د مسواک ګټې  د اسلام او طب په رڼا کې: لومړۍ برخه

د مسواک استعمال  نه يواځې د پيغمبر حضرت محمد(صل الله عليه و سلم)  يو ستر سنت پر ځای کول دي  بلکې  د مسواک کارول ډيرې روغتيايي ګټې هم لري چې غواړم په لنډ ډول ورباندې په  لاندې ليکنه کې  رنإ واچوم.

 د اسلام په سپيڅلي دين کې پر  پاکوای تاکيد شوی دی او پاکوالی د ايمان يوه برخه بلل شوې ده. په دې . په بل عبارت کچيرې څوک د خپل پاکوالي (نظافت)  مراعت کولو ته پام نه کوي نو ګويا د بشپړ ايمان څښتن ندی.  د پاکوالي يوه  مهمه برخه د بدن او په ځانګړې توګه د خولې او غاښونو پاکوالي دی.

خوله نور وجود ته د خوراکي توکو او مکربونو د ننوتلو تر ټوله مهمه لار او دروازه ده. ډاکټران وايي چې په خپله د  د خولې په جوف کې يو ګڼ شمير مضر ميکروبونه موجود وي.  نو کچيرې مونږ وغواړو چې د روع صحت څښتنان وو، نو پکار ده چې د بدن داخل ته تر ټولو لومړی  د همدغې دروازې له لارې د مکروبونو د ورتګ مخه  ونيسو.  په دې معني چې خپله خوله او غاښونه پاک وساتو.  د خولې په جوف د خولې د خولې او غاښونو  په پاکوالي کې مسواک ډيرمهم رول لوبوي.

مسواک يو مخصوص لرګی دی چې د (الأراك) د ونې له ريښو څخه لاس ته راځي. د نوموړي  لرګې ونې په عربي هيوادنو لکه سعودي عربستان، سوډان، مصر، او  جنوبي اسيا په هيوادونو لکه هندوستان او پاکستان کې پيداکيږي.

     

 

د اسلام په مبارک دين کې د مسواک اهميت او ګټې:

 

د دين او مذهب له پلوه هم د مسواک کارول ډيرې ګټې لري او د اسلام په مبارک دين کې د هغې پر کارولو ډير تاکيد شوی دي.

حديث: عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله قال : (لولا أن أشق على أمتي
– أو على الناس- لأمرتهم بالسواك مع كل صلاة)  وفي رواية( عند كل وضوء).

ژباړه:  له أبي هريرة رضي الله عنه څخه روايت  دي چې نبي کريم صلی الله عليه و سلم فرمايلي :  کچيرې زما په امت باندې سخته نه تماميدای نو امر به مې ورته کړی وای چې له هر لمانځه مخکې د اوداسه پر مهال مسواک وکاروي.

حديث عائشة رضي الله عنها عن النبي (السواك مطهرة للفم مرضاة للرب).

ام المؤمين حضرت عائشة رضي الله عنها له  نبي کريم صلی الله عليم وسلم روايت کړی چې فرمايلي يې دي: مسواک د خولې پاکي او الله جل جلاله د رضا سبب ګرځي.

حديث:  عن عائشة رضي الله عنها أن النبي صلی الله عليه و سلم كان إذا دخل بيته بدأ بالسواك

له عايشه ضي الله عنها څخه روايت دی هغه وايي چې کله هم به هم نبي کريم صلی الله عليم وسلم کورته راننوت نو پر مسواک وهلو به يې پيل کاوه.

 

حديث: عن ابن عباس رضي الله عنهما أنه بات عند النبي  ذات ليلة ، فقام نبي الله  من آخر الليل ، فخرج فنظر في السماء ، ثم تلا الآية في آل عمران : { إن في خلق السموات والأرض واختلاف الليل والنهار} حتى بلغ { فقنا عذاب النار} ثم رجع إلى البيت فتسوك وتوضأ ، ثم اضطجع ، ثم قام فخرج فنظر إلى السماء فتلا هذه الآية ، ثم رجع فتسوك فتوضأ ، ثم قام فصلى.

له حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چې يوه ځل يې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره شپه وه، نبي کريم صلی الله عليه و سلم د شپې په وروستۍ برخه کې پاڅيده، او د باندې ووت، داسمان په لوري يې وکتل او بيا د عمران سورت دا ايت تلاوت کړ{ إن في خلق السموات والأرض واختلاف الليل والنهار} تر دې چې  { فقنا عذاب النار} پورې ورسيده.  بيا بيرته خونې ته راننوت ، مسواک يې وواهه او اودس يې وکړ او ډډه يې ولګوله (کيښناست).  بيا بيرته ولاړ شو، د باندې ووت، اسمان ته يې وکتل او هغه ايت يې تلاوت کړ، بيا بيرته راغی، مسواک يې وواهه ، اودس يې وکړ او په لمانځه ودريد.

له حضرت له عايشه ضي الله عنها  څخه روايت دی  چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به  د مسواک  دومره ډيره يادونه کوله  چې مونږ ډاريدو  هسې نه چې په اړه يې ايت (د فرض کيدو يا واجب ګرځولو حکم) نازل شي.

 له حضرت عايشه ضي الله عنها  څخه په يو بل روايت کې رانقل شوي چې مسواک ولا لمونځ   له بې مسواکه لمانځه څخه اويا مرتبې غوره دی.  حضرت ابو هريره  په يو بل روايت کې همدغه فضيلت 75 درجې ښودلی دي.

له حضرت شهاب څخه مرسلاً روايت دی چې کله يو انسان د ورځې يا شپې لخوا د لمانځه اراده وکړي، په سمه توګه اودس وکړي او بيا لمونځ وکړي نو پريښتې د هغه ګرد چاپيره تاويږي او ور نيږدې کيږي ان تر دې چې د هغه په خله خپله خله ورږدي. نو هر څومره چې دغه شخص د قرانکريم تلاوت کوي د هغې پرښتې تر خولې ور رسيږي.  نو که يو څوک مسواک و نه کاروي نو پريښتې يې شا او خو ګرځي خو خله نه ورنيږدې کوي.

 

ملا علي قاري رحمه الله د مشکوۀ په شرح کې ليکلي دي چې مسواک 70 ګټې لري. تر ټولو ټيټه  (ادنی) يې  دا ده چې د ځنکندن پر مهال انسان ته  د شهادت کلمه ور په زړه کوي.

يو روايت دی چې چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم  به د پيو، خرما ، غوښې او مسواک هديه نه ردوله.

 

له حضرت له عايشه ضي الله عنها  څخه په يو بل روايت کې راځې چې مسواک  له مرګ پرته د هر مرض دوا ده.

مسواک سړي او ښځينه دواړه کارولی شي او د دواړو لپاره يې يو حکم دی. له ام المؤمين حضرت  ميمونه رضی الله تعالی عنها  به مسواک کارواه او په دومره اهتمام (ترتيباتو) سره به يې استعمالاوه چې هر وخت به يې په لوښي کې چمتو ايښی وو. چې لګ به هم له کارونو څخه  وزګاره شوه او فرصت به يې پيدا کړ نو مسواک به يې واهه.

نور بيا…

 

اخيستنې:

1-      د خولې او غاښونو نظافت: د ډاکټر انورالحق جبارخيل ليکنه ، چاپکال 1387
2-      احكام السواك د عبدالله بن معتق السهلي ليکنه:د مدينې منورې د پوهنتون د شرعياتو د فاکولتي ښوونکی
3-       http://www.yobserver.com/sports-health-and-lifestyle/10013042.html
4-      د فرحت شيخ ليکنه:.مسواک کي فضايل http://www.owaisqadri.com/literature_section/miswak.htm
 
Advertisements