تیره اونۍ د اپریل په ۱۹ نیټه د د هیواد شمالی ولایتونه د ریختر په کچه د ۵.۳ درجې یوې زلزلې ولړزول چې مرکز یې د سمنګان ولایت د صوف دره وه. د یادې زلزلې له امله د سمنګان ولایت د بر صوف، کوز صوف او روی دو اب ولسوالۍ تر ټولوو ډیرې اغیزمنې شوې. د زلزلې د انسانی تلافاتو په هکله چارواکو د ۷ تنو د مړینې او څه د پاسه ۳۰ تنو د ټپی کیدو خبر ورکړی وو. پر دې سربیره د سلګونو کورونو د تخریب او سلګونو حیواناتو د له منځه تلو خبرونه هم خپاره شول. د زیات شمیر خلکو د اغیزمن کیدو او کورونو د نړیدو یو لامل په سیمه کې له زلزلې وروسته بارانونه او د زلزلې نور جټکې کیدای شی. یاده دې وی چې کابو د یوې اونۍ تر تیریدو وروسته هم د لرې پرتو سیمو له ډیرې زلزله ته کومې ځانګړې مرستې نه وې رسیدلې.  په لاندې عکسونو کې تاسې د صوف په دره کې د زلزلې له امله یو شمیر نړیدلی کورونه ګورۍ

د صوف په دره کې د زلزلې له امله د یو نړیدلی کور انځور

له زلزلې وروسته د بارانونو له امله راغلیو سیلابونو لارې نورې هم ستونزمنې کړیدییو شمیر زلزله ځپلو یخې او بارانی شپې تر شنه اسمان لاندې او یا هم په خیمو کی تیرې کړی
د زلزلی له امله یو بل اغیزمن شوی کور

د زلزلې له امله پر سړکونو د کمرو د رلویدو یو شمیر سیمې له مرکزه بیلې کړې دی

یو تن د زلزلې له امله د خپل نړیدلی کور مخ ته ولاړ دی
تر زلزلې وروسته په سیمه کې واورې او بارانونو د زلزله ځپلو ژوند لا هم ستونزمن کړی او د مرستو رسولو په چارو کې یې خنډونه رامنځ ته کړیدی
یو شمیر زلزله ځپلې د مرستو په تمه راغونډ شوی
بارانونو د مرستو رسولو چارې بڅې کړیدی
بارانونو د مرستو رسولو چارې پڅې کړې دی

 

Advertisements