تيره ورځ د  ټول افغان ويبپاڼې له لارې خبر شوم چې د هيواد د پياوړي ځوان ليکوال او شاعر ښاغلي عنايت ساپي پلار له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

انا لله  و انا اليه راجعون

زما د معلوماتو تر مخه خدای بښلی  يو ستر ديني عالم وو او د خپل ژوند په دوران کې يې ددې خاورې يو ګن شمير زامن د سپڅلي دين په ګاڼه پسوللي او روزلي دي .  همدارنګه يې  ډيرې تيارې د خپل علم په رڼا روښانه کړي. که څه هم هغه تر شا د خپلو شاګردانو په څير تر شا ډيرې بلې شمېې پريښ خو بيا هم زه د هغه مرګ دې خوار او جنګ ځپلي ملت ته يوه ستره ضايعه بولم. خدای جل جلاله  دې مرحوم ته جنت فردوس ور په برخه کړي. زه له عنايت سره په دې غم کې ځان شريک بولم، هغه  او د کورنۍ پاتې غړيو ته  يې د لوی خدای له دربار څخه د جميل صبر غوښتنه کووم.

ګل رحمان

Advertisements