پرون د زمري په 29مه په افغانستان کې خلکو د خپل راتلونکي ولسمشر او ولايتي شوراګانو د استازو د ټاکلو لپاره خپلې رايې وکارولې. که څه هم دطالبانو او نورو وسله والو مخاليفيو لخوا د دغه بهير د ګډوډولو په موخه په لسګونو بريدونه هم تر سره شول خو  د ټولټاکنو د خپلواک کميسون او نورو دولتي لوړپوړو چارواکو  د هيواد په تاريخ کې د دوهم ځل لپاره د دغو ټولټاکنو تر سره کيدل د خپل ځان او افغان ملت لپاره يوه ستره بريا وګڼله. له بل لوري په راڼه او بې پرې توګه د تر سره کولو په موخه، د ټولټاکنو د خپلواک کميسون د چارواکو په وينا د دغوټولټاکنو د څارنې لپاره په ټول هيواد کې د دوه نيم لکو په شا او خوا کې څارونکو چې پکې د ټاکنو نړيوال څارونکي، کورني څارونکي، د مختلفو چاپي، صوتي  او تصويري رسنيو استازي او ژورنالستان، د نوماندانو استازي، بشري حقوقو د ټولنو او نورو مدني ټولنو استازي شامل دي له دوی څخه د  دغه بهير د څارنې په موخه ځانګړي کارتونه ترلاسه کړي وو.

خو له دې سره سره هم په ټولټاکنو کې په مختلفو کچو د يو ګڼ شمير درغليو راپورونه ورکړل شويدي. د درغليو په هکله ډيری شکايتونه له ګوتو څخه د رنګ پاکيدنه، د کارتونو د سوري کولو لپاره د ماشينونو د نشتوالی او يا هم خرابوالی په هکله وو چې د يوتن لخوا له يوې څخه د ډيرو رايو اچولو ته  يې لاره هواروله. پر دې سربيره له يو شمير سيمو څخه د دولتي چارواکو او  د نوماندانو لخوا د رای ورکونکو تهديدول، او خلک د يو مشخص کانديد په ګټه د رايو کارولو ته هڅول هم تر سره شوي دي. د يوې تصويري رسنۍ د راپور  پر بنسټ د هيواد په شمال کې د بلخ د والي لخوا رای ورکوونکو  ته ويل کيده چې د يو مشخص کانديد يعنې عبدالله عبدلله لپاره خپلې رايې وکاروي.

همدارنګه ويل کيږي د کابل په يوې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د يو تن غړي لخوا د ټاکنو د ورځې له پيل څخه د مخه د شپې لخوا د رايو پاڼې، صندوقونه او نور اړوند مواد  خپل کورته وړل شوي وو،او د شپې لخوا صندوقونه د يو ځانګړي نوماند (کرزي) په ګټه له رايو څخه ډک شوي وو. کله چې د رايې ورکونې په ورځ  د ټاکنو د همدغه د سيمه ايز مرکز د مسئول  لخوا ددغو صندوقونو د تر لاسه کولو څخه انکار وشو نو د نوموړي وکيل لخوا د ټاکنو د مرکز د غه مسؤل د ګوښه کړای شو.

په ګرد هيواد کې د رایو د ورکړې د مرکزونو د شمير په هکله هم ګډوډ معلومات ورکړل شويدي. د ټولټاکنو د خپلواک کميسون  د چارواکو په وينا په  ټول هيوادکې  کې کابو 7000 مرکزونه (چې په هر مرکز کې له 2 تر 6 د رايو محلونه موجود وي) په پام کې نيول شوي وو او د امنيت د ساتلو په موخه يې د دغو مرکزونو لست له امنيتي مسؤلينو سره شريک کړی وو. خو د کورنيو چارو د وزارت د چارواکو په وينا د کابو 6600 مرکزونو د امنيت ساتلو لپاره يې خپل پرسونل ګمارلی وو. د ټولټاکنو په ورځ هم د امنيتي پيښو له امله د هيواد په يو شمير سيمو کې يو شمير مرکزونه وتړل شول او يا هم له يوې سيمې څخه و بلې ته انتقال شويدي چې په دې توګه د پرانستل شويو مرکزونو کچه لا نور ه هم کمه شوېده.  په هر صورت د ورځې په پای کې د ټولټاکنو د خپلواک کميسون مشر د يو خبري کنفرانس پر مهال د خپلو خبرو په ترڅ کې دعوه وکړه چې کابو 94 سلنه مرکزونه يې په ګرد هيواد کې پرانيستي وو. خو هغه د پاته 6 سلنه مرکزونو له سيمو او له لويه سره له هغه سيمو چې د مخاليفينو په ولکه کې دي او له لويه سره مرکزونه ورته په پام کې نه وو نيول شوي هيڅ ونه ويل.

خو له دغه شان رسمي شميرو او دعوو  سره سره د هيواد له مخلتفو ولاياتو په ځانګړي توګه له ناارامه سويل ختيځو ولاياتو څخه يو ګڼ شمير خلکو ځينو رسنيو ته د تليفون له لارې څرګنده کړه چې ددوی په سيمو  په ځانګړې توګه په ولسواليو او کليو کې  له لويه سره د رايو ورکونې مرکزونو شتون نه درلود. او کچيرې په يو نيم ځای کې مرکز هم موجود هم  وو نو د رای ورکونو څرکه په کې نه ليدل کيده.

له هماغه پيله او ان چې لا له  وړاندې امنيتې ستونزې او پيښې د ټولټاکنو په وړاندې تر ټولو ستر او جدي خنډ ګڼل کيده. که څه هم د دولت امنيتي چارواکو لا له وړاندې څخه ولس ته رای ورکولو د مرکزونو د امنيت ساتلو ډاډ ورکاوه او په خپلو ويناوو او خبري کنفرانسونو کې به يې د خپلو پراخو امنيتي پلانونو څخه خبرې کولې. خو وسله وال مخاليفين هم په کراره ناست نه وو.  هغوی هم  د رای ورکوونې  له ورځې اونۍ اونۍ مخکې د ټاکنو د بهير د ګډوډولو ګوت څنډنې کړې وې. د هغو کسانو د رنګ شويو ګوتو د پرې کولو اخطار يې هم ورکړی وو چې په ټولټاکنو کې يې ونډه اخستي وي او رايه يې ورکړي وي. همدارنګه د رايو ورکولو پر مرکزونو د بريدونو دړکې يې هم کړې وې.

خو د افغانستان کورنيو چارو، دفاع وزارت، او ملي امنيت د رياست چارواکو د راې اچونې د  ورځې په پای کې په يوه ګډه خبري ناسته کې دعوه وکړه چې له يو شمير کوچنيو پيښو پرته يې د ټاکنو د بهير د ګډ وډلو په موخه  د وسله والو مخاليفينو نور ټول پلانونه او هڅې شنډې کړي دي. خو دا يې هم زياته کړه چې د دوی له هڅو سره سره د ټاکنو د بهير د ګډ وډولو په موخه د پايتخت په ګډون د هيواد په ګوټ ګوټ کې د وسله والو مخاليفيونو لخوا په لسګونو بريدونه هم تر سره شول چې مرګ ژوبه هم ورسره مله وه.

يوه بله خبره چې دلته ترې يادونه کولای شو هغه د ټاکنو په ورځ د دولت لخوا پر رسنيو د تاوتريخوالي د پيښو د خبرونو پر خپرولو د بنديز لګيدنه وه چې د رسنيو د مسؤلينو او نړيوالو ټولنو له سخت غبرګون سره مخ شوه. دولت د دغه کار موخه د تاوتريخوالي د پيښو په هکله د خبرونو د خپرولو په پايله کې په خلکو کې د راپيداکيدونکې ويرې کموالی په ګوته کړی وو تر څو خلک وکولای شي په ډاډه زړه د رایو مرکزونو ته ولاړ شي او خپلې رايې وکاروي. دولتي چار واکو دا ګوت څنډنه هم کړې وه چې د دغه حکم له سرغړونکو سره به جدي کړنې تر سره کړي، که سرغړونکی کورنۍ رسنۍ وي نو وبه يې تړي او که د نړيوالو رسنيو استازي وي نو د سرغړونې په صورت کې به يې له هيواده وباسي.

خو د رسنيو او مدني ټولنو استازو بيا دغه ګام د ډيموکراسۍ د يو اصل (ټول ټاکنو ) د پلي کولو په لاره کې د يو بل اصل (د مطبوعاتو او بيان د خپلواکي)  تر پښو لاندې کولو په معنا ګڼلي دي. هغوی په خپلو ويناوو کې استدلال کړی دی چې  افغانان له حقايقو څخه د خبريدلو  حق لري . په دې اړه  د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو د اتحاديې مشر په خپله يوه تلويزوني مرکه څرګنده کړې وه چې ژرونالستان د وسله والو مخالفينو او دولت دواړو لور تر فشار لاندې دي. هغه زياته کړه چې  مخالفين له دوی څخه غوښتنه کوي چې خبرونه يې خپاره شي په داسې حال کې چې دولت پر دوی بنديزونه او سانسور لګوي.

په هر صورت له همدې امله  د امنيتي پيښو شمير ښايي له هغه څو برابره ډير وي چې د دولتي چارواکو او رسنيو لخو ورکړ شوی دي. د بيلګې په توګه د يو جنوب ختيځ ولايت له يوې لرې پرتې ولسوالۍ  څخه يو شمير باوري سرچينو د ټليفون په ليکه راته وويل چې د هغوی په سيمه کې د مخالفينو لخوا ګڼ شمير بريدونه تر سره شويدي چې مرګ ژوبله يې هم لرله. په دغو بريدونو کې د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد هم شامل وو چې لږ تر لږه پکې يو تن پوليس خپل ژوند له لاسه ورکړ. د سر چينې په وينا په يوه بله څنګ لوري ولسوالۍ کې يې له تيرې ورځې څخه پيل شوې جګړه لا هم روانه وه.  خو ددغو پيښو خبرونه  په يوه رسنۍ کې هم خپاره  نه شو. د هيواد په لرې پرتو سيمو کې دغه شان په لسګونو پيښې ښايي د رسنيو لخوا هيڅ تر پوښښ لاندې نه وي راغلي ځکه  د رسنيو لخوا يواځې د 130 امنيتي پيښو راپورنه ورکړل شوي وو.

په همدغو سيمو کې چيرته چې د امنيت په ګډون د مختلفو دلايلو له امله  د ټاکنو د کورنيو او نړيوالو څارونکو هيڅ لاس رسی نه درلود په ټاکنو کې يو ګڼ شمير درغلۍ هم رامنځ ته شوې دي. د يادې باورې سر چينې په وينا په سيمه کې يې ګڼ شمير خلکو د يو ځانګړي نوماند په ګټه څو څو ځلې رايې واچولې.

 

بله خبره چې د ټاکنو په بهير کې ترې ډيره يادونه کيده، هغه د ټاکنو مشروعيت او په ټاکنو کې د خلکو کم رنګه ونډه وه. په ډيری سيمو کې په ځانګړې توګه د نا امنه جنوب ختيځو ولايتو په لرې پرتو ولسواليو او کليو کې خلک د مختلفو دلايلو له امله له لويه سره د رايو مرکزونو ته نه دي ورغلي او يا هم ډير کم ورغلي او خپلې رايې يې کارولي دي. د ورځې په پيل کې خو ان په لويو ښارونو او د ولاياتو په مرکزونو کې هم د خلکو د ونډې بهير ډير ټکنی وو. که څه هم د ژورنالستانو او هغه رسنيو د استازو چې کرۍ ورځ يې د دغو ټاکنو له بهير څخه راپورونه خپرول، په وينا د ورځې له پيل څو ساعته وروسته دغه بهير ښه شو او په ښاري سيمو کې د رايو په مرکزونو کې د خلګو ګڼه ګوڼه د پام وړ وه. خو له دې سره سره هغه خلک چې د ولسمشرۍ د تير ځل ټولټاکنې يې هم ليدلې،  وايي چې په هيڅ صورت د خلکو د ونډې له امله دغه ټولټاکنې له تيرو هغو سره د پرتلې وړ نه وې. د تيرو هغو په پرتله په دې ټاکنو کې د خلکو ونډه ډيره زياته کمه وه.

په ټاکنو کې د ښځو ونډه هم د هيواد په کچه په مختلفو سيمو او ولاياتو کې ډير توپير درلوده د بيلګې په توګه راپورونه ورکړل شول چې په هزاره ميشته  د باميانو په ولايت کې د ښځو ونډه تر نارينه وو هغو هم ډيره وه او د رایو ورکولو په مرکزونو کې يې اوږدې ليکې ولاړ ې، همدارنګه د هيواد په لوديځ هرات کې هم ګڼ شمير ښځې د راې ورکولو په موخه د رايو ورکولو مرکزونو ته ورغلې وې.  خو د هيواد په يو بل پښتون ميشته ولايت پکتيا کې له لويه سره د ښځو لپاره د رايو ورکوولو يو مرکز هم نه وو موجود او ان چې يوه ښځه هم  د رایو ورکولو په مرکز کې نه دي ليدل شوي.

له بله اړخه د هيواد په ډيری پښتون ميشته ولايتونو کې د نا امنيو او د رای ورکولو د مرکزونو د کموالي او ځينو نورو ستونزو له امله ان د نارينه وو ګډون هم د قناعت وړ نه وو.

پر دې سربيره د هيواد په شمالي ولايتو  په ځانګړې توګه په بلخ کې د هغه ځای د لوړپوړو ولايتي چارواکو لخوا د ټاکنو په بهير کې يو ځانګړي نوماند عبدالله عبدالله په ګټه  بې دريغه درغلۍ هم ترسره شوي دي.

په هر صورت د ټولو شته نيمګتياوو سره سره د يو ښه ګام تر څنګ که  د ټولټاکنو دغو ټولو اړخونو ته سړی ځير شي نو د پښتنو د دښمنانو لخوا د هغوی د ګوښه کولو او له واکه څخه د هغوی د  بې برخې کولو په لور همغږې شوې هڅې پکښې له ورايه  څرګنديږي، څوک چې له کلونو کلونو راهيسې په مختلفو نومونو او پلمو نه يواځې کړول شوي او ځورول شويدي،  بلکه په لوی لاس د پوهې، سمسورتيا او پرمختګ له بهير څخه لرې ساتل شوي دي. خو پښتانه به خدای خبر کله په دغه حقيقت پوهيږي؟

 

Advertisements