د پيښوريانو په ژبه په خپله مې ځانله کار اوکتو، سپين ږيرو او مخورو ته مې چې له خپله اړخه د درې څلورو لاس ګاډو (لاسي کراچيو) د مرستې د امکاناتو نشتوالی او خپله مجبوري څرګنده کړه نو ويې ويل چې انجينر صاحب ښه نو کومه بله لاره چاره يې راوښيه؟ اولس خو ډير غريب دی په ولاکه د سبا او بيګاه لري.

د اينجنر په ټکي مې هم څو واره له دوی او نورو سره جنجال کړی چې ندې راته وايي، ځکه چې زه اينجينر نه يم، خو کليوال د روغتون هر کارکوونکی ډاکتر بلي او کابو هر څوک چې د ياداشت له کومې لوکس کتابچې (ډايري) سره ګوري نوورته انجينر ښکاري، که څه هم زما نه ياديږي چې  ما دې  ښايي له کليو څخه د خپلو ليدنو پرمهال د انجينرانو دغه پيښې کړي وي. او يا هم لکه د پيښوريانو  چې سپايي ته د حوالدار صاحب په ويلو ښايي دلته هم هر کتابچې ولا د انجينر نامه ته خوښيږي.

په هر صورت خبره رانه شواړيږي  د کليوالو د شله ګۍ مې ويل.  چې لار يې رانه ورکه کړه نو مې ورته وويل چې ورشۍ رياست  ته، که واياست نو زه به هم درسره بدرګه شم. او هسې له ما پرته تاسې هم له رئيس صاحب سره ښه بلد ياست او زه ېې هم پيژنم، ښه سړی دۍ. تش لاس به مو نه پريږدي. سلګونو کراچۍ  خو ما په خپلو ګنانګارو سترګو ليدلي چې د رياست په انګړ کې له څو مياشتو راهيسې پرتې دي، لمر بارنونه، ځنګونه  يې چې ورستوي نو له تاسې ښه د کارولو ځای به يې کوم وي؟ حتماً به درسره مرسته وکړي.

ستاسې يې له دې سره څه کار، چې د څو مياشتو راهيسې په رياست کې په چوکۍ سره لانجه ده، او اصلاً کوم رئيس نشته.

د پخوانی رئيس صاحب چې يو څه د کار پر پوله تللی وو کومې خيټه وې ان جي او ته د ورتلو او په دولت کې  تر دندې پريښودلو وروسته د انکشاف دهات د رياست مقام ته  د والي صاحب لخوا يو څوک او د وزارت له خوا کوم بل څوک ور پيژندل شوی وو. دواړو ځانونه  رئيسان ګڼل، يوه بل ته تن نه ورکاوه، د مکتوبونو په لاسليک کولو يې هم څو څو ځله سره ټکر راغلی وو خو لکه چې وروسته يې کوم چا پريکړه ورکړې وه چې د ولايت اړونده مکتوبونه دې خوستی او دوزارت اړونده مکتوبونه دې منګل صاحب لاسليکوي، ځکه چې د دواړو اصلي مراجعو ته د بل لورې د نفر لخوا لاسليک شوي اسناد د منلو وړ نه وو. له کوم چا خو مې دا هم اوريدلي ووچې څو واره يې لکه زما دوه پخواني همکاران چې تل به ساحې ته د تلو پر مهال د موټر پر مخکينۍ چوکۍ سره برګ و، د رياست په دفتر کې د رياست د مقام لپاره د ځانګړې شوې د ناستې پر چوکۍ او ميز هم  سره لانجه کړې وه، او يوځل خو يې خبره ان سوک او څپړې ته رسيدلې وه.  

څه سر به مو خوږووم، د کليو د بيا رغوونې او پراختيا (چې کله ناکله به شوځو ملګرو لومړۍ “ر”  ترې خوړه) ته له کليوالو سره زه هم ولاړم. د سهار له نهه بجو تيرې وې، د د وزارت سرپرست صاحب د دفتر د خونې مخې ته د ګلانو نندارې ته ولاړ وو، زه هم له همده سره بلد ووم، هغه بل (د والي سړی)  خو مې لا ليدلی هم نه وو، ځکه ويل کيده چې په اونۍ کې ايله دوه درې ځله د ورځې يو ساعت نيم رياست ته سر راښکاره کوي. له سرپرست رئيس صاحب سره له روغبړ وروسته مو د کليوالو ستونزه مطرح کړه. د پيژندګلوي اړتيا ځکه نه وه چې ټولو وار له مخه يو له بله سره پيژندل. رئيس صاحب نو زما له پروژې سره ښه بلد وو ځکه چې تر دې پخوا يې هم څو ځله دفتر ته راغلی ووم او دپروژې په اړه مې ان په ليکلې بڼه په ساده پښتو مفصل معلومات ورکړي وو. هغه پوهيده چې عموماُ د کار په بدل کې د پيسو د پروژو اصلي موخه د کومې سترې زيربنا جوړول نه وي، له دې مې هم خبر کړی وو چې د دغه شان لنډمهاله پروژې له لارې د لویو اواساسي پلونو جوړول ښايي نه يواځې په دغه ولايت بلکه ان په هيواد کې ښايي په لومړي ځل تر سره کيږي.

خبره مې د ميراتمړو لاسې کراچيو کوله چې رئيس صاحب ته مو ورياده کړه، لومړی يې کليوالو ته سر وښوراوه خو د تحويلدار او مديرصاحب تر راتلو يې  منتظر کړل. په دغه هاغه کې تر ساعت ډير تير شو، يو څوک راپيدا شو چې نه پوهيږم د کومې شعبې مسؤل به وو، د رئيس صاحب لخوا د کليوالو د غوښتنې تر يادولو وروسته يې رئيس صاخب ته وويل: چې وه رئيس صاحب! مسؤليت به يې  څوک په غاړه اخلي چې ته دوی ته کراچۍ ورکوې، د دولت مال ده اخر، پوښتنه لري،

رئيس صاحب نو له دې سره په خپل ښورولي سر پيښمانه شوی څرګنديده، د مدير صاحب له راپيداکيدو وروسته څرګنده شوه چې د کراچيو د ورکړې او نه ورکړې اصلي صلاحيت د کوم څوکيدار سره دی چې د پخواني رئيس صاحب د خپلوانو له ډلې څخه وو. کليوال هم ډير بلا وو، له رئيس او مديره يې پوښتنه وکړه، چې پدې دومره ډيرو کراچيو چې لمر او بارانونو ورستې کړې به  اخر څه کوۍ؟  رئيس صاحب خو سپين ځواب ورکړ چې ولا زه هم نه يم خبر، دا څو کاله کيږي چې دغلته پرتې دي، نه پوهيږم چا او د څه لپاره راليږلي دي. مدير صاحب هم ورتوغوله چې کراچۍ نه دي غم دي، مونږ هم په غم ورسره پاتې يو، له خپل قيمته يې له يوه ځای نه و بل ځای ته پر انتقال او ساتلو زمونږ ډيرې پيسې لاړې. مونږ هم نه پوهيږو چې څه پرې وکړو، خو چې اوس هسې خدای ورکې کړې وای ښه به وو، لمر او بارانونو ټولې خرابې کړې، ډيری یې بې له دې چې يوه ورځ هم کارول شوې وي ماتې او کنډې کپرې شوېدي، که ريښتيا ووايم اصلاً د کارولو ندي. کليوالو بيا ورغبرګه کړه ، ښه چې داسې ده نو خير دی مدير صاحب که يوه نيمه يو څه خرابه هم مونږ به يې جوړه کړو، ټير مير به هم وراواچوو چې کار مو خلاص شو صحي سلامتې به يې بيرته در وسپارو.

مدير صاحب: نه نه دا کار نه شو کولای، ځکه چې مسؤليت لري. دا خو څه مؤسسه نده چې څوک د  هيڅ شي پوښتنه نه کوي. دا خو  د دولت مال دی پوښتنه يې کيږي، که سبا له وزارته يو څوک راشي نو څه ځواب ورکړو؟

خو د مدير او رئيس صاحب يوه ته هم داخبره مهمه نه وه چې دا په سلګونو کراچۍ چې په پيرلو، راوړلو او ساتلو يې د همدې دولت او ملت پنډونه روپۍ تللې، بې له دې چې د چا يو توت  سود پرې وشي د ماتيدلو،  ورستيدلو او له منځه تللو په وړاندې هم څوک مسؤليت لري او که نه؟  او که لري يې  نو دا مسؤليت به د چا په غاړه وي؟

 

 

Advertisements