د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې څو شيبې وړاندې لومړۍ د درنو چادونو او ورپسې د خورو ورو ډيزو غږونه واوريدل شول چې لا تر اوسه هم ځای ځای ادمه لري. د پيښې په اړه لا تر اوسه ډير تفصيلات نه دي په ډاګه شوي. خو  لومړني معلومات وايي چې يو شمير ځانمرګو بريد کوونکو د امنيه قومنداني، ولايت مقام او استخباراتو رياست پر وادانيو همغاړي بريدونه تر سره کړي دي. چې يو ګڼ شمير امنيتي ځواکونو(پوليسو) ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. يو تن چې نه غوښتتل نوم يې خپور شي وويل چې 10 تنه مړه او د يو ګڼ شمير خلک په ټپي حالت کې روغتون ته رسول شويدي. ويل کيږي چې تر 15 تنو ځانمرګي بريد کوونکي ښار ته داخل شوي چې ځينو يې دغه بريدونه تر سره کړل او ځينې نورېې لا هم په ښار کې موجود دي.

له بل لوري يو عين شاهد وويل چې يوګڼ شمير نړيوال(امريکايي) ځواکونه يې د ولايت و دوانۍ ته څيرمه  ليدلي. عيني شاهدان زياتوي چې ښار کې  په خلکو کې ويره خپره شوې او د بازار ډيری مارکيټونه او هټۍ ګانې تړل شويدي او خلک له بازاره په تيښته کې دي. وايي چې امنيتي ځواکونو هم بازار بند کړی او د پيښو سميو ته څيرمه چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د ګرديز د ښار مرکزي څلورلاری
د ګرديز د ښار مرکزي څلورلاری

Advertisements