نامتو پښتون سياستوال او شاعر اجمل خټک د ورپيښې ناروغۍ له امله ومړ.

د پښتونخوا ملي عوامي ګند پخواني مشر، سياستوال او د پښتو ژبې وتلي شاعر او ليکوال اجمل خټک پرون د 85 کلونو په عمر د پيښور په يو روغتون کې د ورپيښې ناروغۍ له کبله له دې فانۍ نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.

 انا لله و انا اليه راجعون

د خدای بښلي  جنازه نن د فبرورۍ په اتمه د هغه په پلرنۍ سيمه اکوړه خټک ادا او همهلته خاورو ته وسپارل شو.

 

خدای بښلی اجمل خټک د پښتونخوا دسياست په ډګر کې د پښتنو يوه له ريښتينو خدمتګارانو له ډلې څخه ووچې د ژوند تر پايه يې د پښتنو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره په ميړانه مبارزه کړې وه. هغه د خدای خدمتګار د تحريک يو له فعالو غړيو څخه وو. اجمل خټک په کابل کې له کابو 16 کاله تيرولو وروسته په 1989 کې بيرته پاکستان ته ستون شو او  په 1990 زيږيز کال له خپلې ولسوالۍ نوښار څخه د خلکو د استازي په توګه د پاکستان قامې اسامبلې ته لاره پيداکړه. تر دې 3 کاله وروسته د پاکستا د ملي عوامي ګند د مشر په توګه وټاکل شو.

له سياست پرته خدای بښلی يو نامتو شاعر او ليکوال هم وو. چې په پښتو او اردو ژبو کې يې ګڼ شمير کتابونه ليکلي او د يو شمير جريدو د مسؤل مدير په توګه يې هم دنده ترسره کړې وه. د هغه يوشمير ليکلي اثار عبارت دي له:د غيرت چيغه، باتو، ګل پرهر، ګلونه تکلونه، دا زه پاګل ووم، ژوند او فن، کچکول، د افغان ننګ، د وخت غږ، د ژوند چيغه، جلاوطن کې شاعري (اردو)، پاکستان مي قومي جمهوري تحريکين (اردو)

 د نوموړي مړينه د لر او بر ټولو پښتونو لپاره چې دم ګړۍ د تاريخ له يو حساس پړاو څخه تيريږي يوه نه جبرانيدونکي ضايعه ده.

 

 

 

Advertisements