تر لاسه شوي خبر وايي چې همدا نن د پکتيا د وازې ځدراڼ ولسوالۍ د لکې تيږې له سيمې څخه د سړک جوړونې د شرکت څوتنه اينجينران تښتول شويدي. خبر زياتوي  چې 13 تنو تښتول شويو خلکو د سړک جوړونې يوې کمپنۍ ته د سړک د يوې سروې لپاره يادې سيمې ته ورغلي وو چې د مخاليفينو لخوا وتښتول شوي. د سړک جوړونې د کمپنۍ نوم لا تر اوسه نه دی په ډاګه شوی. له بله اړخه د سيمې ولسوال رسنيو ته ويلي چې د تښتول شويو کارکوونکو د خوندي خلاصون په موخه يې د سپين ږيرو يو ډله تښتوونکو ته ورليږلې ده.

د پيښې په اړه لا تر اوس نور جزيات نه دي په ډاګه شوي.

له تيرو څو ورځو راهيسې په پکتيا کې د امينت وضع  ورځ په ورځ مخ په خرابيدو ده. لوستونکي به خبر وي چې همدا تيره ورځ هم په مرکز ګرديز کې د څو تنو ځانمرګو بريد کوونکو لخوا په څو دولتي ودانيو همغاړي بريدونه تر سره شول چې يو ګڼ شمير کسانو ته يې درنه مرګ ژوبله ور واړوله.

ګل:ګرديز

Advertisements