زه او تجلا چې د دفتر په يوه شعبه کې سره کار کوو.  ميزونه مو يو بل ته داسې مخامخ پراته دي يانې هغه کله هم زما د نظر نه نده خالي او هر وخت ورته ګورم. خو کله کله  د تجلا د ښکلا، سم جوړښت او د مخ کيافې ته چې و ګورم نو ورته ګوته په غاښ شم. کله نا کله د کتو په وخت خو هغه هم سر را پورته کړي. په دې شپو ورځو کې ښه راباندې شکيدلې ده چې ما په زړه کې ځای ورکړی دې. چې دفتر ته راشي د سلام ويلو سره زرموخيزه موسکا وکړي او زياته کړي ورځ دې په خير او خوشاله. ځې د خپل ميز تر شا ماته مخامخ کيني. خو هغه بله ورځ ما له ځانه سره فيصله وکړه چې چاره خو نشته خو بايد يو خط ورته وليکم او دا په زړه مې چې څه دې ټول صفا صفا ورته وليکم.  همداسې مې وکړل. د شپې تر ناوخته ناست وم چې يو داسې خط ورته وليکم چې ټول خواږه الفاظ ورته پکې را ټول کړم. اخر خط مې هم وليکه.  سهار دفتر ته لږ ناوخته راغلم.  ګورم چې تجلا د مانه لږ وخته راغلې وه. شعبې ته د ننوتو سره مې سلام واچاوو.  تجلا داسې ښکته پورته راته وکتل او اويې ويل دا سترګې دې ولې داسې سرې سرې دي؟ لکه چې بې خوبه شوې يې؟  د ځواب خو څه نه و راسره ورته اومې خندل.  خو دا سوچ راسره ده چې اوس دا خط څنګه ورکړم. خير رنګا رنګ پلانونه ورته جوړوم چې په دې وخت کې تجلا د يو کار په خاطر له شعبې نه اووته. له ځان سره مې فيصله وکړه چې همدا يې موقع ده.  ورغلم اوخط مې د ميز په جابه کې ورته کيښود. کله چې تجلا بيرته راغله د خپل ميز تر شا کښيناسته. زه هم داسې غلي غلي ورګورم خو د يوې دقيقې وروسته خط په لاس ورغې. کله چې يې د خط په سر زما نوم وليد سر يې راپورته کړو او ماته يې داسې حيران وکتل.  خو ما ځان په کار بوخت کړی ښوده،  چې ګورم بيرته يې سر ټيټ او دخط په لوستلو يې پيل وکړ.  تر ځنډه يې د خط په لوستلو سر ټيټ کړې وو. چې يې سر راپورته کړ داسې په غټو غټو يې راته وکتل. او بيا يې د کمپيوټر ليکدړه ځان ته رانژدې کړه.  يو څو ټکه يې ترې پورته کړل. چې ګورم زما د کمپيوتر په پرته يو پيغام راښکاره شو چې ليکلي وو:

… Thank you very much dear, I

Advertisements