موږ چې کوچنيان وو نو حق ناحقه به مو د مور يا پلار په کومه تُنده يا ترخه خبره شونډې ځوړندې او وربوزونه کاږه کړل. ځان به مو مرور کړ.  بيا به نو چې د ډوډۍ د خوړلو وخت شو هغوی به راته زارۍ کولې خو موږ به نه ورتلو، که ماسختن به وو نو تر بړستنې دننه به مو له ځان سره پريکړه وکړه چې که داځل يې راته ست وکړ نو وربه شم، خو چې هغه ست به تير شو نو بيا به مو يو بل هدف وټا چې دوه ځله نور راته ونه وايي نه ورځم ،  همداسې درې څلور پنځه او نور درواخله په همدې کې به يا په نهره خيټه ويده شو او هغه د پښتو لنډۍ به راپورې ښه ونښته:

 که مرور شوې ځان به خوار کړې – جينکۍ کله مرور پخلا کوينه

خو زموږ مرورتيا به له نجونو څخه نه  بلکه له مور او پلار سره وو چې پر اولاد ډير تر لباسي ميينو ډير مهربانه وي، ځکه به کله راپاڅيدل او په زوربه يې په دسترخوان کينولو، خو يو  نيم ځل به داسې هم پيښ شول چې زمونږ ضد به پوره شواو تر ټاکلي شميرې ستونو وروسته به په ورپاڅيدو.

دا وړکتوب دا ټوله کيسه مې د حضرت صبغت الله د مرورتيا پورې اياده شوه.  وايي چې بيا مرور شوی دی او د سنا له رياست څخه يې استعفا کړې ده. خدای زده چې دا ځل به يې څومره او د چا چا لخوا ستونه له ځان سره په پام کې نيولي وي. خو د پارلمان يو شمير غړو رسنيو ته  د څو ځله ننواتې د ورتلو خبره کړيده، او وايي چې دده اوربوز لا هم همغسې کوږ دی.

زمونږ په ټولنه کې دا مشهوره ده چې سړی زوړ شي نو خلصتونه بيرته ماشوموالي ته ګرځی، زړه يې نری کيږي په کوچنۍ خبره خفه او خوښيږي او داسې نور. ښايي په حضرت صاحب هم يو ځل بيا د کوچنيوالي پيريان ناست وي او هماغه کانې کوي.

د مجاهيدينو له بري وروسته چې يو وخت په راولپنډۍ کې د تنظيمونو لخوا د دوه مياشتنۍ دورې لپاره ولسمشر ټاکل شوی وو نوکوم چا ترې دخپلې دورې د لاس ته راوړنو پوښتنه کړې وه، ده ورته ويلي چې په دوه مياشتو کې خو چرګه هکۍ نه اچوي نو له ما څخه د کومې لاس ته راوړنې تمه لرۍ؟ خو اوس يې چې په پارلمان کې  او د سولې د ټينګښت د کميسون د رئيس په توګه کلونه تير کړل نو بيا يې هم دکومو ګلو د کرلو څرک نه لګي. بلکه ريښتيا خو دا دي چې د جوړيدو راهيسې ددغه کميسونه له لارې د مخاليفينو سره د خبرو، له دولت سره د هغوی ديوځای کيدو په موخه د هغوی د هڅولو  او د سولې د ټينګښت په نامه په ميلونونو ډالرې د يو شمير مجدديانو جيبونو ته ور رسولې دي دا بيله ده چې د سولې په ټينګښت کې يې يو توت ګټه يې هم نده کړې. بلکه په هيواد کې د سولې او امنيت حالت خو ټولو هيواد والو ته څرګند دی چې ورځ په ورځ په کوم لوري روان دی. ان د ارګ په دروازه کې يې هم پته نه لګي.

ځکه نو زه ټولو هغه ننواتيانو ته مشوره ورکووم چې که کوم بل مطلب مو نه وي او هسې د بوسولاندې اوبه نه تيروۍ نو په ننواتو نه ارزي. که د کرزي لالا سره د لندن په کنفرانس کې پر شويو ژمنو باوري وي نو هرو مرو به راپخلا شي، که نه نو په مرورتوب کې به خپل سود ګڼي. که ډلر راغلل او لالا کومه وعده ورکړه نو په خپله هم  بيرته ډير ژر خپله کړې خبر ترې هيريږي او يا يې چې هر راشي منکريږي. کلونه وړاندې د کابل په هوايي ډګر کې پر الوتکې د ډزو پيښه خو به مو ياده وي چې  يو ځل يې پر پکولي پړه  وراچوله خو له هوايي ډګره له وتلی نه وو چې ګلبدين يې ياداوه.

 او که ريښتيا راباندې وياست نو پر ما او ده څه ورانه او ودانه ده، هغه د کوم شاعر د شعر د يوبيت دا وروستی بند راپورې ښه نښلي چې وايي  که ووم ووم که نه وم نه وم.

Advertisements