ولسمشرۍ ته د ولاړ نوماند او اوسني ولسمشر حامد کرزي په ملاتړ د پکتيا مرکز ګرديز ښار کې يوه ستره غونډه تر سره شوه. د غونډې موخه په راتلونکو ټولټانکو کې د حامد کرزي له نوماندۍ څخه د ملاتړ څرګندونه وه چې پکې د مرکز ګرديز سربيره له ولسواليو څخه هم يو ګڼ شمير پکتيا والو ونډه اخستې وه.

 که څه هم غونډه د ښار په شمال ختيځه څنډه کې جوړه شوې وه  خو د مخاليفينو له لوري لږ تر لږه د غونډې د احتمالي ګډوډولو له ويرې له امله د ښار په مرکزي واټونو کې يو ګڼ شمير کورني او بهرني امنيتي ځواکونه له خپلو زغغره والو وسايطو سره د امنيت ساتلو په موخه ښکته او پورته ګرځيدل. پر دې سربيره بيګاه درسته شپه هم د ګرديز پر اسمان د الوتکو دغږنو له امله د ګرديز د ښاريانو په ارامه خوبونه نه دي کړي.

په هر صورت تر اوسه د کومې د پام وړ بې امنيتۍ خبر نه دی تر لاسه شوی. که څه هم د غونډې پر مهال (غرمه مهال) د ښار په زړه کې د سپکو وسلو ډزې واوريدل شوې.

د ښاغلي کرزي د انتخاباتي کمپاين د فتر له لوري تيره شپه په يوه تلويزوني خبرتيا کې له پکتيا والو غوښتنه شوې چې په دغه غونډه فعاله ونډه واخلي او زياته شوې چې دغونډې  ټولو ګډونکوونکو ته به د غرمې  ډوډۍ او د لارې کرايه هم ورکول کيږي.

په نوماند کرزي د هغه د سيلانو لخوا په انتخاباتي منډو ترړو کې له دولتي امکاناتو او شتمنيو څخه د بې دريغه کارولو تور هم لګول کېږي.

له بل لوري ګرديز ته د ورڅيرمه ولسواليو اوسيدونکو ګلپاڼې ته وويل چې د چارکواکو لخوا اړويستل شويدي تر څو به دغه غونډه کې د ګډون لپاره ګرديز ته ورشي. يو تن چې د خپل نوم له څرګندولو څخه يې ډډه کوله وويل چې سيميزه چارواکو ته امر شوی چې لږ تر لږه بايد 300 تنه بايد هرو مرو له هرې ولسوالۍ څخه دغې ملاتړ غونډې ته راوستل شي.

ګل

Advertisements