دريمه برخه: د مسواک حکم

لکه چې پورته يادونه وشوه د د اسلام د مبين دين  داکثرو علماوو په اند د مسواک  د کارولو حکم  سنت دی. يو شمير خو يې لا ان واجب ګڼي خو وايي چې  په پريښودلو يې لمونځ نه مکروه کيږي.

په هر صورت،   د مسواک  حکم په اړه د علماوو اختلاف په خپل ځای پريږو،  خو يوه خبره څرګنده ده او هغه دا چې نبي کريم صلی الله عليه و سلم د هغه د کارولو په هکله امر کړی او په خپله يې هم کارولی دی.

د مسواک اوږدوالی هم بايد چې مناسب او او پنډوالی يې بايد د کوچنۍ ګوتې برابر وي.

 

د مسواک د کارولو وختونه:

د امام ابو حنيفه په مذهب/نظر د مسلمانانو لپاره د مسواک کارول د اودسه پر مهال، د لمانځه په وخت، د قرانکريم د تلاوت پر وخت، له خوب نه د پورته کيدو پر وخت، کورته د ننوتلو پر وخت، د خلکو تر منځ په يوه غونډه يا اجماع کې د ناستې پر وخت، او د غاښونو دپاکولو پر وخت کې غوره ګڼل شويدي.

يو شمير نورو علماوو لکه امام شافعي، مالک او امام حنبل صاحبانو په ځينې نورو وختونو لکه  د بوی لرونکي غذا تر خوړولو ورسته، د خبرو پر مهال، له اوږده سکوت وروسته، د شپې لخوا د  ويترو له لمانځه  وروسته،  هم د مسواک استعمال غوره ګڼلی دی .

 

په هر صورت ډيری اسلامي علما په دې نظر دي چې په لاندې وختونو کې د مسواک کارول مستحب او ښه کار دي:

–      د اوداسه او لمانځه پر وخت

–     له خوب نه تر پاڅيدو وروسته

–     کور ته د ننوتو پر مهال

–     د خولې د خوند د خربيدو او بدليدو پر مهال.

 

د اسلامي علماوو او فقهاوو تر منځ  د روژه دار لپاره  مخکې له زوال څخه د مسواک په کارولو کې کوم اختلاف نشته. خو وروسته تر زواله د فقهاوو نظرونه سره توپير لري، ځينې يې وايي چې کارولي ېي باک نلري خو ځينې نور يې بيا ښه نه ګڼي.

 

اخيستنې:
1-      د خولې او غاښونو نظافت: د ډاکټر انورالحق جبارخيل ليکنه ، چاپکال 1387
2-      احكام السواك د عبدالله بن معتق السهلي ليکنه:د مدينې منورې د پوهنتون د شرعياتو د فاکولتي ښوونکی
3-       http://www.yobserver.com/sports-health-and-lifestyle/10013042.html
4-      د فرحت شيخ ليکنه:.مسواک کي فضايل http://www.owaisqadri.com/literature_section/miswak.htm
Advertisements