د ولس مشرۍ د نوماندانو پريمانۍ رای ورکوونکي سربداله کړيدي

نن سبا په هيواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو  د ټاکنو لپاره ټاکنيزې منډې ترړې ښې په درځ کې روانې دي. وايي چې د ولايتي شوراګانو لپاره په زرګونو نوماندان ولاړ دي او د ولسمشرۍ هغه هم لسګونو ته رسيږي. تر څلويښتو ډير په دې تمه هلې ځلې کوي چې ارګ ته به لاره پيدا کړي. دا خو ښه شوه چې يو شمير يې لا وار د مخه په حيا او پرده کې ميدان پريښود که نه  نو خدای خبر اوس به ددې اوزلوبې څه حال وو.  ځينو خو يې په ډيره هوښيارۍ خپل خوار اولس ته د خپل زړه سوي د کچې پر څرګندولو سربيره پر کرزي لالا هم احسان ور واړاوه او اعلان يې وکړ چې د لالا پر بې سرپنا کورنۍ د زړه سوي له کبله نه غواړي هغه د ارګ له جونګړې وباسي او خپله کورنۍ هلته راولي ځکه نو له خپلې نوماندۍ تيريږي. هغوی ښه وکړل چې په حيا او پرده کې له صحنې ووتل.  خدايزده چې ګټلی به شوه او کنه؟ ويل کيږي چې اوسني په ميدان کې موجود ولاړ جنګ سالاران، مارشالان، جنرالان، ډاکټران، علامه ګان،  نا بغه ګان… به هم ټول تر پايه د ټينګې نه وي او ښايي يو شمير يې د يو بل په ګټه ميدان پريږي. که څه هم ځينې يې ډيرې لافي وهي، او دعوې کوي چې تر پايه به سيالي کوي او ګټونکي به هم دوی وي. هغه بله ورځ يې يو تن چې ما يې په لومړي ځل نوم اوريده له بي بي سي راديو سره په خپله مرکه کې د ژورنالست د يوې پوښتنې په ځواب کې دعوه وکړه چې د کاري تجربې، سياسي پوهې، شهرت او لنډه دا چې له هر لحاظه پر خپلو ټولو سيالانو بر دی او هرو مرو به يې ګټي. سره له دې چې د تيرو څو لسيزو په ګالګلميرۍ کې يې هم تر رياست پر لوړه چوکۍ يې کار نه وو کړی.

ځينې شننونکي په دې نظر دي چې يو شمير نوماندانو خو يواځې د شهرت تر لاسه کولو او مازې په سياسي کړيو کې د ځان د مطرح کولو لپاره ځانونه کانديد کړيدي. کنه نو ښه په دې پوهيږي چې ولاکه به يې وګټي. او ځينې نورو يې پر مشهورو کانديدانو او په ځانګړې توګه پر کرزي د يو ډول فشار د راوړلو لپاره دغه کار ته لاس اچول دي او غواړي ددغه شان فشار له امله د خپلې نوماندۍ څخه د تيريدو په بدل کې له کرزي څخه د کومې لوړې چوکۍ ژمنه تر لاسه کړي. کرزی لالا هم په دې برخه کې کنجوسي نه ده کړې. يوې بهرنۍ ورځپاڼې د يو تن نوماند له خولې ليکلي چې لالا تر اوسه 200 تنو د وزارتونو او کابو زرو تنو ته د ولايتونو ژمنې کړيدي. که دا خبره يو څه حقيقت هم ولري نو پوښتنه داده چې دا دومره وزارتونه  او ولايتونه به له کومه کيږي؟ نوي به رامنځ ته کيږي او که په نوبت به هر يو د يوې اونۍ يا مياشتې لپاره په دغه چوکۍ ګماري؟ که داسې وشي نو د يو شمير به يې لکه تير اولس مشر مجددي صاحب ووايي چې څه د خدمت تمه رانه لرۍ؟ په دوه مياشتو کې خو د چرګې بچی هم له هګۍ نه راوځي. ښايي يو نيم سپين سترګی يې بيا لکه ربانی صاحب په چوکۍ پورې ځان سريښ کړي او څلور مياشتې خو لږ تر لږه تر څلورو کلونو ورسوي.

په هر صورت که چاته وزارت، ولايت او يا کومه بله لوړه چوکۍ رسيږي او که نه خو د ښارونو په لارو کوڅو او واټونو کې د نوماندانو څو متريزه ډيجيټلي لویو لویو او رنګينو انځورونو چې هرې خواته را ځړيلي دي د ښارونو بڼه هم بدله کړيده. تګلاره، ټاکنيز منشور، نظر او … خو لا پريږده چې اکثر وختونه خو يې له سړي څخه تصوير هم غلط شي او له ځانه سره وايي چې ښه دا خو فلانی دې هغه بل څوک وو؟

په هر صورت د همدغو لويو لويو انځورونو له امله د چاپخونو د څښتنانو کار هم ښه برابر دی. د چاپخونو څښتنان دا ځل د ګڼ شمير  کانديدانو له امله خپلو ګټو په پام سره خو به هغوی په هيواد کې د دغه شان  ډيموکراسۍ غوړيدو ته خود په يوه پښه نڅا کوي.  د هغوی هيله خو به دا وي چې خدای دې وکړي تر راتلونکو ټولټاکنو پورې ډيموکراسي دومره نوره هم وغوړيږي ان تر دې چې ولسمشرۍ ته پوره شپږ شلې نفره ځانونه کانديد کړي.  

 همدلته د لويو هوټلونو او رستورانتونو نغري هم ښه تاوده دي او د ودونو ښاديو لپاره يې  کرايه کول د کم وسه ښاريانو له توانه وتلي دي. د ځينو نوماندانو  هره ورځ لنګرونه بار وي او خيټه ورو رای ورکوونکو  پرې ښه ګرم بيروبار وي. خدايزده چې رايه به ورته ورکوي او که نه خو ډوډۍ ترې په ښه نره خوري. ځکه چې دا ډوډۍ خواره رای ورکوونکي په دې ښه پوهيږي چې له ټاکنو وروسته خو يې هسي هم ولاکه څوک پوښتنه وکړي. ان که بيا يې دوی( موکلين) هم د خپلو وکيلانو پوښتنه کوي نو موندلای يې نه شي. ځکه نو فکر کوي چې همدغه يې وخت دی چې د خپلې رايې په مټ د خپلې خيټې ښه خدمت وکړي.

په هيواد کې د لسيزو جګړو وروسته چې اوس هم په يوه بله بڼه جاري ده دا دوهم ځل ټولټاکنۍ دي. تيرو هغو کې ډيری ځوانانو رای ورکوونکو په لومړی ځل خپلې رای کارولې وې. هغه مهال خو ډير خلک ان د ټاکنو په مفهوم نه پوهيدل. دا ځل ټاکنې د تيرو هغو سره د يو شمير مشابهتونو سربيره ځينې توپيرونه هم لري. د بيلګې په توګه د امنيت وضعيت، د کانديدانو شمير او نور. داځل د تير ځل په پرتله چاپي، صوتي او بريښنايي رسنۍ او ښې پريمانه دي. دوی چې يو شمير يې هسې هم دخپرولو لپاره څه نلري، ټولټاکنې ورته د پيسو تر څنګ ښه خپرنيز توکي او پروګرامونه هم برابروي د بيلګې په توګه له نوماندانو سره مرکې، ګردي ميزونه، او ان چې ځينې خو يې د مختلفو کانديدانو تر منځ د مخامخ ژونديو مناظرو پلانونه او پروګرامونه هم لري.

خو يوه خبره څرګنده ده چې د ولسمشرۍ لپاره د دومره ډيرو نوماندانو ميدان ته رادانګلو رای ورکوونکي سربداله کړي دي او نه پوهيږي چې چاته رای ورکړي.  

 

Advertisements