دوهمه برخه: د مسواک دونياوي او اخروي ګټې:

د مسواک د ديني او دونياوي ګټو په هکله د تحفه السوک في فضايل المسواک کې د حضرت علي، حضرت ابن عباس او حضرت عطا رضی الله تعال عنهما څخه د لاندينيو فايدو روايت شوی دی:

مسواک د الله تعال د خوشحالۍ او رضا سبب ګرځی

له مسواک سره لمونځ په بې مسواکه لمانځه 99 مرتبې او ان چې تر دې هم زيات ( غوره دی

د مسواک هميشه کارول د رزق د پراخوالي سبب ګرځي، د روزۍ د وسيلو د اسانتيا سبب ګرځي   او غنی منځ ته راوړي.

IMG_0007

خوله پاکوي ،  غاښونه او وورۍ مضبوطوي او غاښونه سپينوي.

د سر درد له منځه وړي او د سر درګونو لپاره ګټور دی

نظر تيزوي، معده سموي، او د ټول بدن د تقويت سبب ګرځی

د ژبې فصاحت او بغلات ډيروي او حافظه تقويه کوي.

عقل (زکاوت) زياتوي او زړه پاکوي

د پريښتو د خوښۍ لامل ګرځي او ثوابونه زياتوي

د څيرې د نوراني کيدو له امله مسواک وهونکي سړي سره پريښتې روغبړ کوي،

د لمانځه لپاره په تګ کې يې پريښتې بدرګه کوي.

مسواک وهونکي اشخاص د انبيا کرامو د بښنې د دوعاګانو مستحق ګرځي

د شيطان د غصې او ناراضه کيدو سبب ګرځي

د غذا د هضميدو سره مرسته کوي

د اولاد د ډير والي سبب ګرځي

د زړښت د وروسته والي لامل ګرځي

د مسواک کاروونکي به د صراط په پله د بريښنا په څير په تيزۍ تير يږي.

مسواک کاروونکي ته به عملنامه په ښي لاس ورکول کيږي.

په بدن کې د زياتې ګرمۍ د ورکيدو او په بدن کې د دردونو د ورکيدو لامل ګرځي

د ځنکندن پر مهال سړي ته  د شهادت کلمه  وريادوي او د روح د اسانه وتو سبب کيږي

د جنت د دروازو د پرانستو سبب ګرځي.

د قبر د پراخيدو او له قبر سره د اُنس سبب ګرځي

پريښتې د مسواک د کاروونکي سړي صفتونه کوي او وايي چې دا هغه څوک دی چې د انبياوو په نقش قدم روان دی او هر ه  ورځ د هغوی د اتباعو غوښونکی دي.

مسواک وهونکي شخص ته  د مرګ پر مهال پريښتې  په داسې شکل راځي لکه څرنګه چې اوليا کرامو او په بعضي رواياتو کې خو راغلي چې انبيا کرامو ته را ځي.

 

لنډه دا چې د مسواک يو ګڼ شمير نورې ګټې هم شته او د فضيلت په هلکه يو ګڼ شمير نور احاديث هم شته دي چې مونږ يې دلته په پورتنيو باندې بسنه کوو.

 نور بيا….

 

اخيستنې:
1-      د خولې او غاښونو نظافت: د ډاکټر انورالحق جبارخيل ليکنه ، چاپکال 1387
2-      احكام السواك د عبدالله بن معتق السهلي ليکنه:د مدينې منورې د پوهنتون د شرعياتو د فاکولتي ښوونکی
3-       http://www.yobserver.com/sports-health-and-lifestyle/10013042.html
4-      د فرحت شيخ ليکنه:.مسواک کي فضايل http://www.owaisqadri.com/literature_section/miswak.htm
Advertisements