څلورمه (وروستۍ): د  طب او ساينس له نظره د مسواک ګټې:

د طب له نظره هم د مسواک کارول ډيرې ګټې لري. د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د نړۍ پنځه ميلونه وګړي د غاښونو د چنجن کيدو (Caries)  په مرض اخته دي نوموړې سازمان په 1986 کال کې د مسواک د کارولو وړانديز وکړي  او په 2000 کال کې يو نړيوال راپور کې د پايلې په توګه داخبره غوټه شوې وه چې د ملګرو ملتونو په واسطه د خولې د روغتيا پالنې لپاره دې  چې په دې هکله بايد نورې څيړنې هم تر سره شي تر څو د مسواک اغيزې سند او ثبت شي

د ډاکټر خالد الماس په مشرۍ د غاښونو د ډاکټرانو لخوا دسعودي عربستان د السعود په پوهنتون کې د مسواک د ګټو په هکله يو لړ څيړنې تر سره شويدي، څيړنو ښودلې ده چې  د مسواک په لرګي کې  تر 19 ډير داسي طبعي توکي شته دي چې د غاښونو د روغتيا لپاره ګټور دي. په هغه کې د جراثيمو ضد يو شمير طبعي توکي هم شامل دي چې د بيلګې په توګه يې  يو شمير يې په لاندې څو ليکو کې ذکر شوي دي.

د مسواک په لرګي کې د فلورايد، سليکان، القلي ، غوړي او ځينې نور توکي موجود دي. دا ټول هغه مواد او توکي دي چې د غاښونو په ترکيب کې بنټيزه ونډه لري. نن سبا چې د غاښونو کوم کريمونه په بازار کې موجود دي د هغو جوړونکي هم د خپلو توکو د پلورلو لپاره د  سوداګريزو خبرتيا وو له لارې د خپلو محصولاتو په ترکيب کې  د  پورتنيو يادو شويو توکو د ګډون يادونه کوي.

 

د طب علما په دې اند دي چې د يادو توکو سربيره  د مسواک (اراک) په جوړښت کې  يو ډول تيل/غوړي (Aromatic Oil)، او تيزاب  (Tannic Acid) هم  شامل دي . اروماتيک ايل  د خولې د لعاب د ترشح سبب ګرځي او همد لعاب دي چې خوله هميشه لمده او تازه ساتي.   ټانيک اسيد بيا د ووريو د تحکيم او د امراضو د مخنيوي، د کوچنيو زخمنو د رغيدو،او له غاښونو څخه د وينو د وتو د مخنيوي سبب ګرځي.

همدارنګه د مسواک په لرګي کې د (Glycoside)  په نامه يوه بله ماده هم موجوده ده کومه چې تير بوی او سوزونکی خوند، هغه څوک يې ښه تشخيص کولای شي چې په لومړ ي ځل مسواک کاروي. دغه ماده هم د مکروبو او يا جراثيمو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

همدرانګه د مسواک په بوټي کې د سوديم باي کاربونيټ هم موجود دی چې د غاښونو تر منځ په پټو شويو د خوړو د کوچنيو زرو د کومو پاته کيدل چې د غاښونو د خرابيدو سبب کيږي په له منځه وړلو کې مهم رول لري.

د السعود د پوهنتون څيړونو دا هم جوته کړې چې د مسواک کارول د غاښونو د درد په ارامولو او ورکولو کې مرسندوی واقع کيږي.  پر دې سربيره په لويانو کې د سګرټ څکولو او په کوچنيانو کې د ګوتې د رودلو څخه مخه نيسي.  همدارنګه د معدې او هاضمې د سيستم د پرستالتيک حرکاتو کې هم مرسته کوي په بل عبارت له معدي سره د غذايي توکو په هضم کې کومک کوي.

 

په 2003 زيږديز کال د مسواک او د غاښونو د کريم د مقايسې په اړه د سعودي  عربستان د مکې  په النور روغتون کې علمي څيړنې شوي چې په پايله کې يې د مسواک استعمال د غاښونو د برس او کريم په پرتله ګټور ښودل شوی..  همدرانګه څيړونو جوته کړيده چې د هغه مکروبو نو په وړاندې چې د خولي په جوف کې موجود دي د مسواک کارول د غاښونو د کريم په پرتله ډير ښه او جوت تاثير لري. په لاندې دلايلو سره مسواک د غاښونو د کريم او برس په پرتله ګټور او اغيزناک بلل شویدي.

مسواک په هر ځای کې پيدا کيږ ي او په اسانۍ لاس ته راځي. د کريم او برسه په پرتله يې قيمت ډير زيات کم دی. د سفر پر مهال په اسانۍ له ځان سره ليږديدلای شي. کله چې د شپې لخوا مسواک وکارول شي نو کله چې سهار له خوبه پاڅيږو خوله به مو مرطوبه او تازه وي په داسې حال کې چې کچيرې په همدغه وخت کې د غاښونو برس او کريم وکارول شي نو د سهار له مخې د پاڅيدو پر مهال داسې نه وي. بل دا چې برس او کريم د غاښونو او ووريو د تخريب او رژيدو سبب هم ګرځي.

 

له روغتيايي پلوه د مسواک نورې ګټې عبارت دي له:

  • په دوامدار او مسلسل ډول د مسواک کارول د غذا له خوړلو مخکې او وروسته د غاښونو د زيړوالي مخه نيسي
  • د مسواک کارول د غاښونو او ووريو د ټينګښت سبب ګري او د چيجن کيدو څخه يې هم ژغوري.
  • د مسواک کارول د خولې د بد بوی د ورکيدو او دخوشبويي د رامنځ ته کيدو لامل ګرځي.
  • د مسوا ک کارول د خولې دخوند(ذايقې) د ښه کيدو او د غاښونو د سپين والي سبب کيږي.
  • مسواک د غږ په شفافيت او وضاحت کې هم مهم رول لوبوي.

د رحمت الشيخ  په نامه يو عالم  د حضرت ابن عباس نه مرفوعا روايت را نقل کړی هم د مسواک د ګټو په هکله ليکلي چې  د مسواک کارول ، بلغم ورکوي، د سترګو ديد زياتوي، غږ صافوي،  د خبرو جريان اسانه کوي، ، د غذايي توکو په هضم کې مرسته کوي، د معدې د صحت لپاره هم ګټور دي، ، د حاضرو ملايکو د خوښۍ سبب ګرځي، د خولې بد بوی ورکوي، د نيکيو(حسناتو )د ډيروالي سبب ګرځي او  د الله د رضايت سبب ګرځي. بل ځای ذکر شويدي چې د مسوا ک کارول، په ادرار کې هم  مرسته کوي،

د مسواک اوږدوالی هم بايد چې مناسب او او پنډوالی يې بايد د کوچنۍ ګوتې برابر وي.

                                                                                                                                                                                                              

  1. اخيستنې:
  2. 1-      د خولې او غاښونو نظافت: د ډاکټر انورالحق جبارخيل ليکنه ، چاپکال 1387
  3. 2-      احكام السواك د عبدالله بن معتق السهلي ليکنه:د مدينې منورې د پوهنتون د شرعياتو د فاکولتي ښوونکی
  4. 3-       http://www.yobserver.com/sports-health-and-lifestyle/10013042.html
  5. 4-      د فرحت شيخ ليکنه:.مسواک کي فضايل http://www.owaisqadri.com/literature_section/miswak.htm
Advertisements