د سټرس يا فشار پر مهال زمونږ د  بدن د سيستمونو غبرګون

  د انسان په بدن کې مختلف سيستمونه کار کوي چې هر يويې ځانګړې دندې پر مخ بيايي.  د يوې پيښې سره د مخ کيدو پر مهال دغه سيتمونه هريو خپل ځانګړی غبرګونه ښيي. په دغه ليکنه کې د سټرس يا ژور فشار (چې زياتره وخت په يو ډول عصباني حالت بدليږي) د وجود د يو شمير مهمو سيستمونو غبرګون ښودل شوی دی.

1-      عصبي سيستم   Nervous System:

کله چې تر فزيکي او يا رواني فشار لاندې ياست نو زمونږ د بدن سيستمونه په يو ناڅاپي توګه خپله ټوله انرژي د متوجه پيښې/خطرپه لوري  د مقابلې لپاره متوجه کوي. کوم حالت چې د خرپ او ترپ (Fight or Flight) غبرګون په نامه ياديږي. خودکاره عصبي سيستم د ادرينال غدې ته اشاره ورکوي چې د ادرينالين (هغه هورمون دی چې …) او کورتيزول ( هغه هورمون چې..) افراز کړي. دغه هورمونونه د زړه ضربان زياتوي، د وينې فشار لوړوي. د هضم پروسه تغيروي. او په وينه ( د بدن په شريانونو کې ) د ګلوکوز کچه زياتوي. کله چې خطر له منځ ولاړ شي نو د بدن سيستمونه بيرته عادي حالت ته راګرځي.

 

2-       اسکيليټي عضلاتي سيستم Musculoskeletal  System  :

 تر فشار لاندې حالت کې ستاسې عضلات کشيده کيږي. او د ډير وخت لپاره د عضلاتو دغه کش پاته کيدل د سر خوږ، نيم سيری، او مختلف عضلاتي دردونه رامنځ ته کوي.

 

 3-       تنفسي سيستمRespiratory System  :

 فشار ستاسې تنفس او سا اخستنه  سختوي، يا په بله معنی د هياپروينتيلاسيون لامل ګرځي کوم چې د ځينو خلکو کې د هيجاني حملو د رامنځ ته کيدو سبب هم کيږي.

 4-      قلبي ريوي سيستم Cardiovascular System

حاد فشار:   د بيلګې په توګه هغه فشارونه چې په ترافيکو کې د ايساريدو له امله رامنځ کيږي، دغه شان حالت د زړه ضربان کې زياتوالی راولي، او د زړه عضلاتو انقباض زياتيږي. د ويې هغه رګونه چې زړه او نو ټول بدن ته وينه رهمنايي کوي پراخيږي. او انبساط مومي. تر څو وکولای شي د زړه او د بدن نورو برخو ته ډيره وينه ورسوي. د حاد فشار دوامدارې څپې کولای شي چې د اکليلي شراينو د پړسوب سبب وګرځي. کوم چې په خپل وار د زړه حملو ته لاره هواروي.

5-      ترشحي سيستم( د ايډرينال غده) Endocrine System:

د اډرينال غده: کله چې بدن تر فشار لاندې وي. د دماغ د هايفو تلاموس د برخې څخه د اډرينال غدې د قشر برخې ته زيګنال يا اشاره استوي تر څو کوريزول او منځنۍ برخه يې د ايپيفرين هورمون افراز کړي چې دغه هورمونونه د فشار د هورمونو په نامه هم   ياديږي.

جګر: کله چې د اډرينال غده پورتني هورمونونه افراز کړي نو ورسره سم جګر ګلوکوز/يا د وينې شکره توليدوي تر څو چې په بيړني حالت کې د خرپ او ترپ لپاره ډير انرژي چمتو شي.

 6-      د هاضمې سيستم Gastrointestinal System

ايزوفوګوس:  د فشار لاندې حالت کې چې انسان کله چې تاسې خواړه له عادي حالت څخه کم يا زيات کړي او يا يې بدل کړي او يا هم د الکولو او تمباکو استعمال زيات کړۍ نو تاسې ښايي چې زړه د سوځيدو سره مخ شۍ.

معده: تر فشار لاندې حالت کې ستاسې معده ښايي د butterflies ، زړه بدي او درد غبرګون وښايي. کچيرې تاسې تر زيات فشار لاندې ياست نو کيدای شي چې د استفراغ سبب هم شي.

نس/کولمې: فشار ستاسې پر هاضمه اغيزه کوی يعنې کلومې په سمه توګه خواړه نه شي جذبولای. پدې هم اغيزه کوي چې خواړه څومر ژر ستاسې له بدن څخه خارجيږي. تاسې کيدای شۍ چې د اسهال يا قبضيت احساس هم وکړۍ.

 7-      د تکثر سيستم  Reproductive System:

په سړيو کې د رواني فشار په حالت کې  د کورتيزول زياتوالی د وجود تکثري سيستم نورمال فعاليتونه اغيزمن کوي. سخت  فشار د ټيسټوسټيرون او سپرمونو توليد زيانمن کوي او ضعف او کمزورۍ سبب ګرځي.

په ښځو کې فشار د هغوۍ د ماهوارۍ د دوران د ورکيدو،  يا بې قاعده کيدو او يا هم له دردونو سر مل د دورانونو سبب  ګرځي.  همدارنګه  د جنسي ليواليتا کمښت هم رامنځ ته کوي.

 

يادونه: پورتنی مطلب له مختلفو سرجينو څخه په ګتۀ اخستنې سره د “منازعې، منځګړتوب او سولې راوستنې” تر نامه لاندی د هغه روزنيز ورکشاپ د ګډونکوونکو لپاره د مطالعاتي موادو د يوې برخې په توګه چمتو شوی وو چې د يوې نادولتي مرستندويه مؤسسې د ټولنيزو کارکوونکو، د ولسواليو د مسؤلينو او روزونکو لپاره داير شوی وو.

 

 

Advertisements