د ګلپاڼې ګرانو لیدونکو، دادې تاسې دا ځل د هیواد په شمال کې د بلخ تاریخی ولسوالۍ ته بیایو. او د ګلپاڼې له لارې درسره د دغې ښکلې ولسوالۍ څو په زړه پورې انځورونه شریکوو.
د بلخ ولسوالۍ په زړه کې کې د خواجه پارسا تاریخی مسجد چې ورځ تر بلې تخریبیږی خو د چارواکو لخوا ورته هیڅ پام نه کیږی

بیا هم د بلخ په زړه کې د خواجه پارسا تاریخی مسجد
د خواجه پارسا د مسجد په انګړ کې د دری ژبې د نامتو شاعرې رابعه بلخې مزار

د بلخ د ښکلې او سرسبزه ولسوالۍ یوه په زړه پورې منطره

 

د بلخ له ښارګوټې څخه راتاو شوی تاریخی دیوال

د بلخ په جنوب کې د نه ګنبد د تاریخی مسجد نړیدلې ودانۍ چې ویل کیږی په هیواد کې تر ټولو لرغونۍ (لومړی) مسجد دی

کورنی او بهرنی ګرځندویان د بلخ له ولسوالۍ څخه د لیدنې پر مهال یو بل ته ځانونه ورپیزنی

Advertisements