افغانستان نړیوالو شل اوریزو سیالیو یا  ټوینټی ټوینټی ته خپله لوبډله اعلان کړه

 افغانستان د کرکټ نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته خپله پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه چې د روانې زیږدیزې میاشتې یا  اپریل په پای کې په غرب الهند یا ویسټ انيز کې پیل کیږی پیل کیږی. په تیره فبرورۍ کې د غوراروی پړوا یا کوالیفاینګ ټورنمنټ ګټونکې ۱۴ کسیزه لوبډله کز یواځې د افتاب عالم پر ځای شبیر نوری او سید نصرت ورزیات شویدی.

په دې لوبو کې افغانستان په لومړی  وار په کوم نړیوال ټورنمنټ کې د C په ګروپ کې د جنوبی افریقا او هندوستا په څیر غښتلو لوبډلو سره لوبیږی. افغانانو په دې ورستیو کې د لویو وچو د جام د سیالیو د غوراوی په لوبو کې د کاناډا لخوا د  ۴۹۴ منډو ستونزمنې موخې په تر لاسه کولو سره بری تر لاس کړی وو.

اففان لوبډله: نوروز منګل (کپټان)، محمد نبی، کریم صادق، میرویس اشرف، ریس احمدزی، دولت احمدزی، محمد شهزاد، حمید حسن، سمیع الله شینواری، نور علی، اصغر ستانکزی، شاپور ځدراڼ، شبیر نوری، سید نصرت او شفیق شفق

 

Advertisements