د پښتو شفاهی یا نالیکلي ادبیات:

د حامد اقبال رالیږنه:

دا به مبالغه نه وي كه ووايو چې د سيمې په ژبو كې پښتو د ناليكلو ادبياتو د سرشارو چينو دلرلو له امله په لومړي كتار كې راځي . داچې د پښتو د نالیكلو ادبياتو زيرمې نسبت نورو ژبو ته زياتې دي ، اصلي علت يې دادي چې زمونږ زياتره ښځينه او نارينه وو داسې ولسي رنګارنګ ادبيات له ځانه پريښې دي، چې راټولونه او تدوين يې ستونزمن كاربلل كيږي . ولسي ادبيات د خلكو په سينو كې ځاي نيولی اوله يو نسل څخه پل نسل ته ليږدول كيږي . په دې توګه ددې ادبياتو زياتره برخه تر موږ پورې نه ده رارسيدلې . دليكلو ادبياتو پرځاي دناليكلو ادبياتو د منځ ته راوړلو زمينې ډيرې زياتې موجودې وي.

د پښتو نخوا، افغانستان ، بلوچستان ، سند ، پنجاب او دكشمير په زياترو پښتني سيموكې اوس هم د ناليكلو ادبياتو بيلابيلې نمونې منځ ته راغلي ، خو ددغو سيمو په ښارونو كې د پښتو د ناليكلو ادبياتو دمنځ ته راتلو زميني محدودې او حتي له منځه تللي دي.

په پښتو كې دناليكلو ادبياتو بيلابيل ډولونه او دهغو زياتوالي سړۍ په دې باوري كوي ، چي زموږ له خلكو سره هنري ذوق او احساس موجود و او خپل دا ذوق او احساس يې دولسې ادبياتو په بيلابيلو ډولونو كې څرګند كړي دي.

زمونږ خلكو د پيړيو په اوږدو كې خپل ارمانونه ، خوښۍ ، غمونه ، خپله مينې او د خپل ټولنيز ژوند كړه وړه په دغو ناليكلو ادبياتو كې بيان كړي دي.

دغه ادبيات په ناليكلي ډول خوله په خوله يا نسل په نسل راليږدول شوي او دليږدونې په بهير كې يې كليوالي موسيقۍ هم خپل نقش لوبولي دي. خو دې لړۍ د خپلو راويانو له وختونو سره دوام كړي دي او دراويانو له منځه تلوسره ناليكلي ادبيات هم له منځه تللي دي . لكه هغه صحرا چی پکی خود رويه ګلان راټوكيدلي او د بڼوال له پالنې پرته له منځه تللي دي .

څرنګه چې په هره ټولنه كې ناليكلي ادبيات سينه په سينه ليږدول كيږي ، نو ځكه يې لرغونې بڼې تر وروستۍ پيړۍ پورې نه دې رارسيدلي. پښتو دناليكلو ادبياتو كومې ثبت شوې بيلګې لرو ، له ځينو استثنايي موارد و پرته په تاريخي لحاظ لرغونې نه دي ، خو په ځينو دغو سندروكې مفكوره او دفكر طرزيې لرغوني دي .

ددغو سندرو په ځينو ډولونو كې دهغو ښكلي جوړښتونه هم له ډيرو لرغونو زمانو څخه روايت كوي او له هغو آريايي سندرو سره نژدې والي لري ، چې له زرګونو كلونو د مخه په دې خاوره كې منځ ته راغلي او روزل شوي دي. د پښتو د ناليكلو سندرو يوه مهمه ځانګړنه داده ، چې په خاصه غاړه (لحن) ويل كيږي.

د پښتو ژبې ناليكلي ادبيات ډيرډولونه لري، چې ځينې يې سيمه ييزدي ، يعنې په يوې ځانګړې جغرافيايي سيمې كې منځ ته راځي او په نوروپښتني سيمو كې رواج نه لري.

خو ځينې ډولونه يې په ټولو هغو سيمو پورې اړه لري ، چې ددغه ډول ادبياتو د منځ ته راتلو مينه وال او روزونكي لري . د ناليكلو ادبياتو دبيلابيلو ډولونو د ثبت او ټولولو كار څه د پاسه له سلو كلونو را په دې خوا پيل شوي دي .

تر ټولو دمخه پښتو ناليكلو ادبياتو ته لودبځ وال متوجه شوي دي . د لويديځو پوهانو ددغو هڅو په لړۍ كې دجيمزدارمسټټر(۱۸۴۹ – ۱۸۹۴ ) كار تر ټولو ارزښتناك دي . ده د پښتو دناليكلو ادبياتو بيلګې په خپل مشهور اثر (د پښتونخوا د شعر هاروبهار ) كې خوندي كړي دي.

زموږ په هيواد كې هم د پښتو دناليكلو ادبياتو دډولونو ثبت له شلمې پيړۍ را په دې خوا د پام وړ ګرځيدلي . په افغاني پوهانو كې ارواښاد غلام محي الدين افغان ( ۱۳۰۰ه ش مړ ) دا كار تر هر چا دمخه پيل كړي دي ، چې په سراج الاخبار افغانيه كې يې د پښتو متلونو بيلګې چاپ  كړي دي.

تر ده وروسته په كندهار كې د پښتو د ادبي انجمن په جوړيدو سره او بيا په كابل كې پښتو ټولنې دغو مرغلرو ته ډيره پاملرنه كړي ده . په دې برخه كې ارواښاد محمد ګل نور (۱۳۵۲ ه ش مړ ) د لوي حق خاوند دي . ده د پښتو دناليكلو ادبياتو دځينو ډولونو ډيرې خوندورې بيلګي راټولې كړي دي .

تر محمد ګل نوري وروسته په افغانستان كې د پښتو ژبې نامتوليكلوال او شاعر حبيب الله رفيع چې كوم كارونه كړي دي ، په وروستي بهير كې د كيفيت او كميت له پلوه بې ساري دي .

د پښتو د ناليكلو ادبياتو او پښتني فولكلور د تيوريكي اوعلمي مطالعې په لاره كې د اكاديمسين كانديد محمد صديق روهي ، د اكادميسين كانديد عطايي او سرمحقق دوست شينواري كارونه او كارنامې نه شو هيرولي.

نور بیا…

Advertisements