دولت د رد لپاره په کوم دليل ويلو باندې نشي مجبوريداى .

د قبلوونکى دولت د منظوري او موافقي څخه وروسته متبوع دولت بايد د خپل خارجه وزارت له لارې د سفير اعتماد نامه تياره کړي چې دولس مشر په لاسليک توشيح شوى وي د قبلوونکي دولت ولس مشر ته د خاصو مراسمو په سلسله کې وړاندې کوي چې ورته د اعتماد د کاغذونو سپارلو اصطلاح استعماليږي او بيا رسماً په خپله وظيفه پېل کوي خو د دې څخه مخکې سفير بايد د خپلو اسنادو يوه کاپي د مقيم دولت خارجه وزارت ته سپارلي وي.

  دسفير صفات 

د ديپلوماسي کار پوهان داسي نظر لري چه سفير بايد په عقلي او جسماني صفاتو او طبعي ښکلا باندي جوړ وي چه د وظيفو په تر سرکولوکی ورسره مرسته وکړاي شي .

ټول پدي نظر دي چه سفير بايد موصفی  صفات ولري چه د هغه له جمله څخه رښتنولي اماتنداري ،زړورتيا ، پاکي دیر مهم دی دغه صفتونه چه د نورو طبعي صفتونو سره يوځاي شي .ددغه صفاتو لرونکی شخص مقام او عظمت لويږي.که ددي صفاتو سره فصاحت د زبی ، خوږوالي د زبی ،او موقع پيژندنه ورسره شي نو طبعاً پدي مقام کی حقير او تیت نه شميرل کيږي .

همدارنگه سياسي نماينده ته اړين د چه په خپله وعده وفا وکړي .او هغه څه چه په سياسي نماينده پوري اړه لري او ديپلوماسي ته ضروري دي بايد تري بهرمند شي .

د ديپلومات په انتخاب کی هغه چاته ډير ارزښت ورکول کيږي چه ډیرې ژبي ئي زده وي انگيسي او فرانسوي په لمړي قدم کی دي .

تکړه ديپلومات بايد دخطا او بي ځايه اوسيدو څخه مکمله ډډه وکړي او په قهر او غوڅه کی ډير احتیاط وکری . ځکه په ديپلوماسي کې قهر او غوڅه ډير زيان لري او ضرور ده چه په هغه هيواد کی د سياسي نماينده په حيث ليږل شوي وي شخصی مالي منابع ونلري ځکه کیدای   شي همدغه مالي منابع دیپلومات  د ديپلوماسی خنډشي . ځکه چی مالي معاملي راکړی ورکړی ته ضرورت لري او خلکو سره په ناسته پاسته کی د سياسي نماينده وقار او تربيه له منځه ځی نو پدي صورت کی د خپل ملک دفاع نشي کولاي .

که سياسي نماينده ليکوال  وي پدي صورت کی که کوم کتاب او مقاله د خپل هيواد او نورو لوړ رتبه چارواکو په هکله خپر وي بايدد پورته مقام څخه مشوره او اجازه واخلي سياسي نماينده بايد په اطلاعاتو او خبرونو باندي کاملاً خبر وي ديپلومات ياسياسي نماينده بايد په خبرو کی اعتدال وساتي او همدارنگه   هغه وعده ورنکړي چه کاملاً د هغه په اجرا باندي اعتماد ونلري .

که د روغ د ديپلوماسي د ضرورتونو څخه دی نو دا پدي معنى نده چی سياسي نماينده هر وخت دروغ ووائي ځکه تاريخ پدي شاهد دي چي دسياسي نمايندګانو دروغو ډيري بدي نتيجي ورکړی  ديپلومات ته اړين دي چه ډير واوري او لږ وواي ترڅو هغه مسايل ا فشا نشي کوم چی دي نه غواړي افشا شی همدارنگه مخاطب ته موقع ورکړي تر څو هر شي په زړه کی ولري وواي تر څو دده په معلوماتو کی زياتوالي راشي .

پدي کی کوم مشکل نشته چی مخاطب شخص ته خپل ځان ټيټ راولي او د هغه نظريات ونسي تر څو مخاطب شخص فکر وکړي چه دا ئي هم عقيده ده او سياسي نماينده د مخاطب شخص د عقل مطابق بايد خبري اتري وکړي او هم بايد يوه څه شي ورته ووائي او څه تري پټ وساتي دا ټول هم عقيده ښوودلو په نتيجه کې لاسته راځي .

دغه طريقي هغه وخت په کار راځي چی په مذاکراتو کی سره برخه واخلي . پدي وسيله د مخاطب شخص په ضمير وجدان او پټو مسايئلو خبريږي .

د ديپلومات مال  اصل نسب هم د هغه په ښه والي کی مهم نقش لري اما دغه دوه عنصره هم په تنهائي کی کوم خاصه لاسته را وړنه  نه شي کولاي ددي تر څنک بايد لياقت ،فرهنگ اوهغه خصوصیات چه   پورته ذکر شوي دا خصوصيات او صفات په مرور د زمان لاسته راځی خو دا ضرور نه ده چه د پورته عمر څښتن کوم خاص امتياز ولري کيداي شي ٣٠ کلن ديپلومات کوم غټ او قوي هيواد ته واستوي او بل ٦٠ کلن ديپلومات ضعيفه او وړوکی هيوادته واستولي شي . دلته دا ضرور ده چه کوم  ښه ډول خپله وظيفه سرته رسوي او خپلو اهدافو ته رسيږي.

او تقاعد وخت هم ديپلوماسي کی دومره خاص مطرح نده يعني ٦٠کلني شرط د وتلونه دي يو ديپلومات ته ( د فرانسي   د قانون په اساس ٦٠ کلن بايد تقاعد شي اما هلته ٦٥ کلن  اشخاص شته چی سفيران دي ).

او بله مسله د جنسيت دي په بعضي هيوادونو کې د ښځو مقرريدل  دخارجي نماينده په حيث قانوني دي لکه فرانسه مگر  بعضي هيوادونه شته چی ډيري تکړه ديپلوماتاني لري چی تاريخ ئي همدا شاهدي ورکوي د مثال په ډول ميرمن کوترنتائي چی د روسي لخوا د سفيری په حيثه مقرره شوه چی ډيري  ښی نتيجي ئي خپل هيواد ته راوړي دي .

 ليکوال:  بختيار پياړی

 

Advertisements