د پښتنو په نرواکه ټولنه کې د ټولنیز ژواندانه په کابو ټولو اړخونو کې ښځې تر فشار لاندې، محکومې او له خپلو حقونو څخه بې برخې ساتل شوی دی. پښتو ادب هم یوه هغه برخه ده چې د نارینه وو په پرتله د ښځو ونډه بکښې چندانې د قناعت وړ نه ده. د پښتو ادبیاتو په پخوانیو دورو کې هم یو شمیر محدودې ښځې د ادب پر اسمان را څرګندې شوی.  د نهمې هجری پېړۍ په اواخرو اود لسمې پېړۍ په اوایلو کې موږ د ځینو پښتنو ښځمنو له نومونوسره مخامخ کېږو،چې په پښتو ژبه آثار ترې پاتې دی. هغه مشهورې ښځمنې چې آثار یې د پښتو په لومړۍ ادبی دوره کې د لوستلو ځای لری، عبارت دی له  زرغونه کاکړه، رابعه او میرمن نیکبخته دی.

لکه د لرغونو ادبیاتو په څیر په معاصرو ادبیاتو کې هم د ښځو ونډه چندانی خوندوره نه ده. که څه هم پدې برخه کې د لیکلیو ادبیاتو په پرتله یواځې  په اولسی او شفاهی ادبیاتو لکه  لنډۍ، غاړې، بابولالې، کاکړۍ … او نورو کې  د دوی ونډه یو څه غوښنه ښکاری. د خپلې دې ادعا د اسبات لپاره د پښتو اولسی\شفاهی یو تر ټولو مشهور صنف یعنۍ لنډیو ته سر ورښکاره کړو. وایی چې پښتو لنډیو ځانګړی شاعر نه دی معلوم خو  ډیری د ښځو لخوا ویل شوی او د همدوی لخوا سینه په سینه له یوه نسله و بل ته انتقال شوی او تر مونږ رارسیدلی دی. د بیلګې په توګه د پښتنې ملالۍ هغه مشهوره لنډۍ چې د میوند په ډګر کې یې د غازیانو  د مورال د لوړلو لپاره ویلې وه.

که په میوند کې شهید نه شوې  –  خدایګو لالیه بې ننګۍ له دې ساتینه.

د پښتوپه ولسي ادب کې عموما او په لنډيو کې خصوصا د ښځو ونډه ډيره زياته ده .همدغه لنډۍ دي چې په ويرونو ، ودونو، د غم اوخوښيوپه وختونو کې يې وايي . زياتې لنډۍ  د ښځو د زړه د ژورو تاثراتو ، خواشينيو او خپګان انعکاس دی . له نيمايي نه زياتې لنډۍ  ، د ښځو  د غم ، خپګان ، درديدلي زړه او د محرو ميتونو ترجماني کوي  . زموږ په ټولنه کې له بل هر چا څخه زيات،  ښځې له خپلو ټولنيزو حقه حقوقو څخه بې برخې  دي  ، نو ځکه يې خپل غږ  په لنډيو کې پورته کړی . همدغه لنډۍ دي  چې  د ښځو  د دردمن زړه  زګيروي او اهونه ، د نارينه و تر غوږونو رسوي .څو بيلګې دلته وړاندې کوو:

 کله چې د بنې  له غمه ژاړي نو وايي :

د بنې غږ راباندې وشو    —    لکه ډوډۍ په تناره کې وريته شومه

کله په ټولنه کې له ډول ډول شاقه کارونو سر ټکوی او وایی:

ګدر ته ځم راپسې راشه  –  منګی مې دوه دی نرۍ ملا مې ماتوینه

او کله هم بیا ا په کورنۍ کې د ميړه له بد سلوکه ژاړي ، نو وايي : 

نيستي د خدای له لوري راغله   —  موزي په ما منت کوي چې خوار دې کړمه

موزي په مينه څه پوهيږي   —    په نس يې موړ کړه تر سبا کوي خوبونه

خاونده  بيا دې ماخوستن کړ  —   د نا رضا کټ نه مې ريږدي اندامونه

 مسافري دي روزي مشه  —   زه  دي په سپينه خوله بيده پريښودي ومه

په لاندۍ لنډۍ کې په ټولنه کې خپله کمزورۍ او بې واکی داسې انځوروی:

صورت زما واک يې دبل دی  – –  خدايه نور واخلې دا بې واکه صورتونه

یا دا نورې لنديۍ: 

 بيا به نرۍ جامې ونه کـــــــــــړم             –   باران لنده کړم جانان ټوله وليدمه            

په همدې لنډیو کې د پښتنو او په تیره بیا د پښتنو په ټولنه کې د ښځو د ژوندانه ریښتینی انځورونه لیلدلای شو چې په کې هغه ستونزې او ناخوالی له ورایه څرګندیږی چې پښتنې ښځې ورسره په خپله ټولنه کې لاس او ګریوان دی. دبیلګې په توګه:

که څه هم په یوشتمې پیړۍ کې د چاپی رسینو په پرتله تصویری او بریښنایی رسنیو ډیره وده کړیده او نورو ته د خپل نظر د څرګندولو ډول ډول وسیلې رامنځ ته شوی دی. خو له دې سره سره د پښتو د پخوانیو تحریری ادبیاتو په څیر په اوسینو او معاصرو ادبیاتو کې هم یواځې یو څو د ګوتو په شمیر ښځو نومونه ځلیدلی دی. په اوسنیو ژوندیو شاعرانو او لیکوالو کې له دې ډلې څخه د  پروين فيض زاده ملال، سلما شاهين، صفيه صديقي، حنیفه زاهدستاجويي، حميرا کاوون، سارا کاوون او … د یادونې وړ دی. د پورته اغلو د نومونو له یادلو څخه باید دا هم و نه انګیرو چې ګواکې په پښتنو کې  نورې ښځینه شاعرانې او لیکوالې نشته دی. د پښتون میشته سیمو په ګوټ ګوټ کې ښایی په لسګونو نورې تکړه لیکوالی او شاعرانی موجودی وی چې نونونه به یې د مختلفو لاملونو له امله  تر مونږ نه وی رارسیدلی.

وتلی پښتنه شاعره او لیکواله سلمې شاهین
نامتو افغانه شاعره او لیکواله صفیه صدیقی

 

پر دې سربیره په دې ورستیو کلونو کې د ښځو لخوا یو شمیر مختلفی کلتوری ټولنې او حرکتونه هم رامنځ ته شوی دی چې د پښتو ادب او کلتور د ودې او پراختیا لپاره هلې ځلې کوی. ددې ټولنو له ډلې څخه یو هم په کابل کې د میرمن کلتوری بهیر دی چې په لسګونو فعالې غړې لری. نوموړې بهیر د کابل سربیره په ولایتونو او ان له هیواده بهر هم څانګې لری. دوی په کابل کې په منظم ډول مشاعرې او نورې ادبی او کلتوری ناستې لری.

 

په کابل کې د میرمن کلتوری بهیر د یوې ناستې پر مهال د بهیر څو تنه غړې

په جرمنی کی د میرمن کلتوری بهیر د یوې ناستې انځور

 

 ددغه بهیر د غړو له ډلې څخه د نظیفه شاه، زرپاڼه همپا، ښکلا پکتیاواله، بلینډه بدرۍ، ادیبه ادیب، اریاحافظ، ورېښمینه سعادت، طوبا ندا، اوږۍ امېل، خاطره اسحاقزۍ، فرشته امرخېل، زرلښت حفیظ، مینه صابروردګ، رحیمه عزیزي، خماره قریشي، بهادري ورګ، وږمه دورانۍ، اونور ډېرنومونه په چاپي اوبرېښنايي کې ډېر ترستګوکیږي.  

 

پر دې سربیره یو ګڼ شمیر نورې ښځینه لیکوالې او شاعرانی هم شته چې په مختلفو چاپی تصویری او بریښنایی رسنیو کې پر دندو بوختې دی او  وخت ناوخته یې د همدې رسنیو له لارې د ادبی هلو ځلو څخه خبرونه خپریږی.

له دې هر څه سره سره لکه څنګه مو چې په پیل کې یادونه وکړه د نارینه وو په پرتله په اوسنۍ دوره کې هم په پښتو ادب کې د ښځو ونډه ډیره تته ده.  د ادب او کلتور په چوکاټ کې خپلې ټولنې ته د لا ښه چوبړ او په دې برخه کې د دوې د ونډې د نورې غوړیدا لپاره  لاندې وړاندیزونه د لوستونکو او چارواکو مخې ته ږدم.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باید د مېرمنو شاعرانو او ښځينه بهيرونو او ټولنو وسره  ډېری مرستې وکړي او د ددوې د هلو ځلو او فعالیتونو په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په لاره کې دې ددوې هر اړخیز ملاتړ وکړی.

د ښځو چارو وزات  دې د ښځينه وو د ستونزو د ليرې کولو په لاره کې د ښځينه شاعرانو، لیکوالو او نورو ښځینه روڼ اندو څخه مرسته وغواړي او لاس نيوی دې يې وکړي.

کلتوري او ادبي ټولنې دې د ښځينه شاعرانو د کتابونو په چاپولو کې مرسته وکړي تر څو د دوې لخوا پنځیدلی اثار خوندی او راتلونکی نسلونه تر ګټه واخلی او د پخوا پّه څیر د دوې په له منځه تللو سره د د دوې پنځونې او اثار هم له منځه ولاړ نه شی.

                                                

 

اخیستنې:

http://www.brishna.org/pa%20pakhto%20osni%20shar%20ki%20da%20khazo%20wandah.htm

http://www.naraywal.com/?p=838

Advertisements