ګرديز: 2009-08-07
د شپې نهه بجې:
همدا اوس څو دقيقې وړاندې يو نا تاييد شوی خبر تر لاسه شو چې د ګرديز په ښار لږ تر لږه يو توغندی راپريوت. يو عينی شاهد چې په خپلو سترګو يې د دغه توغندي/راکټ د ليدلو دعوه کوله وويل چې توغندی د ښار له شمال شما ختيځې څنډې څخه د پر جنوب ختيځه څنډه ولګيده چېرته چې د افغان او بهرنيو ځواکونو اډه موجوده ده. لاتر اوسه ددغه بريد له امله د اوښتي مالي او يا ځاني زيان په اړه معلومات ندي تر لاسه شوي.


همدارنګه په يو بل خبر کې راغلي چې تيره شپه هم د ورته بريد په ترڅ کې د همدې ولايت د سيد کرم ولسوالي په نښه شوې وه. خبر زياتوي چې د مخالفينو له لورې څو توغندي د سيدکرم ولسوالي پر ودانۍ توغول شوی. مخالفينو د ولسوالۍ ودانۍ ته د زيان اړولو دعوه کړيده خو دولتي چارواکي له لويه سره پر ولسوالۍ د بريده خبره سمه نه بولې او د ولسوالۍ ودانۍ ته د هر راز زيان خبره ردوي

US base Gardiz

US base Gardiz 2

Advertisements