په افغاني ټولنه کې پر ماشونو زياتيدونکي جنسي تيري

د بينوار ويب پاڼې خبر خپور کړی دي چې په كندهار كي يو پنځوس كلن وګړي پر يوي شپږ كلني انجلي باندي جنسي تيری کړيدي.

ويبپاڼې د کندهار د امنيې قوماندان محمد شاه خان له خولې ليکلي چې  يو پنځوس كلن كس  يې چي پر يوي شپږ كلني انجلي باندي په زور سره جنسي تيري كړي وو  نيولي دي .

محمدشاخان خبريالانو ته  ويلي چي تورن كس عصمت الله نوميږي او دكندهار ښار دشكاپور دروازي اړوند د د ه خټي دسيمي اوسيدونكي دده په خبره چي دميرويس روغتون د طبي څيړنو وروسته دا څرګنده سوي ده چي پر ماشومي زرغوني رشتيا هم جنسي تيري سوي دي

د زيانمني زرغوني مور چي پر پيښه سوې موضوع يي ډير افسوس كوي او له سترګو يي اوښكي  بهيدلي له دولته يي په ټينګه غوښتنه كوله چي تورن عصمت الله  ته دي سخته سزا وركړل سي او  د اعدام سزا دي پري عملي سي

.
که څه هم ښايي په جنوب لويديځه حوزه او په ځانګړي ډول بيا په كندهار کې  پر  کوچنيو ماشومانو  د جنسي تيري دا لومړۍ پيښه نه وي خو په ټوليزه توګه په دې ورستيو کې په رسنيو کې  پر ماشومانو ددغه شان تيريو د يو ګڼ شمير پيښو راپورونه خپاره شوي دي چې ډيری دغه شان پيښې  د هيواد په شمالي ولايتونو کې رامنځ ته شوي.

په افغاني ټولنه کې که  د غه شان پيښې رامنځ ته هم شي نو تر ډيره يې  قربانيان په ټولنه کې د خپل عزت د خوندي ساتلو له امله چپه خله پاته کيږي ، پټوي  او  د خبر له خپرولو او يا هم دولتي چارواکو او رسنيو ته د شکايت له کولو څخه ډډه کوي.

څه موده وړاندې د باميانو په ولايت کې په دغه شان يوه ورته  پيښه کې  يو ورور د خپلې خور خيټه په دې موخه  د ګيرې خريلو پر  پاکۍ څيرلې وه چې د تيري له امله يې په نس شوی ماشوم له خيټې راوباسي او کليوال پرې خبر نه شي.  خو د پټيدو پر ځای خبره  هغه مهال  ډنډوره  او د  ټولې تر غوږونو ورسيده کله چې نجلۍ د ټپونو د ناسور کيدو له امله ولايت روغتونه ته يوړل شوه.

د اسلام مبارک دين خو ددغه شان پيښو مرتکيبينو ته  د شرعيت د قانون له مخې  مناسبه  او وړ جزا ټاکلې ده تر څو د نورو د پند او عبرت باعث وګرځي.  خو څوک دي چې دغه قانون پلی کړي؟  د طالبانو چې اوس ترهه ګر بلل کيږي  د واکمنۍ په دوارن کې چې په يوه کمه کچه هم د يو شمير دغه شان  پيښو مجريمينو ته شرعي جزاوې ورکول کيدي، نو هيچا جرات نه شوای کولای چې دغو ته ورته او يا هم نورو جنايي پيښو ته لاس ورواچوي.

ويل کيږي چې په دغه شان يو شمير پيښو کې د عادي دولتي چارواکو سربيره  لوړ پوړي دولتي چارواکي ، او ان چې په خپله د قانون د پلي کوونکو ادارو مسئولين او پوليس هم په يو نه يو ډو ل لاس لري.

 ليدل شوي چې په دغه شان پيښو کې ښکليل نيول شوي  تورن کسان  په بنديخانه کې  تر څو ورځو/اونيو له بند(ميلمستيا) تيرولو وروسته بيرته خوشې شوي او سرې سترګې د هغو خلکو په مخ کې وړاندې او وروسته کيږي چې تيری يې پر کړی دي  او ان چې لا نور ګواښونه  او ګوت څنډنې هم ورته کوي.

ښايي همدغه لامل وي چې زمونږ په ټولنه کې د د غه شان پيښو ډيری قربانيان پر ځانونو د شويو تيريو په هکله د تل لپاره  چپه خله پاته کيږي او د عمر تر پايه د روحې فشار ونو پيټې پر سر ګرځوي.. ځکه هغوی ښه پوهيږي چې د دولت اړونده چارواکو ته د شکايت له امله ښايي نه يواځې هغوی ته انصاف، او تيري کوونکو ته جزا  ورنکړل شي بلکه ښايي د همدغه دولتي چارواکو د نورو تيريو قرباني هم شي.

زمونږ د ټولنې ډيری وګړي غربي ټولنې په دې ملامتوي چې هلته، ډيره بې حيايي ده او خلک يې له يو بل سره په نا مشروع اړيکو کې ښکيل وي. خو دا نه يادوي او سترګې پرې پټوې  چې زمونږ په خپله ټولنه کې هم داسې يو شمير بې زميره او بې وجدانه او بولهوسه وګړي پيداکيږي چې داسې  وحشيانه کارونو ته لاس اچوي چې  نه يواځې د دين مذهب او قانو ن خلاف وي  بلکه ان چې  د انسانيت له چوکاټ هم وتلي وي  چې دغه شان پيښې يې ښې بيلګې دي.

د ځينو غير انساني او حيواني  کارونو په اړه  زمونږ  او غربي ټولنو کې ښايي توپير يواځې په نوم او ظاهري بڼه کې وي، که نه په اصل کې عملونه سره ورته وي.  هغوی يې لږ په سپين سترګۍ،  ښکاره او د ډيمکوراسۍ تر کتې لاندې ترسره  کوي او مونږ يې په پټه ، د … تر سيوري لاندې کوو، د بيلګې په توګه دلته  په ځينې سيمو کې د هلکانو ساتل يوه عادي خبره ګڼو، خو  هلته  چې همدغه کار په يو څه بدله  بڼه ترسره کيږي  نو زمونږ  نظره راته ډير بد او لويدلی کار ښکاري، او له انساني چوکاټه يې بهر بولو . پداسې حال کې زمونږ هم هغه هم  تر هغو کم نه وي. 

Advertisements