حکیم تڼیوال

شپون صاحب په خپلو ښکلو لیکنو کی کله ناکله د خلقيانو، پرچميانو، مجاهيدنو، پيښور او مهاجرت د پیر او ځینو یارانړ د خاطرو … او نورو يادونه کوي. زه چې کله هم د هغه لیکنې لولم نو دې خدای شته چې ماهم له ځان سره بيرته همغې زړې زمانې ته بيايي او هغه ټولې پيښې او صحنې مې لکه د فلم له مخې تيروي. په کومه ليکنه کې يې د خدای بښلي تڼيوال له خاطرو يادونه کړې وه. تڼيوال به ښايي د شپون صيب له نږدې ملګرو او يارانو څخه وو او د پيښورو په وینا بلا ډيرې خاطرې به ترې لري.

خو که خدای مې نه غلطوي نو له تڼيوال سره زما يو دوه واره ليده کاته شوي وو. او شپون صاحب د لیکنې له لوستو سره ماته هم هغه ملاقاتونه راپه زړه شول. له تڼیوال سره زما لومړۍ لیدنه په کابل کې هغه مهال وه چې لاهم په هيواد کې د طالبانو په وينا د شر او فساد د واکمنۍ وه. هغه مهال زه په لومړی ځل له پيښوره کابل ته په کوم کار پسې راغلی ووم. په کابل پوهنتون کې مې څه کار بند وو چې ښکته پورته مې ورپسې منډې وهلې. د خپلوانو له ډلې مې کوم چا راته وويل چې له تڼيوال سره پيژني او ملګری يې دی، هرو مرو به راسره مرسته وکي. په ياد مې ندي چې تڼيوال هغه مهال په پوهنتون کې دنده لرله او که کوم بل چيرته؟ سپنه مونډۍ ګيره، ساده پښتني جامې او ښکلې لونګۍ په سر په خيرخانه له جوماته د مازديګر له لمانځه راووت. خدازده چې بيرته د کاله او که د بازار په لوري وخوځيده خو په لاره مونږ هم ځانونه ورسره قنجوغه کړل. د ستړي مشي او پيژندګلوی وروسته مو چې ورسره خبره مطرح کړه نو تڼيوال صيب د مرستې له ډاډ سربيره زه د زدکړې لپاره ډير زيات وهڅولم ، که څه هم نه پوهيږم چې بيا د کار لپاره ورغلم او که نه؟

په دوهم ځل مې له نن نه کابو پنځه کاله مخکې هغه مهال وليد چې دی د پکتيا والي او ما هلته له يوې مرستندويه مئو سسې سره کار کاوه. په سيمه کې هغه مهال تر ده وړاندې او ان دده په شمول د پکتيا ولايان ښه نه ياديدل چې خدمت نه کوي، بس يواځې د خپلو جيبونو د ډکولو لپاره راغلی دي. په فلانکۍ مينه کې يې خپلو خوستيانو ته دومره نومرې ورکړي او داسې نور.

په هر صورت زه د لژې ( لجې منګل) د څو کليو له سپين ګيرو او مخوورو سره په ګرديز کې د هغه دفتر ته ورغلم. ده هغه مهال غوښتنه کړې وه چې غواړي خلکو ته د ملي پيوستون پروګرام لومړۍ پيسې په خپل لاس ورکړي. لژوالوهم تر دې وړاندې د دولت لخوا د پرمختايي کارونو لپاره نغدې پيسې نه وې ترلاسه کړې، او تر هغو يې چې له بانکه نه وې راويستې ټينګ باور هم نه کاوه چې ګواکې څوک دې هغه هم بيا په تيره دولت دوی ته پنډونه نغدې روپۍ ورکړي. ډيرو به يې په کلي کې زما همکارانو ته ويل چې اينجيرانو! څه يې کوۍ؟ بس راځۍ، چای او مړۍ خورۍ، نور خو هسې هم ځدای که ټک راته وکړۍ. د کوم کلي د سروې پر مهال خو يې کوم يوه دا هم ويلي وو چې تاسې غوندي ډير راغلي خو …. يې ډک بيرته وړي دي.

حکیم تڼیوال د لجه منګل له استازو سره

خبره مې د تڼيوال کوله، زه او کليوال د افغانستان بانک له ولايتي څانګې څخه د پيسو له ترلاسه کولو وروسته د پيسو له پنډونو سره مخاخ د تڼيوال دفتر ته ورغلو. د انيجينر لخوا دپروژو په هکله د معلوماتو له وړاندې کولو وروسته تـڼيوال کليولو ته مخ ورواړوه. چې ولې مو د فلاني شي (څاګانو، جنراتوري بريښنا…) پر ځای ښوونځی نه جوړاوه؟ چې د تل لپاره مو اولادنو په کې درس وايلای. تر څو به ستاسې اولادونه همداسې بې سواده لويږي؟ تر څو به مونږ او تاسې د ناپوهۍ په تيارو کې ژوند کوو؟ دا جنراتوري بريښنا به څه کوۍ؟ جنراتور خو مصرف لري او تيل غواړي. دا به له کومه کوۍ؟ کلونه کلونه مو پلرو او نيکو لاټين ته نه دي تيرکړي؟ او داسې په لسګونو نورې پوښنيې او توصيې

کليوالو که هر څو ورته د اوبو، بريښنا او … ستونزو سر وټکاوه خو دی په خپلې خبرې ټينګ وو او د پکتيا د اوږدمهالې پرمختيا لپاره يې په ښوونه اور روزنه او په تيره بيا د ښوونځيو په جوړيدا او اهميت تاکيد کاوه. که دده هڅې نه وای ښايي نو خدايزده چې خيست (خوست) به اوس د پوهنتون څښتن وای. وايي چې خوست ته د شيځ زيد پوهنتون په راوړلو کې ده ډيرې هڅې کړي.

بيا يې نو د پروژو لپاره ځانګړې لارښوونې ورته وکړې. د ملي پيوستون ولايتي مشر (چې په دې ناسته کې له مونږ سره ملګری وو) يې اوس هم يادوي چې ته ورته ګوره څومره پوه سړی وو چې کليوال يې څنګه ښه په ساده ژبه پوی کول چې سړک به ماهي پشته جوړوۍ، داسې چې دواړو لورو ته يې اوبه ماتې وي….

Advertisements