لکه څرنګه چي په ملي سطحه افرادنه شي کولاي چي يودبل سره داړيکواوراوابطو څخه پرته ژوندوکړي بنا په بين المللي سطحه هم هيواد ونه نه شي  کولای  چه يودبل سره داړيکو نه پرته ترقي اوپر مختګ وکړي يعني ددولتونوترمنځ اړيکو ته ضرورت ليدل کيږي نو په همدي اساس دولتونه خپل اهداف او خطه مشي د ديپلو ماتيکو نماينده ګانو پواسطه د بين المللي حقوقو او د ديپلو ماتيکو اصولو په چوکاتو کې تر سره کوي چې د موضوع دروښانتيا لپاره په لاندي موضوعاتو بحث کوو.

لومړى مبحث: د ديپلوماسۍ پيژندنه

 د انساني فطرت له مخې انسان تل مسابقه کې وي تر څو د نورو څخه مخ په وړاندې لاړ شي او يا اقلاً د نورو انسانانو یا ټولنو او هيوادونو سيال شي نو په همدې اساس هغه قومونه چې د نورو قومونو سره دسيال کيدو خواهش ولري هغه د لاندې درې لارو څخه يوه انتخابوي او فکر کوي چې ددې لارو څخه په يوه باندې د تللو په نتيجه کې به د خپل رقيب سيالي وکړي چې هغه عبارت دي له

1-  ګوښه کيدل يا انزوا

2- جنګ

3- ديپلوماسي

 

 چې هره يوه يې په لنډ ډول مطالعه کوو.

 

او له فقره : ګوښه کيدل يا انزوا:- دا هغه لاره ده چې يو قوم د خپل حان  په وړاندې د نورو قومونو  داهميت نه انکار کوي او د هغوى اهميت ته قايل نه وي او  یا دا چې د نورو قومونو په وړاندې د خپل اهميت خيال ونه ساتي معنى دا چې بيل يا عليحيده او سيدولو ته انزوا يا ګوښه کيدل وايي.

دوهمه فقره: جنګ:- دا هغه لاره ده چې يو قوم نور قومونه د خپل ځان برابر ونه ګنې او د سلاح ګانو په زور خپله فيصله يا خوښه په نورو قومونو تحميلوي چې بد ترين عواقب او نتايج ترې راپورته کيږي.

پورته دواړه لارې زمونږ د بحث موضوع نه تشکيلوي او زمونږ د بحث موضوع دريمه لاره ديپلوماسي ده چې مفصلاً به يې تر څيړنې لاندې ونيسو.

دريمه فقره: د يپلوماسي په بين الدول روابطو کې هميشه د ګټو او منافعو تصادم او ټکرپه صورت کی منځته راځي چې د دې تصادم يا ټکر د مخنيوي لپاره ښه او بهتره لاره د ديپلوماسۍ ده ديپلوماسي ګويا يو تخنيک او فن دى چې د هغې په ذريعه د هيوادونو د منافعو ټکر او تصادم کې تر زياته حده کموالى راولي.

 نو بايد ووايو کومه خاصه ګټه او مفاد چې د کوم دولت د بقا لپاره ډير زيات اهميت لرونکي وي نو په دې صورت کې د منافعو مطابقت راوستل ناممکنه وي ځکه د دوې دواړو خواوو دولتونو ته دا مسئله ډيره مهمه او ارزښتناکه وي نو ځکه د دوې په منځ کې د مصالحي کومه لاره موجوده نه وي.

همدارنګه هغه مسايل چې د هغې خطر د دولت بقا او پايتخت ته متوجه نه وي بيا هم هيوادونو ته د اهميت وړ دى نو په داسي حالاتو کې ديپلوماسي په کار اچولي شي. همدارنګه هغه هيوادونه چې هم سرحده وي د هغه وگری د يو د بل سره رفت امد او د موادو اجناسو تبادله کوي لکه زمونږه هيواد رابطه د پاکستان يا د ايران سره چې د روابطه ډيره زياته تاريخي سابقه لري.

مګر مونږ چې دلته د کومو روابطو څخه يادونه کوو هغه د افرادو تر منځ روابط نه بلکه د دولتونو تر منځ رابطه دي چې دا روابط د دولت د قصد او ارادې او د هغوي د مناسباتو پوري اړه لري چې د دې روابطو د شروع کيدو لپاره لومړي شرط د حقوقي شخصيت لرل او په رسميت پيژندل دي.

دا روابط د فزيکي اشخاصو پواسطه پر مخ ځي چې د حقوقي اشخاصو نماينده ګي کوي همدا ديپلوماتيک روابط د نورو روابطو لکه تجارتي ، فرهنګي، تعليمي، کلتوري، اقتصادي او نورو لپاره مقدمه يا پيل ګڼل کيږي.

مونږ ويلاى شو چې د دولتونو تر منځ د جنګ پر ځاى د خبرو اترو او مذاکراتو له لاري د معاملاتو تر سره کول او مسائلو حل او فصل کولو لارو چارو ته ديپلوماسي وايي.

بايد يادونه وکړو چې پخوا به ديپلوماسي د خفيه معاهدوا و یا خفيه يا پټو اتحاداتو او همدارنګه د چل او فريب په توګه د خطونو پواسطه تر سره کيده چې په دې کار سره په بين المللي سطحه دغه د  ديپلوماسي لفظ په ښه معناګانونه تعبير کيده او خلکو به ورته په بده سترګه کتل مګر د وخت په تيريدو سره ښکاره خبرو او مذاکراتو او علمي معاهداتو او اتحادونو ديپلوماسي ته ترقي او پيشرفت ورکړو چې په موجوده دوره کې د دولتونو تر منځ په روابطو کې ديپلوماسي يو خاص اهميت او مقام لري چې په نن وخت کې په بين المللي سطحه د امن او صلحې راوستلو او جنګ پر ځاى د مسائلو د خبرو اترو له لاري حل او فصل کولو لپاره ښه لاره همدا ديپلوماسي ده.

 

د ديپلوماسي لفظي او لغوي معنا او تعريفونه:

نن ورځ د ديپلوماسي کلمه د مطبوعاتو له لاري زيات اوريدل کيږي خو اکثره خلک ددې کليمي په مفهوم باندي نه پوهيږي نو غواړم چې ديپلوماسي په لغوي او اصطلاحي ډول تعريف کړم او وروسته د ديپلوماسي نور موضوعات تشريح کړم.

ديپلوماسي د يوناني کليمي ديپلومه څخه اخيستل شوي ده چې ليکل شوي سند يا ورقي ته ويل کيږي چې د صلاحيت لرونکو مقام لخوا ورکول کيږي او د يو چا لپاره په کې امتيازات ، حقوق او مصونيتونه موجود وي هغې

 ورقي ته هم ويل کيږي چې احکام او لوړ پوړي چارواکې يي يو بل ته استخداموي همدارنګه د سياسيت پوري مربطه ټولو اسنادو ته ديپلومه ويل کيږي او هغه څوک چې د دې ډول اسنادو ساتنه کوي هغې ته ديپلومات ويل کيږي .

 ديپلوماسي په اصطلاحي ډول يو واحد تعريف نه لري او علماوود ديپلوماسي لپاره مختلف تعريفونه کړي دي چې دنموني په ډول څو تعريفونه ذکر کوم.

–    ديپلوماسي د سياسي مذاکراتو په معنا:            

–    ديپلوماسي د سياسي مذاکراتو د تر سره کولو د فن په معنا.

–    د مذاکراتو له لاري د نورو دولتونو سره د دولت د خارجي سياست د عملي په معنا

–     د استاد ډاکتر سعدالدين علي رؤف تعريف: ديپلوماسي هغه علم ته ويل کيږي چې د عمومي بين المللي حقوقي شخصيتونو تر منځ د مذاکراتو له لاري رسمي روابط برقرار وي او د هغوي متنازعه فيه مسايل د نظرياتو د تبادلي په اساس حل او فصل کوي.

–      د اکسفورډ د ډکشنري تعريف: د ديپلوماسي هغه روش او طريقه ده چه د هغي په ذريعه د خارجي روابطو پوري مربوط مطلوبه مسايل حل او فصل کيږي .

–       ديپلوماسي د خبرو اترو په ذريع د روابطو د قايمولو هغه لاره ده چې د هغې په اساس د دولتونو روابط برقرار يا دوام ورکول کيږي يا هغه روش يا طريقه ده چې سفير يي په خپل منځني معاملاتو کې په فني توګه استعمالوي.

بختیار

Advertisements