( Karen Burns):ليکنه: کارن برنز

ژباړه: ګ.ر

تاسې ښايي داسې ډاروونکې کيسې اوريدلې وي کله چې يو دنده لټوونکي د مرکې په بهير کې تليفون ته ځواب ورکوي، يا  کوم شی خوري او کرپوي يې، يا ويښتان ږمنځوي او يا تر دې هم ناوړه کارونه. تاسې شايد دا کار ونه نه وي کړی، ايا کړی به مو وي؟  يقيناً،  نه.

خو له دې پرته د دندو په مرکو کې  بلا ډير نه ، نه شته دي چې تاسې يې ښايي فکر هم نه وي کړی، او يا مو هم له ياده وتلي وي. د دندې لټول (تر لاسه کول) خورا سخت کار دی او د تازه کولو (ريفرشر) يو لنډه کی کورس ښايي ډيره مرسته ونکړي. ځکه نو ستاسې د لارښوونې او خوښۍ لپاره دلته د دندې لپاره  د مرکو د 50 تر ټولو بدو او عامو تيروتنو يادونه کوو.

ناوخته رسيدل

ډير وخته رسيدل

د سيګريت لګول يا څکول

  خپل پخوانی امر بد يادول

د خپلې تجربې، مهارتونو او پوهې په هکله دروغ ويل

کارځای ته په پام سره نا سمې جامې اغوستل

د هغه چا نوم هيرول چې ورسره مرکه کوئ

ډيره زياته خوشبوی او عطر کارول

د عينکو کارول ( له اړتيا پرته)

په غوږونو کې د اوريدلو د وسيلې کيښودل (له اړتيا پرته)

د دنده ورکوونکي په هکله د وار له مخه  معلوماتو په لرلو کې پاته راتلل

د ليوالتيا په څرګندولو کې پاته راتلل

د امتيازاتو په هکله ډير ژر پلټنه

د تنخوا غوښتنه ډير ژر مطرح کوی

ددې خبرې په شريح کولو کې پاته راتلل چې څنګه يا ولې ستاسې  غښتلتيا او قابليت له دندې سره اړخ لګوي؟

په دې کې پاته راتلل تر څو دا ثبات کړۍ چې تاسې ولې د دې د ندې لپاره تر نورو غوره شخص ياست؟

له ځان سره د خپلې بايوګرافۍ او يا ريزومي يونقل نه درلودل

په خپله ريزومي يا بايوګرافي کې د ليکليو شويو معلوماتو په پاد ساتلو کې پاته راتلل

ډيرې زياتې پوښتنې کول

هيڅ پوښتنه نه کول

د ستندرد پوښتنو ځوابوولو ته چمتو والی نه لرل

د مرکه کوونکي خبرو ته په غور سره غوږ نه  نيول

تر نيمايي ډير وخت خپله خبرې کول

د مرکه کوونکي په خبرو کې وروليدل

د مرکه کوونکي د مفاهمې سټايل له پامه غورځول او ورسره ځان نه برابرول

له لارې (موضوع) وتل يا انحراف

کړوپيدل

له ځان سره د دوست يا د کورنۍ د کوم بل غړي راوستل

ژوالې زدويل، تمباکو (سګريټ) کارول، په خوله کې د قلم وهل، يا په ويښتانو کې ګوتې وهل

بې ځايه خندل، شپيلي وهل، بنګيدل، او يا شونډې زبيښل

د ځينو ويوکو له “تاسی پوهيږۍ” ، “زه فکر کوم”، “اَم” او داسې نور کارول

لاپې او باټې وهل او داسې څرګندول چې په هر څه پوهيږۍ

د مرکې په بهير کې تشانب ته د تللو غوښتنه کول

په غلطه يا مبالغې سره ځان معتدل څرګندول

د ستړي مشي پر مهال د لاسونو ډير ضعبف يا ډير غښتلي ښورول

د سترګو د تماس په ساتنه کې پاته راتلل (يا د سترګو دوامدار تماس نه ټينګول)

تر مرکه کوونکې وړاندې کيناستل

په قاريدل يا مقاومت کول

د انتظار په هکله شکايت کول

د نورو څيزونو په هکله شکايت کول

ميمله پال يا ريپشننست ته په سپن سترګۍ خبرې کول

د خپل عصبانيت څرګندونه

د خپلې تيرې دندې له لاسه ورکولو لامل تر حده ډير تشريح کول

ځان ډير نږدې( اشنا ) ښودل او مسخره کول

ډيره نا اميدي څرګندول

د وخت ډير کتل ، تعقيبول

تر حده ډير ځان شريکول

ډير تکرار

د تيليفون چالاند پريښودل

د دندې په غوښتنه کې پاته راتلل

Advertisements